د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د دفاع په سلسله کې

انوار الحق مجاهد (خالص)

الحمدللذي اعزجنده ونصرعبده وهزم الاحزاب وحده وقال سيهزم الجمع ويولون الدبر والصلاة والسلام علي خيرالبشر محمد واله ومن تبعه باحسان الي يوم الدين.

وبعد : قال تعالي: وكذلك جعلنا لكل نبي عدوا شياطين الانس والجن يوحي بعضهم الي بعض زخرف القول غرورا .

 د اسلام د ستر پيغمبر محمد رسول الله صلي الله عليه وسلم سره د مشرکېنو’ يهودو اومنافقينو دشمني نوې او اوسنئ نه ده،  په هغه وخت كې چې هغوي خپله تشريف درلود،  د دين دشمنانو قسما قسم اذيت او تكاليف هغوي ته رسولي، د هغه بې ادبيو چې د دين دشمنان يې مرتكب شوي، په ژبه  حكايت او په قلم يې كتابت دروند دی،  دلمانزه په جريان كې هغوي ته اذيت، د هغه مبارك په شخصيت كې منفي تبصرې،  د هغه په محبوب اولاد د هغه زورونه،  د هغه په ناموس اوعزت كې منفي تبليغات،  د هغه په دعوت او بلنه د هغه رټل،  په جسماني او معنوي توگه د هغه زورول،  دا ټول هغه څه دي چې د محمد رسول الله صلي الله علیه وسلم د تاريخ او سيرت  يوه مهمه برخه تشکېلوي او د هغوي لارويانو او امتيانو ته يو دردناك پيغام وركوي،  خو ددې معنی دانه ده چې العياذبالله نبي كريم صلي الله عليه وسلم مهان (سپك)  شو او يا په ټولنه او تاريخ كې د هغوي قدر او عزت زيانمن شو، بلكه بې ادبي كوونکي یې په دنيا او اخرت كې توهين شوي،  له دې به پورته توهين څه وي چې د ماشومانو او كم عمره هلكانو په لاس او د دوئ په فكر د كمزورو اوغلامانو په تورو او د غريبو او بيچاروو په لاسو ووژل شول،  اسيران او ذليل  شول او ترڅو چې قران او نبوي سيرت لوستل کېږي د لكونو خلكو په خولو او ژبو به ملعون  او سپکېږي،  الله تعالي فرمايي( ان اللذين يؤذون الله ورسوله لعنهم الله في الدنيا والاخرة واعدلهم عذابا مهينا)  ددې ايت په تفسير کې علماء لیکي چې دا توبيخ يوازې د هغه زمانې دكفارو په هكله نه دی،  بلكه كه څوک د هغه مبارك له وفات نه بعد هم د هغوي په رابطه بې ادبي اوگستاخي كوي په يوه نوعه د انواع هغوي ته تكليف رسوي همدا حكم دی.  امام حاكم دابن ابي مليكة په روايت ذكر كړی چې د شام نه يو نفر راغی او علي رضي الله عنه ته یې كنځل وكړل،  ابن عباس صيب بده ومنله او هغه نفرته یې د عدوالله خطاب وكړ او ورته يي وويل تا خو رسول الله صلي الله عليه وسلم ته تكليف ورسولو او بيا یې دا ايت تلاوة كړو.

دې کې شك نشته چې د گيرت ويلدرز د جسارت په مقابل کې زموږ سره هغه مناسب الفاظ نشته چې مونږ د دغه بې ادبه هالينډي جرأت او اقدام پرې تقبيح كړو اونه خوفعلاً  د دې توان لرو چې ده ته مناسبه جزاء وركړو اومونږ په هغه موقف کې قرار لرو لكه بې وسه عبدالله بن مسعود رضى الله عنه چې كوم حالت کې قرار درلود وايي  (أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يُصَلِّي عِنْدَ البَيْتِ، وَأَبُو جَهْلٍ وَأَصْحَابٌ لَهُ جُلُوسٌ، إِذْ قَالَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ: أَيُّكُمْ يَجِيءُ بِسَلَى جَزُورِ بَنِي فُلاَنٍ، فَيَضَعُهُ عَلَى ظَهْرِ مُحَمَّدٍ إِذَا سَجَدَ؟ فَانْبَعَثَ أَشْقَى القَوْمِ فَجَاءَ بِهِ، فَنَظَرَ حَتَّى سَجَدَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَضَعَهُ عَلَى ظَهْرِهِ بَيْنَ كَتِفَيْهِ، وَأَنَا أَنْظُرُ لاَ أُغْنِي شَيْئًا، لَوْ كَانَ لِي مَنَعَةٌ، قَالَ: فَجَعَلُوا يَضْحَكُونَ وَيُحِيلُ بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ، وَرَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سَاجِدٌ لاَ يَرْفَعُ رَأْسَهُ، حَتَّى جَاءَتْهُ فَاطِمَةُ، فَطَرَحَتْ عَنْ ظَهْرِهِ، فَرَفَعَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَأْسَهُ ثُمَّ قَالَ: «اللَّهُمَّ عَلَيْكَ بِقُرَيْشٍ». ثَلاَثَ مَرَّاتٍ، فَشَقَّ عَلَيْهِمْ إِذْ دَعَا عَلَيْهِمْ، قَالَ: وَكَانُوا يَرَوْنَ أَنَّ الدَّعْوَةَ فِي ذَلِكَ البَلَدِ مُسْتَجَابَةٌ، ثُمَّ سَمَّى: «اللَّهُمَّ عَلَيْكَ بِأَبِي جَهْلٍ، وَعَلَيْكَ بِعُتْبَةَ بْنِ رَبِيعَةَ، وَشَيْبَةَ بْنِ رَبِيعَةَ، وَالوَلِيدِ بْنِ عُتْبَةَ، وَأُمَيَّةَ بْنِ خَلَفٍ، وَعُقْبَةَ بْنِ أَبِي مُعَيْطٍ)) نوپه دغسې حالاتو کې مونږ بايد له بهترینې وسيلې نه غافل نه شو چې هغه دعاء  ده .

ښه ده كه څوک د دغه طواغيتو په خلاف ليكنه كوي؛ بيان وركوي كه مظاهره او جلسه كوي كه د خپل توان او وسعې برابر تهديد او اخطار وركوي خو يقينا په داسې حالاتو کې رب العلمين ته تضرع او ژړا هغه څه دي چې د دوئ په زړونو کې رعب اچوي او مسلمانان یې له شر څخه ژغوري،  په دغه ورځو کې بايد په پټه او ښكاره په رسول الله صلي الله عليه وسلم درود ډير وويل شي،  د هغه سيرت اومناقب بيان شي،  علماء كرام د حق له ممبر څخه امت ته د رسول الله صلي الله عليه وسلم عظمت او لويي،  كرامت او اخلاق بيان كړي ( لقدجاءكم رسول من انفسكم عزيز عليه ماعنتم حريص عليكم بالمؤمنين رؤوف رحيم) اخر وخت دی زموږ ډير مسلمانان ورونه په شكلي موقفونو خپل مسؤليت اداء بولي او فكر كوي چې د يوه بې ادبه په رابطه به یې ليكنه او بيان كافي وي،  خو داسې نه ده، د اسلام دين د عزم، ولاء اوبراء د مواقفو دين دی،  نن سبا گورو ډير مسلمانان د هغه چاسره دوستي او ملگرتيا پالي چې هغه په حضرت عايشه ،ابوبكرصديق ،عمر ،عثمان او په نورو لويو صحابه وو رضي الله عنهم اجمعين لعنت دخپلې عقيدې جزء بولي،  ليلا نهارا او سرا جهارا فعلا په همدغه موقف اوعقيده معتقد دي،  ايا دا به كفايت وكړي چې د يوه هالينډي كافر په خلاف مظاهره او غږ پورته كړي خو په خپله ټولنه او جامعه کې بيا دغه بې ادبو سره خپله خپلوي، رشته، شخصي او سياسي روابط فعال ساتي،  مونږ كه په خپلو مظاهرو؛ تقريرونو سياسي  بيانونو او جلسو کې له اسلامي نړئ غواړو چې هالينډ سره خپل سفارتي روابط قطع كړي ايا مونږ د دغو گستاخانو سره خپلو روابطو قطع كولوته عملا اماده يو؟  ايا په انتخاباتو  او ائتلافونو کې مو ونه ليدل چې د دوي په څنګ کې زموږ ډير مسلمانان د دوئ سره  دريدل دوئ ته يئ د خپلو وروڼو خطاب وكړو حال دا چې هغه د رسول الله صلي الله عليه وسلم د اذيت معتقد دي،   كله چې رسول الله صلي الله عليه وسلم د افك په واقعه کې دمنافقينو له اذيت او سپكو تبليغاتو نه په تنگ راغی نو يوازې درئيس المنافقين نه يي شكايت ونكړ، بلكه له هغو خلكو نه هم چې د ده په حجره او ديره کې به کېناستل او خپل مجلسونه به يي گرمول هم وزوريدو،  لكه چې فرمايي ( من يعذرني في رجل يؤذيني ويجمع في بيته من يؤذيني…..)  نن سبا كه وگورو همغه د عبدالله بن سبأ په مسند او منصب ناست  منافق واكمن دي چې د رسول الله صلي الله عليه وسلم دشمنانو ته د اعلانيه جسارت جرأت وركوي او بيا په بله خوا په تظاهري غندلو او تقبيح د مسلمانانو سترگو ته شگې شيندي،  اوس هم كه د كفري نړۍ لږه سترگه سوځي هغه هم له جهادي حركتونو،  ځكه هغوي دتورې په ژبه خبره كوي او د مسلمانانو عزت د تورو په سويرو کې دی اوجنت هم د تورو تر سويرې لاندې دی،  كماقال النبي صلي الله عليه وسلم:  الجنة تحت ظلال السيوف.

 نسال الله لنا الثبات علي الحق والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close