د رسول الله ﷺ حج

حامد افغان

      دلته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حج په اړه د جابر بن عبد الله رضي الله عنه هغه مشهور حدیث رااخلو چې امام مسلم رحمه الله پخپل صحیح کې روایت کړی دی، دا حدیث د حج په اړه خورا په زړه پوري حدیث دی او د حج په اړه ګټوري خبرې او اصول په کې راغلي دي، دا حدیث یواځې مسلم راخیستی او ابو داود هم  د مسلم روایت راخیستی دی، امام النووي رحمه الله لیکي چې دې حدیث کې د حج په اړه پوره فقهي احکام راغلي دي او د دې حدیث په شرحه علماوو مستقل کتابونه لیکلي دي،  امام ابو بکر بن المنذر په دې حدیث لوی کتاب لیکلی دی او د دې حدیث یې  یو سل او څه باندې پنځوس ګټې بیان کړې دي. داراز موجوده وخت کې هم ځیني علماوو د دې حدیث پوره تفصیلي شرحې لیکلې دي، زه یې دلته یواځې پښتو ژباړه رااخلم. او له پوره پښتو شرحې او تفصیل سره مې زما د حدیثو په ناچاپ کتاب کې راخیستی دی.

د حدیث ژباړه

      محمد وايي : موږ جابر بن  عبد الله رضي الله عنه ته ورغلو، هغه د ټولو خلکو د پېژندلو پوښتنه وکړه ، ما ته چې نوبت راورسید ما ورته وویل : زه محمد د علي بن حسین زوی یم ، نو زما سر ته یې لاس راوغځوه ، او زما بره او کوزه تڼۍ یې خلاصې کړې ، بیا یې زما د تیو منځ کې لاس کېښود ، زه هغه مهال ځوان هلک وم ، راته ویې ویل : وراره په خیر راغلې ، وراره ! څه دې چې خوښه وي پوښتنه وکړه ، ما پوښتنه ورنه وکړه ، دی په سترګو ړوند و ، د لمانځه وخت شو، هغه په یوه ډول جامه کې نغښتی ودرید، کله به یې چې په اوږو کېښودله نو څنډې به یې په لاس ورونیولې ځکه هغه جامه کوچنۍ وه، څادر یې څنګ ته په یوه لرګي ورته ایښی و او موږ ته یې د جماعت لمونځ راکړ.

     ما ورته وویل : د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حج په اړه معلومات راکړه، هغه په لاس اشاره وکړه،  نه ګوتې یې ونیولې او ویې فرمایل : رسول الله صلی الله علیه و سلم نه کاله حج ونه کړ ، په لسم کال خلکو کې اعلان وشو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم حج ته تلونکی دی، په دې سره مدینې ته زیات خلک راغلل ، ټولو غوښتل چې د حج مناسکو کې په رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې اقتدا وکړي، او د ده په څېر حج ترسره کړي ، موږ له هغه سره د حج په اراده ووتلو او (ذو الحلیقې) ته راغلو.

      هلته اسماء بنت عمیس، محمد بن ابي بکر وزیږوه، هغې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته څوک ورولیږه چې اوس څه وکړي؟ هغه ورته وفرمایل : غسل وکړه ،  لاندې یوه ټوکړه وتړه او احرام وتړه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم جومات کې لمونځ وکړ او په القصواء اوښه سپور شو، کله چې هغه په اوښه سپور او دښته کې روان شو، ما د ده مخته د سترګو د لید په اندازه  سپاره او پلي  خلک ولیدل ، همداسې د هغه ښي او چپ لور ته همدومره خلک وو او شاته یې هم همدومره خلک وو، او رسول الله صلی الله علیه وسلم زموږ منځ کې و، داسې حال کې په هغه قران نازلیده ، دی یې په معنی او تاویل پوهیدی، ده چې هغه څنګه عملي کوه موږ هم هماغسې عملي کوه.

      بيا يې د توحید ناره پورته کړه : لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ ، لَبَّيْكَ ، لَبَّيْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ ، إِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ ، وَالْمُلْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ . يعني تا ته حاضر یو یا الله ! ، تا ته حاضر یو، تا ته حاضر یو ، ته شریک نه لرې، تا ته حاضر یو، بې شکه ثنا او نعمتونه تا لره دي، او پاچهي ستا ده، ته شریک نه لرې، خلکو هم همدا تلبیه او د توحید ناره ورسره غبرګه کړه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې برخه کې هغوی باندې هیڅ رد ونه کړ، او رسول الله صلی الله علیه وسلم دا تلبیه جاري لرله ، جابر وايي : موږ  یواځې د حج نیت کړی وو ، موږ عمره نه پېژندله ، تر څو چې موږ له هغه سره بیت الله ته ورسیدلو ، هغه په رکن ( حجر الاسود)  لاس ولګوه ، بیا یې ( د طواف لپاره ) دری ځله رمل ( ورو منډه) وکړه ، او څلور ځله عادي روان و، بیا مقام ابراهیم ته ورغی او ( دا ایت ) یې وویلې : وَاتَّخِذُوا مِنْ مَقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى . یعني کوم ځای چې ابراهیم علیه السلام د عبادت لپاره دریدلی و هغه ځای په ځانګړې توګه د لمانځه ځای وګرځوئ.

      بیا یې مقام ابراهیم د ده او بیت الله ترمنځ وګرځوه،( هلته یې د طواف دوه رکعته وکړل) جعفر وايي: زما پلار (محمد)  وویل چې د دې دوو رکعتونو لومړي هغه کې یې : قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ یعني د اخلاص سورت وویلې او دویم رکعت کې یې : َقُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ یعني د الکافرون سورت وویلې، جعفر وايي زه باور لرم چې زما پلار دا خبره ( له ځانه نه ده کړې بلکې) د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه کوله چې هغه دا سورتونه په کې وویل. بیا رکن ( حجر الاسود)  ته ورغی او په هغه یې لاس ولګوه.

     بیا له دروازې  ( د صفا غونډۍ لورته دروازې) نه ووت او د صفا لور ته روان شو، کله چې صفا غونډۍ ته نږدې شو دا ایت یې تلاوت کړ : إِنَّ الصَّفَا والْمَرْوَةَ مِنْ شَعَائِرِ اللَّهِ ، ویې ویل : الله چې په کوم شي (صفا) پیل کړی دی ، زه هم له هغه ځایه پیل کوم، نو سعي یې له صفا نه پیل کړه، صفا ته وخوت ، څو چې بیت الله ښکاره شوه، بیت الله ته مخامخ شو ، نو د الله توحید یې وویلې او الله اکبر یې وویلې او دا تسبیح یې وویله : لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ ، أَنْجَزَ وَعْدَهُ ، وَنَصَرَ عَبْدَهُ ، وَهَزَمَ الْأَحْزَابَ وَحْدَهُ. (له الله  پرته بل هیڅوک د عبادت مستحق نشته، یواځې الله د عبادت مستحق دی ، هغه شریک نه لري، پاچهي د هغه ده او ټول صفتونه هغه لره دي او هغه په هر څه قدرت لري، له الله پرته بل هیڅوک د عبادت مستحق نشته، هغه یو دی، هغه خپله وعده پوره کړه، د خپل بنده مرسته یې وکړه، یواځې هغه الله ډېرو ډلو ته ماته ورکړه) بيا يې د دې منځ کې دعا وکړه، دا یې درۍ ځله وويلې.

     بیا د مروه لور ته ښکته شو، کله یې چې د کندې منځ ته پښې ورسیدلې منډه یې کړه، کله چې له کندې پورته شو روان شو، ( عادي تګ یې پیل کړ) څو چې د مروه غونډۍ ته ورسید، په مروه کې یې هم هغه څه وکړل چې صفا کې یې کړي و، کله چې مروه ته د وروستي ځل لپاره ورغی، ویې ویل: که ما ته مې د اوس وخت حالت مخکې معلوم وی هدي او قرباني به مې نه وه راوستې، او یواځې عمره به مې کړې وه، ستاسو کوم یوه سره چې قرباني نه وي نو ځان دې حلال کړي، او دا دې عمره کړي.

     سراقه بن مالک بن جعشم ولاړ شو، ويې ویل: یا رسول الله ! دا د دې کال حج طریقه ده، که د همېشه لپاره به همداسې وي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلې ګوتې یوه بله کې سره بندې کړې او ویې فرمایل: عمره په حج کې ننوتله، دا خبره یې دوه ځله وکړه او ویې فرمایل: بلکي دا به د همېشه لپاره همداسې وي.

     علي رضي الله عنه له یمن نه راغی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم قربانۍ یې هم له ځان سره راوستلې، هغه فاطمه په داسې حال کې ولیدله چې ځان یې له عمرې نه حلال کړی و، رنګینې جامې یې اغوستې وې، او سترګې یې تورې کړې وې، علي د هغې دا کار سم ونه باله او رد یې کړ، هغې ورته وویل: پلار مې داسې امر راته وکړ، راوي وايي: علي په عراق کې دا خبره کوله چې زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلم، د فاطمې د دې کړنې مخالفت مې کاوه او له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مې په دې اړه فتوی غوښتله، ما هغه ته وویل: چې ما د فاطمې کړنه رد کړه، هغه راته وفرمایل: هغه رښتیا وايي، هغه رښتیا وايي، تا چې کله د حج نیت کوه څه دې وویل؟ ده ورته وویل چې ما وویل: یا الله ! زه د حج داسې نیت کوم څنګه چې ستا رسول کړی دی. هغه ورته وفرمایل: زما سره قرباني ده، ته ځان مه حلالوه.

      جابر وايي: علي چې له یمن نه کومې قربانۍ راوستې وې او رسول الله صلی الله علیه وسلم له ځان سره راوستې وې، ټولې سل وې، راوي وايي: خلکو ځانونه حلال کړل او سرونه یې لنډ کړل، مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم او هغو خلکو چې قربانۍ ورسره وې ځانونه حلال نه کړل، د تروې په ورځ ( اتم د ذوالحجې) ټول منی ته ولاړل، او د حج لپاره یې تهلیل ووېلې، او رسول الله صلی الله علیه وسلم په سپرلي سپور شو، منی کې یې د ماسپښین، مازدیګر، ماښام، ماخوستن او سهار لمنځونه وکړل.

     لیږ  ځنډ رسول الله صلی الله علیه وسلم هلته پاته شو، تر څو چې لمر راوخوت، او امر یې وکړ چې نمرة کې دې کیږدۍ ورته ودرول شي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم روان شو، قریشو په دې کې شک نه کاوه  چې هغه به خامخا په مشعر الحرام یعني مزدلفه باندې دریږي، لکه څنګه به چې قریشو جاهلیت کې همداسې کول، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم تېر شو څو چې عرفې ته ورسیدی، نو نمرة کې کیږدۍ ورته دریدلې وه، هلته ورښکته شو، تر څو چې لمر زوال وکړ، نو امر یې وکړ چې د ده اوښه دې ورته تیاره شي ، هغه ورته تیاره شوه، نو لاندې کندې ( وادي عرنة) ته ښکته شو.

      ( دلته یې د عرفات خطبه واوروله) خلكو ته یې خطبه کې وفرمایل: بې شکه ستاسو وینې او ستاسو مالونه پر تاسو حرام دي، لکه په دې ښار (مکه) کې، په دې میاشت ( ذوالحجة) کې ستاسو د دې ورځې د عرفې ورځ) حرمت ، خبر اوسئ د جاهلیت هر شی زما له پښې لاندې ، ختم او باطل وګرځېدل، د جاهلیت د وینو پورونه ختم شول، په دې لړ کې زه پخپله تر ټولو لومړی زموږ د ابن ربیعة بن الحارث وینې ختموم او بښم یې، چې هغه ته یې په بنو سعد کې تی ورکوه او د هذیل خلکو وواژه، او د جاهلیت ربا او سود نور له منځه ولاړ، لومړی زه د عباس بن عبد المطلب سود ختموم، هغه ټول باطل او له منځته تللی دی.

      د ښځو په اړه له الله نه وویریږئ ، دوی تاسو د الله په امن کې اخیستې دي، دوی تاسو ته د الله په نوم حلالې او روا شوې دي، تاسو په دوی دا حق لرئ چې ستاسو څوک خوښ نه وي هغه دې ستاسو کور ته نه راپریږدي، که دوی داسې کار وکړ تاسو هغوی ووهئ خو دردونکي وهل نه، او په شه طریقه پر تاسو د دوی روزي لازمه ده او پر تاسو د دوی جامې لازمي دي.

      تاسو ته مې داسې څه پرې ایښي دي که په هغه منګولې ولګوئ هیڅکله به ګمراه نه شئ، چې هغه د الله کتاب دی، او ستاسو نه به (قیامت کې) زما په اړه پوښتنې کیږي، تاسو به څه وايئ؟  هغوی وویل: موږ شاهدي وایو، چې تا موږ ته د الله پیغام رسولی دی، خپله دنده مو ادا کړې او د امت خیر دې غوښتی دی، په دې سره ده د شهادت په ګوته اسمان ته اشاره وکړه، کله به یې اسمان ته پورته کړه او کله به یې خلکو ته نیوله، یا الله ! ته شاهد اوسه ، یا الله ! ته شاهد اوسه، دری ځله یې داسې وویل. بیا یې امر وکړ چې  اذن او اقامت دې وویل شي ، د ماسپښین لمونځ یې وکړ، بیا یې د مازدیګر لمونځ وکړ، او د دې دواړو لمنځونو منځ کې یې نور لمونځ ونه کړ.

      بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم سپور شو، څو عرفات کې د دریدا ځای ته ورسید، هلته یې د خپلې القصواء اوښې ګېډه کمرونو ته کړه، او د پلیو لاره یې مخته شوه، قبلې ته مخامخ ودریدی، تر هغه ولاړ و ( دعا او ذکر یې کوه)   چې لمر ولویدی، ژېړوالی کم ولاړ، او لمر ټول ډوب شو، اسامه یې په اوښه له شا ورسره سپور کړ، او له عرفات نه د مزدلفې لور ته روان شو، د خپلې اوښې القصواء واګې یې ټينګې ورنیولې وې، دومره چې د هغې سره شا ته د هغې د کتې لرګیو ته رسیده، او خلکو ته يې په ښي لاس اشاره کوله چې اې خلکو ! ورو ورو ځئ او بیړه مه کوئ، کله به چې لوړه او ښګلنه ځمکه مخته ورته راغله نو اوښې ته به یې واګې لیږ  ورسستې کړې، څو په هغه ځای وخیږي، تر دې چې مزدلفې ته راورسید، هلته یې د ماښام او ماخستن لمنځونه په یوه اذان او یوه اقامت سره یوځای وکړل او د دواړو لمنځونو منځ کې یې هیڅ لمونځ ونه ویله.

      ( مزدلفه کې ) رسول الله صلی الله علیه وسلم ډډه ولګوله، او تر سپېده چاوده ویده شو، چې سپېدې وچاودلې د سهار لمونځ یې په اذان او اقامت سره وکړ، بیا په القصواء سپور شو، تر څو مشعر الحرام ته راغی، هلته قبلې ته مخامخ ودریدی، الله ته یې دعا وکړه ، تکبیرونه ، تهلیل او د الله وحدانیت کلمې یې وویلې، تر هغه ولاړ و څو چې ښه رڼا شوه، او له لمر ختو مخکې ( د منی لور ته ) روان شو، له ځان سره یې فضل بن عباس سپور کړ، هغه ښایسته وېښتان لرل اوله رنګه سپین او ښایسته ځوان و، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم روان شو، لاره کې به په ده باندې په اوښانو سپرې ښځې تېریدلې، او الفضل به هغوی ته کتل، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د الفضل په مخ لاس کېښود، فضل بل لور ته مخ واړوه او دا بل لور ته  یې ښځو ته کتل، رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا د هغه په مخ لاس کېښود او بل لور ته یې د هغه مخ واړوه.

     ( له مزدلفې نه منی ته په لاره کې) چې وادي محسر ته ورسید اوښه یې لیږ تېزه کړه، بیا یې هغه منځنۍ لاره ونیوله چې لویې جمرې ته وروځي، تر څو هغې جمرې ته راغی چې د ونې خواته ده، هغه یې اووه کاڼي وویشتله، له هر کاڼې سره به یې تکبیر ویلې، هغه کاڼې کوچني وو، (لکه څوک چې په بټه ګوته کوچنۍ تيږه کېږدي او د شهادت په ګوته یې ولي) هغه يې له لاندې کندې نه وویشتله. ( د کندې له خوا یې وویشتله، نه د غره له خوا)

      ( له جمرې ویشتلو وروسته) د حلالې ځای ته ولاړ، ( رسول الله صلی الله علیه وسلم د قرباني لپاره سل قربانۍ راوستې وې هغو نه یې) دره شپېته پخپل لاس حلالې کړې بیا یې علي ته وویل او هغه پاته هغه حلالې کړې، او پخپلو قربانیو کې یې ورشریک کړ، بیا یې امر وکړ چې له هرې قربانۍ نه یوه یوه ټوټه غوښه راواخلئ، هغه یې کټوه کې واچوله او پخه یې کړه، له هغې غوښې نه یې لیږ  وخوړله او د هغې شوروا یې وڅښله، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم سپور شو او ( له سر خرېیلو وروسته ) بیت الله ته ولاړ، مکه کې یې د ماسپښین لمونځ وکړ، بیا د عبد المطلب کورنۍ ته ورغی ، هغوی د زمزم اوبه څښلې، ده ورته وویل: بوکه کې اوبه دروکاږئ ، هغوی ته یې وویل: ستاسو سره به ما هم اوبه رایستلې وې خو ویریږم چې بیا به خلک درباندې غالبه شي( که زه یې درسره وکاږم خلک به یې ډېرې مهمې وګڼي او بیا به ازدحام درباندې جوړ کړي) ده ته یې یوه بوکه ورکړه او ده له هغه نه د زمزم اوبه وځ‎څښلې.

د حدیث متن

حَدَّثَنَا أَبُو بَكْرِ بْنُ أَبِي شَيْبَةَ ، وَإِسْحَاقُ بْنُ إِبْرَاهِيمَ ، جَمِيعًا عَنْ حَاتِمٍ ، قَالَ أَبُو بَكْرٍ : حَدَّثَنَا حَاتِمُ بْنُ إِسْمَاعِيلَ الْمَدَنِيُّ ، عَنْ جَعْفَرِ بْنِ مُحَمَّدٍ ، عَنْ أَبِيهِ ، قَالَ : دَخَلْنَا عَلَى جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ ، فَسَأَلَ عَنِ الْقَوْمِ حَتَّى انْتَهَى إِلَيَّ ، فَقُلْتُ : أَنَا مُحَمَّدُ بْنُ عَلِيِّ بْنِ حُسَيْنٍ ، فَأَهْوَى بِيَدِهِ إِلَى رَأْسِي فَنَزَعَزِرِّي الْأَعْلَى ، ثُمَّ نَزَعَ زِرِّي الْأَسْفَلَ ، ثُمَّ وَضَعَ كَفَّهُ بَيْنَ ثَدْيَيَّ وَأَنَا يَوْمَئِذٍ غُلَامٌ شَابٌّ.

فَقَالَ : مَرْحَبًا بِكَ ، يَا ابْنَ أَخِي ، سَلْ عَمَّا شِئْتَ ، فَسَأَلْتُهُ ، وَهُوَ أَعْمَى ، وَحَضَرَ وَقْتُ الصَّلَاةِ ، فَقَامَ فِي نِسَاجَةٍ مُلْتَحِفًا بِهَا ، كُلَّمَا وَضَعَهَا عَلَى مَنْكِبِهِ رَجَعَ طَرَفَاهَا إِلَيْهِ مِنْ صِغَرِهَا ، وَرِدَاؤُهُ إِلَى جَنْبِهِ ، عَلَىالْمِشْجَبِ ، فَصَلَّى بِنَا ، فَقُلْتُ : أَخْبِرْنِي عَنْ حَجَّةِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، فَقَالَ : بِيَدِهِ فَعَقَدَ تِسْعًا ، فَقَالَ : إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَكَثَ تِسْعَ سِنِينَ لَمْ يَحُجَّ ، ثُمَّ أَذَّنَ فِي النَّاسِ فِي الْعَاشِرَةِ ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حَاجٌّ ، فَقَدِمَ الْمَدِينَةَ بَشَرٌ كَثِيرٌ ، كُلُّهُمْ يَلْتَمِسُ أَنْ يَأْتَمَّ  بِرَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، وَيَعْمَلَ مِثْلَ عَمَلِهِ.

 فَخَرَجْنَا مَعَهُ ، حَتَّى أَتَيْنَا ذَا الْحُلَيْفَةِ ، فَوَلَدَتْ أَسْمَاءُ بِنْتُ عُمَيْسٍ مُحَمَّدَ بْنَ أَبِي بَكْرٍ ، فَأَرْسَلَتْ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : كَيْفَ أَصْنَعُ ؟ قَالَ : اغْتَسِلِي ، وَاسْتَثْفِرِي بِثَوْبٍ وَأَحْرِمِي فَصَلَّى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي الْمَسْجِدِ ، ثُمَّ رَكِبَ الْقَصْوَاءَ ، حَتَّى إِذَا اسْتَوَتْ بِهِ نَاقَتُهُ عَلَى الْبَيْدَاءِ ، نَظَرْتُ إِلَى مَدِّ بَصَرِي بَيْنَ يَدَيْهِ ، مِنْ رَاكِبٍ وَمَاشٍ ، وَعَنْ يَمِينِهِ مِثْلَ ذَلِكَ ، وَعَنْ يَسَارِهِ مِثْلَ ذَلِكَ ، وَمِنْ خَلْفِهِ مِثْلَ ذَلِكَ ، وَرَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَيْنَ أَظْهُرِنَا ، وَعَلَيْهِ يَنْزِلُ الْقُرْآنُ ، وَهُوَ يَعْرِفُ تَأْوِيلَهُ ، وَمَا عَمِلَ بِهِ مِنْ شَيْءٍ عَمِلْنَا بِهِ.

 فَأَهَلَّ بِالتَّوْحِيدِ لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ ، لَبَّيْكَ ، لَبَّيْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ ، إِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ ، وَالْمُلْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ وَأَهَلَّ النَّاسُ بِهَذَا الَّذِي يُهِلُّونَ بِهِ ، فَلَمْ يَرُدَّ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَيْهِمْ شَيْئًا مِنْهُ ، وَلَزِمَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ تَلْبِيَتَهُ ، قَالَ جَابِرٌ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ : لَسْنَا نَنْوِي إِلَّا الْحَجَّ ، لَسْنَا نَعْرِفُ الْعُمْرَةَ.

 حَتَّى إِذَا أَتَيْنَا الْبَيْتَ مَعَهُ ، اسْتَلَمَ الرُّكْنَ فَرَمَلَ ثَلَاثًا وَمَشَى أَرْبَعًا ، ثُمَّ نَفَذَ إِلَى مَقَامِ إِبْرَاهِيمَ عَلَيْهِ السَّلَام ، فَقَرَأَ : {وَاتَّخِذُوا مِنْ مَقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى } فَجَعَلَ الْمَقَامَ بَيْنَهُ وَبَيْنَ الْبَيْتِ ، فَكَانَ أَبِي يَقُولُ – وَلَا أَعْلَمُهُ ذَكَرَهُ إِلَّا عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – : كَانَ يَقْرَأُ فِي الرَّكْعَتَيْنِ قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ وَقُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ ، ثُمَّ رَجَعَ إِلَى الرُّكْنِ فَاسْتَلَمَهُ.

 ثُمَّ خَرَجَ مِنَ الْبَابِ إِلَى الصَّفَا ، فَلَمَّا دَنَا مِنَ الصَّفَا قَرَأَ : { إِنَّ الصَّفَا والْمَرْوَةَ مِنْ شَعَائِرِ اللَّهِ } أَبْدَأُ بِمَا بَدَأَ اللَّهُ بِهِ فَبَدَأَ بِالصَّفَا ، فَرَقِيَ عَلَيْهِ ، حَتَّى رَأَى الْبَيْتَ فَاسْتَقْبَلَ الْقِبْلَةَ ، فَوَحَّدَ اللَّهَ وَكَبَّرَهُ ، وَقَالَ : لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ ، أَنْجَزَ وَعْدَهُ ، وَنَصَرَ عَبْدَهُ ، وَهَزَمَ الْأَحْزَابَ وَحْدَهُ ثُمَّ دَعَا بَيْنَ ذَلِكَ ، قَالَ : مِثْلَ هَذَا ثَلَاثَ مَرَّاتٍ ، ثُمَّ نَزَلَ إِلَى الْمَرْوَةِ ، حَتَّى إِذَا انْصَبَّتْ قَدَمَاهُ فِي بَطْنِ الْوَادِي سَعَى ، حَتَّى إِذَا صَعِدَتَا مَشَى ، حَتَّى أَتَى الْمَرْوَةَ ، فَفَعَلَ عَلَى الْمَرْوَةِ كَمَا فَعَلَ عَلَى الصَّفَا ، حَتَّى إِذَا كَانَ آخِرُ طَوَافِهِ عَلَى الْمَرْوَةِ ، فَقَالَ : لَوْ أَنِّي اسْتَقْبَلْتُ مِنْ أَمْرِي مَا اسْتَدْبَرْتُ لَمْ أَسُقِالْهَدْيَ ، وَجَعَلْتُهَا عُمْرَةً ، فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ لَيْسَ مَعَهُ هَدْيٌ فَلْيَحِلَّ ، وَلْيَجْعَلْهَا عُمْرَةً.

 فَقَامَ سُرَاقَةُ بْنُ مَالِكِ بْنِ جُعْشُمٍ ، فَقَالَ : يَا رَسُولَ اللَّهِ ، أَلِعَامِنَا هَذَا أَمْ لِ أَبَدٍ ؟ فَشَبَّكَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَصَابِعَهُ وَاحِدَةً فِي الْأُخْرَى ، وَقَالَ : دَخَلَتِ الْعُمْرَةُ فِي الْحَجِّ مَرَّتَيْنِ لَا بَلْ لِأَبَدِ أَبَد.

ٍ وَقَدِمَ عَلِيٌّ مِنَ الْيَمَنِ بِبُدْنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، فَوَجَدَ فَاطِمَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا مِمَّنْ حَلَّ ، وَلَبِسَتْ ثِيَابًا صَبِيغًا ، وَاكْتَحَلَتْ ، فَأَنْكَرَ ذَلِكَ عَلَيْهَا ، فَقَالَتْ : إِنَّ أَبِي أَمَرَنِي بِهَذَا ، قَالَ : فَكَانَ عَلِيٌّ يَقُولُ ، بِالْعِرَاقِ : فَذَهَبْتُ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مُحَرِّشًا عَلَى فَاطِمَةَ لِلَّذِي صَنَعَتْ ، مُسْتَفْتِيًا لِرَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِيمَا ذَكَرَتْ عَنْهُ ، فَأَخْبَرْتُهُ أَنِّي أَنْكَرْتُ ذَلِكَ عَلَيْهَا ، فَقَالَ : صَدَقَتْ صَدَقَتْ ، مَاذَا قُلْتَ حِينَ فَرَضْتَ الْحَجَّ ؟ قَالَ قُلْتُ : اللَّهُمَّ ، إِنِّي أُهِلُّ بِمَا أَهَلَّ بِهِ رَسُولُكَ ، قَالَ : فَإِنَّ مَعِيَ الْهَدْيَ فَلَا تَحِلُّ.

 قَالَ : فَكَانَ جَمَاعَةُ الْهَدْيِ الَّذِي قَدِمَ بِهِ عَلِيٌّ مِنَ الْيَمَنِ وَالَّذِي أَتَى بِهِ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِائَةً ، قَالَ : فَحَلَّ النَّاسُ كُلُّهُمْ وَقَصَّرُوا ، إِلَّا النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَمَنْ كَانَ مَعَهُ هَدْيٌ ، فَلَمَّا كَانَ يَوْمُ التَّرْوِيَةِ تَوَجَّهُوا إِلَى مِنًى ،فَأَهَلُّوا بِالْحَجِّ ، وَرَكِبَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، فَصَلَّى بِهَا الظُّهْرَ وَالْعَصْرَ وَالْمَغْرِبَ وَالْعِشَاءَ وَالْفَجْرَ ، ثُمَّ مَكَثَ قَلِيلًا حَتَّى طَلَعَتِ الشَّمْسُ ، وَأَمَرَ بِقُبَّةٍ مِنْ شَعَرٍ تُضْرَبُ لَهُ بِنَمِرَةَ ، فَسَارَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَلَا تَشُكُّ قُرَيْشٌ إِلَّا أَنَّهُ وَاقِفٌ عِنْدَ الْمَشْعَرِ الْحَرَامِ ، كَمَا كَانَتْ قُرَيْشٌ تَصْنَعُ فِي الْجَاهِلِيَّةِ ، فَأَجَازَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حَتَّى أَتَى عَرَفَةَ ، فَوَجَدَ الْقُبَّةَ قَدْ ضُرِبَتْ لَهُ بِنَمِرَةَ ، فَنَزَلَ بِهَا.

 حَتَّى إِذَا زَاغَتِ الشَّمْسُ أَمَرَ بِالْقَصْوَاءِ ، فَرُحِلَتْ لَهُ ، فَأَتَى بَطْنَ الْوَادِي ، فَخَطَبَ النَّاسَ وَقَالَ : إِنَّ دِمَاءَكُمْ وَأَمْوَالَكُمْ حَرَامٌ عَلَيْكُمْ ، كَحُرْمَةِ يَوْمِكُمْ هَذَا فِي شَهْرِكُمْ هَذَا ، فِي بَلَدِكُمْ هَذَا ، أَلَا كُلُّ شَيْءٍ مِنْ أَمْرِ الْجَاهِلِيَّةِ تَحْتَ قَدَمَيَّ مَوْضُوعٌ ، وَدِمَاءُ الْجَاهِلِيَّةِ مَوْضُوعَةٌ ، وَإِنَّ أَوَّلَ دَمٍ أَضَعُ مِنْ دِمَائِنَا دَمُ ابْنِ رَبِيعَةَ بْنِ الْحَارِثِ ، كَانَ مُسْتَرْضِعًا فِي بَنِي سَعْدٍ فَقَتَلَتْهُ هُذَيْلٌ ، وَرِبَا الْجَاهِلِيَّةِ مَوْضُوعٌ ، وَأَوَّلُ رِبًا أَضَعُ رِبَانَا رِبَا عَبَّاسِ بْنِ عَبْدِ الْمُطَّلِبِ ، فَإِنَّهُ مَوْضُوعٌ كُلُّهُ.

 فَاتَّقُوا اللَّهَ فِي النِّسَاءِ ، فَإِنَّكُمْ أَخَذْتُمُوهُنَّ بِأَمَانِ اللَّهِ ، وَاسْتَحْلَلْتُمْ فُرُوجَهُنَّ بِكَلِمَةِ اللَّهِ ، وَلَكُمْ عَلَيْهِنَّ أَنْ لَا يُوطِئْنَ فُرُشَكُمْ أَحَدًا تَكْرَهُونَهُ ، فَإِنْ فَعَلْنَ ذَلِكَ فَاضْرِبُوهُنَّ ضَرْبًا غَيْرَ مُبَرِّحٍ ، وَلَهُنَّ عَلَيْكُمْ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ ، وَقَدْ تَرَكْتُ فِيكُمْ مَا لَنْ تَضِلُّوا بَعْدَهُ إِنِ اعْتَصَمْتُمْ بِهِ ، كِتَابُ اللَّهِ ، وَأَنْتُمْ تُسْأَلُونَ عَنِّي ، فَمَا أَنْتُمْ قَائِلُونَ ؟ قَالُوا : نَشْهَدُ أَنَّكَ قَدْ بَلَّغْتَ وَأَدَّيْتَ وَنَصَحْتَ ، فَقَالَ : بِإِصْبَعِهِ السَّبَّابَةِ ، يَرْفَعُهَا إِلَى السَّمَاءِ وَيَنْكُتُهَا إِلَى النَّاسِ اللَّهُمَّ ، اشْهَدْ ، اللَّهُمَّ ، اشْهَدْ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ.

 ثُمَّ أَذَّنَ ، ثُمَّ أَقَامَ فَصَلَّى الظُّهْرَ ، ثُمَّ أَقَامَ فَصَلَّى الْعَصْرَ ، وَلَمْ يُصَلِّ بَيْنَهُمَا شَيْئًا ، ثُمَّ رَكِبَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، حَتَّى أَتَى الْمَوْقِفَ ، فَجَعَلَ بَطْنَ نَاقَتِهِ الْقَصْوَاءِ إِلَى الصَّخَرَاتِ ، وَجَعَلَ حَبْلَ الْمُشَاةِ بَيْنَ يَدَيْهِ ، وَاسْتَقْبَلَ الْقِبْلَةَ ، فَلَمْ يَزَلْ وَاقِفًا حَتَّى غَرَبَتِ الشَّمْسُ ، وَذَهَبَتِ الصُّفْرَةُ قَلِيلًا ، حَتَّى غَابَ الْقُرْصُ ، وَأَرْدَفَ أُسَامَةَ خَلْفَهُ ، وَدَفَعَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَقَدْ شَنَقَ لِلْقَصْوَاءِ الزِّمَامَ ، حَتَّى إِنَّ رَأْسَهَا لَيُصِيبُ مَوْرِكَ رَحْلِهِ ، وَيَقُولُ بِيَدِهِ الْيُمْنَى أَيُّهَا النَّاسُ ، السَّكِينَةَ السَّكِينَةَ كُلَّمَا أَتَى حَبْلًا مِنَ الْحِبَالِ أَرْخَى لَهَا قَلِيلًا ، حَتَّى تَصْعَدَ.

 حَتَّى أَتَى الْمُزْدَلِفَةَ ، فَصَلَّى بِهَا الْمَغْرِبَ وَالْعِشَاءَ بِأَذَانٍ وَاحِدٍ وَإِقَامَتَيْنِ ، وَلَمْ يُسَبِّحْ بَيْنَهُمَا شَيْئًا ، ثُمَّ اضْطَجَعَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حَتَّى طَلَعَ الْفَجْرُ ، وَصَلَّى الْفَجْرَ ، حِينَ تَبَيَّنَ لَهُ الصُّبْحُ ، بِأَذَانٍ وَإِقَامَةٍ ، ثُمَّ رَكِبَ الْقَصْوَاءَ ، حَتَّى أَتَى الْمَشْعَرَ الْحَرَامَ ، فَاسْتَقْبَلَ الْقِبْلَةَ ، فَدَعَاهُ وَكَبَّرَهُ وَهَلَّلَهُ وَوَحَّدَهُ ، فَلَمْ يَزَلْ وَاقِفًا حَتَّى أَسْفَرَ جِدًّا ، فَدَفَعَ قَبْلَ أَنْ تَطْلُعَ الشَّمْسُ ، وَأَرْدَفَ الْفَضْلَ بْنَ عَبَّاسٍ ، وَكَانَ رَجُلًا حَسَنَ الشَّعْرِ أَبْيَضَ وَسِيمًا ، فَلَمَّا دَفَعَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَرَّتْ بِهِ ظُعُنٌ يَجْرِينَ ، فَطَفِقَ الْفَضْلُ يَنْظُرُ إِلَيْهِنَّ ، فَوَضَعَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَدَهُ عَلَى وَجْهِ الْفَضْلِ ، فَحَوَّلَ الْفَضْلُ وَجْهَهُ إِلَى الشِّقِّ الْآخَرِ يَنْظُرُ ، فَحَوَّلَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَدَهُ مِنَ الشِّقِّ الْآخَرِ عَلَى وَجْهِ الْفَضْلِ ، يَصْرِفُ وَجْهَهُ مِنَ الشِّقِّ الْآخَرِ يَنْظُرُ.

 حَتَّى أَتَى بَطْنَ مُحَسِّرٍ ، فَحَرَّكَ قَلِيلًا ، ثُمَّ سَلَكَ الطَّرِيقَ الْوُسْطَى الَّتِي تَخْرُجُ عَلَى الْجَمْرَةِ الْكُبْرَى ، حَتَّى أَتَى الْجَمْرَةَ الَّتِي عِنْدَ الشَّجَرَةِ ، فَرَمَاهَا بِسَبْعِ حَصَيَاتٍ ، يُكَبِّرُ مَعَ كُلِّ حَصَاةٍ مِنْهَا ، مِثْلِ حَصَى الْخَذْفِ ، رَمَى مِنْ بَطْنِ الْوَادِي ، ثُمَّ انْصَرَفَ إِلَى الْمَنْحَرِ ، فَنَحَرَثَلَاثًا وَسِتِّينَ بِيَدِهِ ، ثُمَّ أَعْطَى عَلِيًّا ، فَنَحَرَ مَا غَبَرَ ، وَأَشْرَكَهُ فِي هَدْيِهِ ، ثُمَّ أَمَرَ مِنْ كُلِّ بَدَنَةٍ بِبَضْعَةٍ ، فَجُعِلَتْ فِي قِدْرٍ ، فَطُبِخَتْ ، فَأَكَلَا مِنْ لَحْمِهَا وَشَرِبَا مِنْ مَرَقِهَا ، ثُمَّ رَكِبَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَأَفَاضَ إِلَى الْبَيْتِ ، فَصَلَّى بِمَكَّةَ الظُّهْرَ ، فَأَتَى بَنِي عَبْدِ الْمُطَّلِبِ ، يَسْقُونَ عَلَى زَمْزَمَ ، فَقَالَ : انْزِعُوا ، بَنِي عَبْدِ الْمُطَّلِبِ ، فَلَوْلَا أَنْ يَغْلِبَكُمُ النَّاسُ عَلَى سِقَايَتِكُمْ لَنَزَعْتُ مَعَكُمْ فَنَاوَلُوهُ دَلْوًا فَشَرِبَ مِنْهُ . رواه مسلم

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close