د رشوت اخیستلو تور.. د جنوبي کوریا د پارلمان غړي ځانوژنه وکړه

د جنوبي کوریا د پارلمان یوه غړي د رشوت اخیستلو په قضیه کې د تورن کېدو له امله ځان وژنه کړې ده.

د اسوشیېټد پرس آژانس د خبر له مخې، د عدالت ګوند د غړي، ښاغلي روه هویچان، جسد د دوشنبې په ورځ له یوې ودانۍ سره نږدې وموندل شو.

 ویل کېږي چې نوموړي د یوه یاداشت تر لیکلو وروسته، د ودانۍ له ۱۷م پوړه ځان ځمکې ته راغورځولی دی.

ښاغلی روه هویچان تورن و چې د خپل هېواد له یوه مشهور سیاسي بلاګ لیکونکي یې، چې اوس بندي دی او تر پوښتنو – ګروېږنو لاندې دی، ۵۰ ملیونه وون (نږدې ۴۴۳۰۰ ډالره) اخیستي وو.

روه هویچان
روه هویچان

روه هویچان په یاداښت کې منلې چې له ډروکنګ نومي بلاګ لیکونکي یې پیسې اخیستې دي، خو وايي چې په بدل کې یې ډروکنګ ته هیڅ هم نه دي ورکړي.

ټاکل شوې وه چې نوموړی به ژر د څارنوالانو له لوري وپوښتل شي، خو نوموړي ځان وژنه وکړه.

د پارلمان دا غړی په خواله رسنیو کې له سختو نیوکو سره مخ و.

جنوبي کوریا د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی چې د ځان وژنې د پېښو شمېر زیات پکې لوړ دی، او د مشهورو څېرو د ځان وژنې پیښې تل د خبرونو د سرټکي وي.

د جنوبي کوریا یوه پخواني ولسمشر، روه موهیون، چې له ۲۰۰۳ بیا تر ۲۰۰۸ز کال پورې ولسمشر و، په ۲۰۰۹ کال کې له یوه لوړ ځایه په ځان راغورځولو سره خودکشي وکړه. روه موهیون هم د فساد په یوه قضیه کې تورن و.

سرچینه
AP

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close