د روان کال د نومبر په ۱۴مه به نړۍ د فلکي ښکاره کیدونکې پیښې چې (سوپرمون) یا غښتلې سپوږمۍ نومیږي شاهده وي.

ژباړن: عرفان اسدخیل

په دې معنا چې سپوږمۍ به پوره شي او د ځمکې کرې ته به تر ټولو نږدې نکتې سپین مدار ته ځان ورسوي.

دا ځل به یې تکمیلیدل فرق ولري، داسی چې تکمیلیدل به یې تر ټولو سترې پولې ته ورسیږي چې په ۲۱ مه پیړۍ کې به ثبت شي. د فلکیاتو له نظره دا معلومه خبره ده چې سپوږمۍ د ځمکې له کُرې نه (له مرکز نه تر مرکزه) هره میاشت نږدی ۳۵۷ زره کیلو مترو تر منځ تاویږي، او ۴۰۶ زره کیلو متره بیضاوي مدار ته په تکیه وهلو په خپل دوران سره له ځمکې ګردچاپیره سپوږمۍ مسافه طی کوي

د امریکا د فضا او الوتنې ادارې (ناسا) له وینا سره سم چې سپوږمۍ به په دې میاشت کې په دې مدار کې د ځمکې تر ټولو نږدي نکتې ته ورسیږي، او له امله به یې ډیره زر راڅرګنده شي څنګه چې ښکاره شي نو تر ټولو ستر طبعی حجم به یې ۱۴٪ په اندازه ، او تر ټولو زیاته رڼا به یې د ۳۰٪ په اندازه له خپل حالت نه وی، او تر ټولو لرې نکته کې به د ځمکې نه د ګرد چاپیره په ګرځیدو وي.

د دې څرګندیدو د ټکنالوجۍ نوم (د لمر، سپوږمۍ او ځمکې د نږدیکت نکته) دی خو د غښتلي سپوږمۍ نوم یی د فلکیاتو د علم نوم ندی ځکه چې دا نوم یو نجومي عالم ریچارډ نولل په کال ۱۹۷۹ کې رامینځته کړی دی چې په دی ورځ د سپوږمۍ نږدی کیدل یعنی د جاذبیت معتاد ځواک په مد او جزر باندی به تر ټولو ستره پیښه وي نو ځکه امکان لري چی په مد او جزر کی به د حضیض پر مهال ستره ارتفاع پیښه شي ، او د ځمکی پوستکی به د سپوږمۍ په جاذبیت سره متأثر او اوږد شي چې له امله به یی تقلص رامینځته شي

نو امکان لري چې د ټکنالوجي بدلونونو سره پیښی واقع شي د زیاتوالي یا کموالي، کیدای شي د زلزلې او د بریښنا د بدلون لامل وګرځي، سره له دې چی دا ډول پیښې د سپوږمۍ په اړه کوم علمي دلایل وجود نلري. او د دې میاشتې سپوږمئ (غښتلی) په خصوصي وجهی سره دوه لاملونه لري لومړی سبب یی: دا چې په دی کال یواځینی غښتلي سپوږمۍ به وي چی بدر به شي (غښتلی سپوږمۍ کیدای شي هلال وګرځي) او دوهم سبب دا چی له ۱۹۴۸ کال نه وروسته ځمکې ته به تر ټولو نږدی د بدر سپوږمۍ وي.

د (ناسا) پوهانو تمه ښکاره کړې ده چې مونږ به هیڅکله دا ډول غټه سپوږمۍ بل وخت مشاهده نکړای شو مګر د ۲۵ نومبر په رادبره کیدو سره به یی په کال ۲۰۳۴ کی.

غښتلي سپوږمۍ په ۲۰۱۴ کال د اګست په ۱۰مه راڅرګنده شوې وه، او بیا به ۲۰۱۵ کال کی د سپتمبر په ۲۸ تکرار شوه، او دې ته اشاره ضرورې ده چې کله کله پیښیږي

ځینی وخت د غښتلي سپوږمۍ له رادبره کیدو سره د سپوږمۍ مکمل خسوف هم مینځته راتلای شي چې دا ډول کار په ۲۰۱۵ کال د سپتمبر په ۲۷مه او ۲۸مه پیښ شوی و، او ورروستنی څرګندیدل دا ډول پیښ شوی و

له دې نه مخکی په کال ۱۹۸۲ کې او بیا به له ۲۰۳۳ نه مخکې تکرار نشي او د دې حالت راتلو به په خاورو او بریښنایی ګردونو د هوایی پوښ د ککړیدو په سبب د سپوږمۍ رنګ سور شي، او د همدې له کبله سپوږمۍ ته د غښتلې سپبوږمۍ نوم ورکول شوی دی خو په دې حالت کی به په وینو رنګ سپوږمۍ هم ورته وویل شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close