د روزګان والي: امنيتي مسئولين بې کفايته دي او د غلا لپاره سره یو شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۲) د روزګان نوی والي محمد شفيق اسدالله سعيد نن يوې قومي غونډې ته د وينا پر مهال په دغې ولايت کې په شته امنيتي پرسونل سختې نيوکې وکړې او هغوی يې بې کفايته وبلل.

نوموړي وويل، په دغې ولايت کې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې پراخ فساد شتون لري او زياته يې کړه چې امنيتي مسئولينو هيڅ کار نه دی کړی، له يوې مخې ټول يې مطلق بې کفايته دي او خلکو ته يې هيڅ خدمت نه دی کړی.

اسدالله سعيد د روزګان امنیت ګواښوونکی وباله او په خبره يې چې د شته امنيتي ارګانونو مسئولين يواځې د غلاوو، چور او تالان لپاره سره په خپلو منځو کې يو شوي او نور هيڅ لاسته راوړنه نه لري.

هغه زياتوي، په دغې ولايت کې شته امنیتي ادارې د قانون هيڅ درناوی نه کوي او خپله قانون تر پښو لاندې کوي.

په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د دغې ولايت قومي مشرانو هم نيوکه وکړه او په وينا يې چې امنيتي ځواکونو يواځې تش په نوم عمليات کړي او وسله وال طالبان د ترينکوټ په درې کيلو مترۍ کې پراخ فعاليت کوي او لا هم مرکز تر کلابندۍ لاندې دی.

په عين حال کې د ولايتي شورا غړي وايي، چې د دغې ولايت نوي سلنه خاوره د طالبانو تر ولکې لاندې ده او هره شپه د ترينکوټ مرکز ګواښي.

له تېرې څه مودې راهيسې د روزګان ولايت امنيتي مسئولينو د عملياتو د پيل اعلان کړی خو د ځايي سرچينو په وينا تر اوسه يې په عملياتو کې هيڅ ډول پرمختګ نه ليدل کېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close