د روزګان په چرمستان کې طالب وسله والو د ملي امنیت په کاروان برید کړی دی

کابل ټکی کام ۱۹وږی/۱۳۹۴

راپور: احمدالله مهاجر

د روزګان ولایت څخه په ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي چې پرون سهار طالب وسله والو د چنارتو او چرمستان په سیمه کې د ملي امنیت کاروان تر برید لاندې راوست.

ځایي خلک وایي چې د ملي امنیت دغه کاروان د طالب وسله والو سره د مقاومت کولو لپاره د روزګان ولایت له ټرینکوټ څخه چرمستان او چنارتو ته روان وو، خو په لاره کې د طالب وسله والو سره په سخته جګړه کې ونښت، چې د یو څه مقاومت وروسته بېرته په شا وتښتېدل.

د برید په نتیجه کې د ملي امنیت یو کاماز موټر، یو رینجر او ۳ ټانګونه په مکمله توګه له منځه تللي، او د ملي امنیت ۲۰ تنه عسکر وژل شوي دي.

او یو رینجر موټر او نور مهمات طالب وسله والو ته لاسته ورغلي.

په جګړه کې یو طالب وسله وال هم وژل شوی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close