د روزګان په چهار چینو کې طالب وسله والو  ۸ امنیتي سرتیري وژلي دي

کابل ټکی کام ۲۰وږی/۱۳۹۴

راپور: احمدالله مهاجر

د روزګان ولایت له چهارچینو ولسوالۍ څخه په ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې بېګاه شپه طالب وسله والو د پیر جوتي سیمه کې د اربکیانو د دوو قمندانانو، (قمندان ماما او قمندان شیراغا)  قرارګاوې تر برید لاندې راوستې.

د جګړې په پایله کې دواړې قرارګاوې د طالب وسله والو لاسته لوېدلي دي.

او د یادو دواړو قمندانانو په شمول د ملي امنیت ۶تنه نور سرتیري وژل شوي دي.

او په قرارګاه کې له ملي امنیت څخه پاتې ګڼ شمېر مهمات طالب وسله والو له ځانه سره وړي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close