د روسيې اوترکيې ترمنځ اړيکې

کابل غږ

 په ۲۰۱۵کال کې د روسيې او ترکيې ترمنځ اړيکې يوڅه خړې شوې په دې کال کې د امريکې او روسيې ترمنځ که څه هم د اسلامي هېوادونو په خلاف دواړه هېوادونه  ؛ روسيه او امريکا يوه پاليسي لري ؛خو د خپلو خپلو ګټو په خاطر يې اړيکې په سوريه کې يو څه خرابې شوې. په سوريه کې امريکا او سعودي عرب د بشارالاسد د نظام د ړنګولو لپاره هڅې کوي ، غواړي د النصر جبهې او داعش په وسيله بشارالاسد د تل لپاره له واکه بې واکه کړي ؛ خو روسانو د سوريې د نظام ساتلو لپاره هرډول نظامي مرستې پېل کړې ، چې جنګي الوتکه  د ترکيې او سوريې په پوله يا د ترکيې هوايي ځواک په ادعا د ترکيې په خاوره کې د ترکيې د جيټ الوتکې  لخوا راوغوځول شوه . په دې پېښه د ترکيې او روسيي اړيکې يو څه خړې شوې . د روسیې جمهور رئيس

ولاديميرپوتنين پر ترکيه نيوکه وکړه ، چې دوی الوتکه يې د سوريې په خاوره کې راغورځولې ده ؛ اما د ترکيې هوايي ځواک ورته په ځواب کې په ترکيه کې د روسي الوتکي ، چې د ترکيې په خاوره کې داخله شوې وه اسناد ورکړل. روسي چارواکو په بيابيا ترکيې ته ويل ، چې ترکي مقامات بايد له روسيې نه د الوتکي د راغورځولو بښنه وغواړي ؛ خو د ترکيې هوايي پوځ تر اوسه بښنه نه ده ، وايي مونږ د خپلې خاورې دفاع کړې ده. مونږ هغه وخت په دې اراده د روسيې په الوتکه ګوزار نه دی کړی مونږ يوازي د خپلی خاورې د فاع کړيده.

تراوسه پوري د روسيې اوترکيې ترمنځ اختلافات په ځای پاتي دي ؛ خو روسيه د ترکيې پرخلاف ، چې د امريکا سره د ناټو په اتحاد کې شامله ده او په اوس وخت کې په سوريه کې د داعش په خلاف ښکاره مخالفت  نه کوي ، روسيه د داعش په خلاف دهغوی پر مرکزونو خپلو بمباريو ته دوام ورکوي . دا چې روسيې ترکيې ته د خپلې الوتکې د راغورځولو په مهال ويلي وو، د ترکيې دا عمل به ترخه نتايج ولري ؛ خو تر نن ورځې پورې روسيې د ترکيې په خلاف ، چې بدل ترې واخلي کوم اقدام نه دی کړی او نه ترکيې له روسيې بښنه غوښتې ده

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close