د روسيې سفارت: مسکو ناسته د افغانانو په نوښت جوړېږي؛ نه د مسکو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۱۴)

په کابل کې د روسيې سفارت د رويټرز اژانس هغه راپورونه رد کړی چې ويلي يې و ګواکې روسيه د افغان سياستوالو او طالبانو تر منځ په مسکو کې غونډه جوړوي.

د روسيې سفارت په يوې تازه خپرې کړې اعلاميې کې ويلي، چې مسکو کې د طالبانو او افغان سياستوالو ناسته په روسيه کې د ميشتو افغانانو په هلو ځلو جوړېږي؛ او مسکو پکې هيڅ رول نه لري.

اعلاميه زياتوي، په دغه ناسته کې به د روسيې د دولت هيڅ چارواکی او يا د نورو دولتونو استازي ګډون نه کوي.

ويل کېږي، په دغه ناسته کې به د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی، عطاءنور او يو شمير نور سياستوال هم برخه واخلي.

ټاکل شوې، چې دغه ناسته د سې شنبې په ورځ ترسره شي او په پام کې ده چې د طالبانو استازي په کې د یو شمېر افغان نا رسمي سیاسیونو او بانفوذه مشرانو سره خبرې وکړي.

يادې ناستې ته له وربلل شویو کسانو یو يې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، عطاء نور، رحمت الله نبیل او ځینې نور سياستوال هم شامل دي.

تر دې مخکې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر سرچينو د مسکو ناستې پخلی کړی خو تر اوسه يې په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close