د روسي سفیر د وژل کیدا په تړاو ۱۸کسیز روسی هیئت ترکیې ته ورغلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۳۰) زرغون خوږیاڼی
په ترکیه کې د وژل شوي روسي سفیر د پلټنو په اړه له روس ۱۸کسیز هیئت ترکیې ته ورغلی.
په ترکیه کې د روسيې د سفیر د وژل کیدا په تړاو د څیړنو لپاره له روسیې ۱۸ کسیز پلاوی ترکیې ته ورغلی دی.
ویل کیږي چې یاد پلاوی به له ترکیې سره د روسي سفیر د پلټنو په تړاو مرسته وکړي.
ترکي رسنیو ویلي، چې د برید په تړاو یې د بریدګر پولیس کورنۍ نیولې او تر څیړنو لاندې دي، دوی د پيښې د انګیزې په اړه پلتنه کوي، چې ددې پيښې تر شاه نور لاسونه شته که یوه تصادفي پيښه وه.
تیر ماښام په ترکیه کې د روسیې سفیر اندري کارلوف د انځورونو یوه نندارتون ته وینا کوله، چې دده ساتنې ته ګومارل شوي ترک پولیس پرې تومانچه راوباسله او د کمرو په مخکې یې په ډزو وویشتو.
بریدګر مولود مرت التین تاش نومیږي او ۲۲کاله عمر یې درلود، د ترکي چارواکو په وینا التین تاش له دوو کلونو راهیسې د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کوله.
بریدکوونکي پولیس د ډزو پر مهال د الله اکبر ناره کوي او روسي سفیر پرځمکه ګوذاروي، چې وروسته یې د خبریالانو کمرو مخې ته په خپلو کې وویل« سوریه وژغورئ، حلب وژغورئ».
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې یوه بیړنۍ غونډه وکړه او له ترکي سیال سره یې د تیلفون پرکښه خبرې وکړې، دواړه پر دې سلا شول چې له روسیې څخه د پلټنو په اړه یوه پلاوی ورواستوي.
غونډې ته پوتین وویل، چې په ترکیه کې د روس په سفیر وسله وال برید د روس ـ ترکیې د اړیکو د خرابولو او په سوریه کې د سولې په بهیر کې د خنډ رامنځته کولو په هدف ترسره شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې د ترهګرو پر ضد به جګړه نوره هم سخته کړي.