د روسیې جنګي الوتکه په مدیتراني سمندر کې لویدلې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۶) زرغون خوږیاڼی

د روسیې د هوايي ځواکونو «۳۳- sokhoi» ډوله جنګي جیټ الوتکه په سوریه کې له بمبار کولو وروسته د مدیتراني په سمندر کې غورځیدلې ده.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې د هوايي ځواکونو اړوند«۳۳- sokhoi» ډوله جنګي جیټ الوتکه په سوریه کې تر هوايي بریدنو وروسته په مدیتراني سمندر کې غورځيدلې ده.

د دفاع وزارت په وینا، یاده جنګي جیټ الوتکه د مدیتراني په سمندر کې د روسیې د الوتکو لیږدوونکې بیړۍ کې کښیناستله چې د ګړنديتوب له کبله په سمندر کې ولویدله او په اوبو کې ډوبه شوه.

د روسیې پوځ ویلي، د الوتکي د نسکورېدلو لامل د هغه لاین «کېبل» پرې کېدل و چي د الوتکو د سرعت د کمولو لپاره کارول کیږي.

د روسیې هوايي ځواک ویلي، چې د الوتکې پیلوټ ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

د روسیې هوايي ځواکونو خپلې د الوتکو لیږدوونکو بیړۍ په توسط خپلې الوتکې سوریې ته نږدې د مدیتراني سمندر ته

لیږلي تر څو له هغه ځایه په سوریه کې د بشار الاسد په پلوی په سني مسلمانانو بمونه ووروي، چې له دې مخکې هم ددوی یوه الوتکه په مدیتراني سمندر کې نسکوره شوې وه، چې لامل یې تخنیکي ستونزه بلل شوی و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close