د روسیې جنګي الوتکو په سوریه کې د داعش ډلې درې پوځي اډې له منځه وړي

کابل ټکی کام ۲۶لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د روسي خبري رسنیو د دفاع وزارت د ویاند (ایګور کوناشنکوف)په حواله خبر ورکړی دی چې د دوی پوځي الوتکو په سوریه کې د داعش ډلې درې اډې؛ حمص، حلب او الیب کې له منځه وړي دي.
 کوناشنکوف دغه څرګندونې تېره ورځ په ډاګه کړې.
ده همدا شان دا موضوع هم له رسنیو سره شریکه کړه چې په حمص ښار کې د داعش ډلې کومه پوځي اډه چې وجود لري هغه د ځمکې څخه لاندې ده.
دی وایی، «د داعش ډلې په حمص ښار کې یاده پوځي اډه دا نه چې دوی پکې وسلې او زېرمې ساتلې، بلکې د دوی د پناه اخیستلو ځای هم وو، او د قومندې مرکز یې وو.»
د یادونې وړ ده چې د سپټمبر له ۳۰مې نېټې څخه وروسته له هغه چې روسیې په سوریه کې د داعش ډلې پر پوځي اډو باندې بمبارۍ شروع کړې، د دغې ډلې ګڼې پوځي اډې یې له منځه وړي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close