د روهنګیایي مسلمانانو ناورین به کله پای مومي؟

میانمار ته د ملګرو ملتونو استازې، کریټن برګنر، ویلي چي د روهنګیایي مسلمانانو ناورین ختمېدل به اوږد وخت ونیسي.

 د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، هغې د ماینمار له دولته وغوښتل چې باید په سیمه کې اوضاع ته بدلون ورکړي او پرېږدي چې بنګله دېش ته مهاجر شوي روهنګیایي لږکي مسلمانان بېرته د دغه هیواد لوېدیځي اراکان سیمه کې خپلو کورونو ته ستانه شي.

نوموړې دا څرګندونې د میانمار په اړه د امنیت شورا له درې ساعته غونډې وروسته، چې په نیویارک کې د امنیت شورا په مقر کې جوړه شوې وه، ژورنالیستانو ته وکړې.

Image result for bangladesh rohingya

هغې د ملګرو ملتو مشرتابه ته په ټینګار سره وویل چې د میانمار پر حکومت باندې د نړیوالو بندیزونو لګولو مسؤلیت د امنیت شورا دنده ده. آغلې برګنر زیاته کړه چې د میانمار معضله زر نشي حل کېدای بلکې ډیر وخت به ونیسي.

هغې وویل چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې د میانمار له مشرې انګ سان سوچي سره درې ځله لیدنه کړې، لیدنې ګټورې وې ځکه چې سوچي هم دغه تریخ حقیقت درک کړی دی.

هغې وویل چې باید هغه تفاهم چې د ملګرو ملتونو او میانمار حکومت تر منځ په تېر جون کې وشو، چې له کبله به یې مهاجرینو ته بېرته خپلو کورونو ته د ستنېدو آسانتیاوې برابرې شي، باید عملي کړای شي.

نوموړې د ژورنالیستانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې که فرضا د میانمار حکومت د روهنګیایي مسلمانانو بېرته تګ ونه مني، وویل چې دا موضوع یواځې د میانمار حکومت پورې اړوند نه ده بلکې په دغه هیواد کې د مسلمانانو او بودایانو تر منځ د اړیکو پورې هم اړه لري.

Related image

د میانمار بودايي پوځ او ملېشو د تېر ۲۰۱۷ز کال د اګست له ۲۵مې نیټې څخه د دغه هیواد په آراکان سیمه کې د روهنګیایي مسلمانو لږکیو پر ضد د نسل ختمولو عملیات پیل کړي دي.

د دغو نسل ختمولو عملیاتو له امله نږدې اووه لکه روهنګیایي مسلمانان، چې 60٪ سلنه یې کوچني ماشومان تشکیلوي، له خپل هېواده تیښتې ته مجبور کړای شول او نږدې 9000 نور په ډېره بې دردۍ سره ووژل شول.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close