د روژۍ مسایل (۴۰مه برخه) – د اعتکاف په حالت کې دويم جومات ته د قرآن کريم اوريدو لپاره تګ –

د اعتکاف په حالت کې دويم جومات ته د قرآن کريم اوريدو لپاره تګ

پوښتنه : زيد تل (هميشه) د رمضان المبارک په اخيرنی عشره کې اعتکاف کوي، خو که بل جومات ته په تراويح کې د قرآنکريم آوريدو لپاره ولاړ شي، آيا دا روا دي او که نه؟.

ځواب : که چيرته د اعتکاف کولو په وخت کې همداسې نيت وکړي چې زه به د قرآنکريم آوريدو لپاره ځم نو دا روا دي ([1]).

د اعتکاف د قضاء حکم

پوښتنه : (۱) که چيرته د رمضان المبارک په اخيرنی عشره کې د کومې ورځې اعتکاف مات کړی شي، آيا د همدغې ورځې د اعتکاف قضائي راوړل ضروري دي او که د ټولې عشرې؟.

(۲) که چيرته د کوم عذر له امله نفلي اعتکاف مات کړی شي او له جومات څخه د باندې ووځي، آيا په هغه باندې قضائي شته او که نه؟ که چيرته شته نو د هومره ورځو په نيت د هغه قضائي راوړل ضروري دي او که د يوې ورځې او يوې شپې؟.

ځواب : (۱) د رمضان المبارک مياشتې په اخيرنی عشره کې چې د کومې ورځې اعتکاف مات کړی شي، نو د اصح قول مطابق يوازې د همغې ورځې د اعتکاف قضائي راوړل له مستقل روژې سره ضروري دي.

(۲) د نفلي اعتکاف هيڅ قضائي نشته ([2]).

د اعتکاف فايدې

پوښتنه : د اعتکاف يو څو فايدې راته بيان کړه؟

ځواب : په اعتکاف کې دا فايدې دي.

(۱) اعتکاف کونکي ټول بدن او ټول وخت د خدای تعالی د عبادت لپاره وقف کړی وي.

(۲) د دنيا له مشکلاتو او له ډيرو ګناهونو څخه ساتل شوی وي.

(۳) د اعتکاف په حالت کې هغه ته هر وخت د لمانځه ثواب ورکول کيږي، ځکه چې له اعتکاف څخه اصل مقصود دا ده چې معتکف هر وخت د لمانځه او جماعت په انتظار او اشتياق کې ناست وي.

(۴) د اعتکاف په حالت کې معتکف له فرښتو سره يو رنګه کيږي، ځکه چې دی هم هر وخت د فرښتو په څير په عبادت، تسبيح او ستاينه کې بوخت وي.

(۵) جومات چونکه د خدای تعالی کور دی ځکه خو معتکف د خدای تعالی ګاونډي بلل کيږي، بلکې د هغه  د کور ميلمه وي ([3]).

د نابالغ اعتکاف

پوښتنه : که يو نابلغ هلک اعتکاف کوي حکم يې څه دی؟.

ځواب : که هغه اعتکاف وکړي هغه ته هم ثواب ورکول کيږي ([4]).

په هغه جومات کې اعتکاف کول چې په دکانونو دپاسه جوړ شوی وي

پوښتنه : کوم جومات چې په بازار کې د دکانونو په چت باندې جوړ شوی وي او خلک په هغه کې پنځه وخته لمونځ کوي، آيا په هغه کې د اعتکاف لپاره کيناستل پکار دي او که نه؟.

ځواب : کوم جومات چې په (مملوک غير موقوف) دکانونو باندې جوړ شوی وي هغه عرفي جومات دی شرعي جومات نه دی، پس په همدې ډول جومات کې اعتکاف کول صحي نه دي ([5]).

د معتکف لپاره په جومات کې د باد پريښودو حکم

پوښتنه : که چيرته معتکف ته د باد پريښودو(پسکۍ اچولو) ضرورت پيښ شي هغه ته څه کول پکار دي؟ آيا په جومات کې يې پريږدي او که له جومات څخه ووځي او بيا يې پريږدي؟.

ځواب : ښه خبره دا ده چې له جومات څخه د باندې ووځي او بيا يې پريږدي ([6]).

معتکف ته بل جومات ته د تقرير لپاره تګ

پوښتنه : آيا معتکف له خپل جومات څخه د باندې بل جومات ته د تقرير کولو لپاره تللای شي که نه؟ کله چې هغه په خپل دليل کې وايي چې همدغه تقرير کول له اعتکاف څخه بهتر دي؟.

ځواب : که چيرته خپل جومات پريږدي او بل جومات ته ولاړ شي نو اعتکاف يې ختميږي ([7]).

د معتکف لپاره له جومات څخه د باندې د لمانځه کولو حکم

پوښتنه : د جومات مخته چې کوم صحن ده، په کوم کې چې د ګرمي په موسم کې د ماښام او ماسخوتن لمنځونه اداء کيږي، خو همدغه ځای نه خلک په جومات کې داخل ګڼي او نه يې د جومات په څير حرمت کوي، او د جومات د باني (جوړونکي) له طرز العمل څخه هم له جومات څخه د باندې معلوميږي، کله چې په همداسې ځای کې جماعت کيږي نو معتکفين د فرض لمانځه او تراويح لپاره همداسې ځای ته راتللای شي که نه؟.

ځواب : کله چې د جومات د باني (جوړونکي) په طرزالعمل سره همدغه ځای له جومات څخه د باندې وي نو معتکفين په همداسې ځای کې لمونځ نشي کولای، که نه نو اعتکاف يې باطليږي ([8]).

اعتکاف په څو ډوله دی

پوښتنه : اعتکاف په څو ډوله دی؟

ځواب : په دری ډوله دی.

(۱) واجب.

(۲) سنت مؤکده.

(۳) مستحب ([9]).

د اعتکاف لپاره په ګرم موسم کې يخې سيمې ته د تلو حکم

پوښتنه : د ګرمي له تکليف څخه د بچ کيدا لپاره د اعتکاف لپاره يخو سيمو ته د سفر کولو شرعاً اجازه شته او که نه؟ کله چې د ګرمي د سختوالي له امله معمولات په کافي اندازه متاثره کيږي، همدارنګه د همدغه سفر په غوره کولو کې د روژه ماتي او پيشمني لپاره هوټل ته د تلو اجازه شته او که نه؟.

ځواب : واضحه دې وي چې د روژې يا د اعتکاف لپاره يخو سيمو ته سفر کول نه مطلوب شرعي دي او نه ممنوع شرعي دي، بلکې مباح دي، همدارنګه واضحه دې وي چې کوم معتکف خادم ونلري نو هغه د خورد او نوش لپاره کور يا بل ځای ته تللی شي، خو د (اصل مشهور الضروري يقدر بقدر الضرورة) په بناء دې خوراک يا بل شی دې جومات ته راوړل شي او ودې خوړل شي ([10]).

په داسې جومات کې اعتکاف چې د شپې کولو اجازه پکې نه وي

پوښتنه : يو جومات په سرکاري (حکومتي) احاطه کې ده، يوازې د لمانځه او آذان کولو اجازه شته، د شپې تيرولو اجازه پکې نشته، نو په داسې صورت کې اعتکاف کيږي او که نه؟.

ځواب : هر کله چې هلته د شپې تيرولو اجازه نشته نو اعتکاف څرنګه پکې کيدلای شي ([11]).

کوم جومات چې وقف نه وي په هغه کې اعتکاف کول

پوښتنه : کوم جومات چې وقف نه وي په هغه کې د رمضان المبارک اعتکاف کول روا دي که نه؟.

ځواب : اعتکاف بايد په وقف کړی شوي جومات کې وکړی شي ([12]).

ليلة القدر

له حضرت عائشة رضی الله عنها  څخه روايت دی فرمايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل : د قدر شپه د رمضان المبارک د اخيرنی عشرې (اخيرنيو لسو ورځو) په طاق شپو کې ولټوئ ([13]).

ليلة القدر : همدغې شپې ته )ليلة القدر( له دې امله ويل کيږي دا چې قدر په معنی د تعظيم سره ده، لکه څرنګه چې د قرآنکريم په آيت کې دي )وَمَاقَدَرُو اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ( او ښکاره ده چې همدغه شپه د ډير عظمت لرونکې شپه ده، چونکه په همدغه شپه کې د قرآنکريم نزول شوی، همدارنګه په همدغه شپه کې ملائکې زمکې ته را ښکته کيږي او د لمر تر راختو پورې د الله تعالی  له لوري د امن، سلامتيا، خير او برکت، د رحمت او مغفرت باران وي.

يو شمير حضراتو د قدر معنی په تضييق سره بيان کړې، لکه په دې آيت مبارکه چې دي )وَمَنْ قُدِرَ عَلَيْهِ رِزْقُه( د همدغې معنی په لحاظ همدغې شپې ته ليلة القدر له دې امله ويل کيږي چې له تضييق څخه مراد يا اخفاء ده، يعنې د همدغې شپې تعين د خلکو له علم څخه پټ ساتل شوی، او يا تضييق په معنی د تنګي سره ده، چونکه په همدغه شپه کې په ډير زيات شمير کې ملائکې زمکې ته را کوزيږي او د ملائکه ؤ د همدغه کثرت له امله زمکه تنګه شي.

او يو شمير حضراتو ويلي چې همدغې شپې ته ليلة القدر له دې امله ويل کيږي چې په همدغه شپه کې د ټولو بندګانو رزق، د هغوی ژوند او مرګ، او هغه پيښې او شيان کوم چې په ټول کال کې مخته راتلونکي وي هغه ټول په همدغه شپه کې ليکل کيږي، د قرآنکريم په دې آيت کريمه کې فرمايل شوي )فِيْهَا يُفْرَقُ کُلُّ اَمْرٍ حَکِيْم( ([14]).

علامه نووي  رحمه الله  د ليلة القدر متعلق ليکلي ([15]) ليلة القدر د کال په ټولو شپو کې بهترينه شپه ده، او دا چې ليلة القدر به تر قيامته پورې وي او دا د امت محمدي له ځانګړتياوو څخه ده، پخوانيو امتونو ته د همدغې شپې فضيلت او خصوصيت حاصل نه وو، لکه څرنګه چې د سورة قدر له شان نزول څخه معلوميږي، لکه چې ابن کثير له ابن ابي حاتم څخه يو روايت نقل کړی چې يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم  د بني اسرائيلو د څلورو کسانو يادونه وکړه چې هغوی تر اتيا کلونو پورې د الله تعالی  داسې عبادت وکړ چې د سترګو د رپ په اندازه يې هم د الله تعالی  نافرماني ونکړه او هغه څلور کسان دا دي : حضرت ايوب ، حضرت زکريا ، حضرت حزقيل بن العجوز  او حضرت يوشوع بن نون ، دا يې چې واوريدل نو صحابه کرامو  ډير زيات تعجب وکړ، حضرت جبرئيل  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته تشريف راووړ او وې فرمايل : اې محمد صلی الله عليه وسلم  ! ستا امت د هغو حضراتو د اتيا کلونو په عبادت او په دومره اوږده موده کې د يوې لمحې لپاره هم د الله تعالی  په نافرماني نکولو باندې تعجب کړی، نو الله تعالی  له هغه څخه بهتر په تاسو باندې را نازل کړ، چې بيا يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم  پر وړاندې د )اِنَّا اَنْزَلْنَاهُ فِيْ لَيْلَةِ الْقَدْرِ( سورت ولووست، د کوم په ذريعه چې دا عظيم الشان زيری ورکړی شو چې ليلة القدر کومه چې تاسو صلی الله عليه وسلم  ته او ستاسو صلی الله عليه وسلم  امت ته ورکړی شوه له هغه څه څخه بهتره ده د کوم لپاره چې تاسو صلی الله عليه وسلم  او د ستاسو صلی الله عليه وسلم  امت متعجب او متمني دي، په همدغه لوی سعادت او زيري باندې رسول الله صلی الله عليه وسلم  او صحابه کرام  ډير زيات خوشحاله شول ([16]).

د ليلة القدر په تعين کې ډير سخت اختلاف پيدا شوی، تر دې چې حافظ ابن حجر  رحمه الله  پنځوسو ته نږدې قولونه ذکر کړي ([17]) چې ليلة القدر له رمضان سره خاص ده او که له رمصان المبارک پرته په نورو شپو کې هم پيدا کيدلای شي، بيا که چيرته له رمضان المبارک سره خاص وي نو آيا په ټول رمضان کې پيدا کيدلای شي او که د رمضان المبارک په اخيرنی عشره کې، او که چيرته په اخيرنی عشره کې ده بيا په کومه نامعلومه شپه کې ده او که په کومه ځانګړې شپه کې ده، په روايتونو کې د اوه ويشتمې شپې او يو ويشتمې شپې ذکر له خصوصيت سره راغلی، بهر حال د جمهورو قول دا ده چې هغه د رمضان المبارک په اخيرنی عشره کې اوه ويشتمه شپه ده ([18]) او د امام ابو حنيفة  رحمه الله  يو قول هم د دې مطابق دی ([19]).

د ليلة لقدر په پټوالي کې علماء کرامو څو حکمتونه بيان کړي، لومړی دا چې د هغې په لټون کې کوشش وکړی شي، که چيرته يوه شپه معلومه کړی شوې وای نو خلکو به په هغې باندې اکتفاء کولای او د پاتې نورو ورځو اهتمام به يې بيخي پرې ايښی وو، او د پټوالي په صورت کې په دې احتمال باندې چې شايد نن د قدر شپه وي شايد نن د قدر شپه وي په ډيرو شپو کې د عبادت کولو توفيق ورته نصيب کيږي.

دويم دا چې ډير شمير خلک داسې دي چې له معاصيو پرته هغوی ژوند نشي کولای، د تعين په صورت کې که چيرته د معلوميدو با وجود کوم کس د ګناه کولو جرئت کولای نو سخت انديښمن کيده به.

دريم دا که د تعين په صورت کې که چيرته له يو چا څخه اتفاقاً همدغه شپه تيره شوې وای نو په راتلونکو شپو کې به يې د آفسوس او غم له امله بيا په هيڅ شپه کې هم راپورته کيدل په نصيب شوي نه وای ([20]).

په دې هکله په آپکې مسايل کې ليکل شوي :

له حضرت انس  څخه روايت دى چې رمضان المبارک راغى نو رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل : بيشکه دا مياشت په تاسو باندې راغله او په دې کې يوه داسې شپه ده کومه چې له زرو مياشتو بهتره ده، کوم کس چې له همدغې شپې څخه محروم پاتې شي، هغه له هر خير څخه محروم پاتې شو، او د هغې له خير څخه هيڅ کس محروم نه پاتې کيږي، پرته له بد قسمته.

له حضرت عائشة رضی الله عنها  څخه روايت دى چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل : ليلة القدر د رمضان المبارک په طاقو شپو کې ولټوئ.

له حضرت انس  څخه روايت دى چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل : کله چې ليلة القدر راشي نو حضرت جبرئيل  له يوې ډلې فرښتو سره را نازل شي او هر بنده کوم چې په ولاړه يا په ناسته د الله تعالى  ذکر کوي (په دې کې تلاوت، نفلونه او تسبيح ټول شامل دي، لنډه دا چې په هره طريقه په ذکر او عبادت کې مشغول وي) د هغه لپاره د رحمت دعاګانې کوي ([21]).

کومې خبرې په اعتکاف کې جائز دي

پوښتنه : کومې خبرې په اعتکاف کې جائز دي؟

ځواب : په جومات کې خوراک، څښاک، خوب يا د ضرورت وړ شی اخيستل په دې شرط چې په جومات کې نه وي او د نکاح کول ورته روا دي ([22]).

ښځې ته له اعتکاف دمخه له ميړه څخه اجازه اخيستل ضروري دي

پوښتنه : ښځې ته په مسنون اعتکاف کې له کيناستو دمخه له ميړه څخه اجازه اخيستل ضروري دي که نه؟.

ځواب : هو ! هغې ته له ميړه څخه د اجازه اخيستل ضروري دي، او که چيرته ميړه يو ځل اجازه ورکړي وروسته بيا د هغه لپاره د منع کولو ګنجايش نشته ([23]).

د اعتکاف په حالت کې د اخبار لوستل او د راډيو خبرونه آوريدل

پوښتنه : که يو کس په اعتکاف کې ناست وي، او د اعتکاف په حالت کې اخبار او رساله ګوري، همدارنګه که د خبرونو آوريدو لپاره له ځان سره راډيو هم ساتي، آيا داسې کول د هغه لپاره روا دي او که نه؟.

ځواب : همدغه شيان د اعتکاف له آدابو څخه خلاف امور دي، د معتکف لپاره د تلاوت او نفلونو ډيروالی او د ديني مسايلو مطالعه کول پکار دي ([24]).

په دې هکله په خير الفتاوی کې ليکل شوي :

پوښتنه : معتکف اخبار لوستلای شي او که نه؟.

ځواب : په اخبار کې عکسونه وي، لهذا جومات ته يې راوړل روا نه دي، هيڅکله دې جومات ته نه راوړل کيږي، همدارنګه په زياتره اخبارونو کې بې ګتې (فضول) شيان وي، لهذا له هغه څخه پرهيز کول لازمي دي ([25]).

مسئله : په اعتکاف کې د خوراک څښاک همغه حکم دی کوم چې د ټولو روژه دارو لپاره دی، خو له ښځو سره د مباشرت کولو په معامله کې جلا دی، چې دا په شپه کې هم ورته روا نه ده ([26]).

الله تعالی ‘ فرمايي :

)وَلَاتُبَاشِرُوْهُنَّ وَاَنْتُمْ عَکِفُوْنَ فِی الْمَسَجِدِ( ([27]).

ژباړه : او مه نږدې کيږئ ! ښځو ته (په جماع سره) حال دا چې تاسې معتکفان يی په جوماتونو کې.

يعنې په روژه کې د شپې له مخې د مباشرت اجازه شته، خو د اعتکاف په شپو کې په شپه او ورځ په هيڅ وخت کې بايد چې خپلې ښځې ته ور نږدې نشي، په جوماتو کې وي او که د باندې وي ([28]).

([1]) فتاوی دارالعلوم ديوبند، ج : ۶، ص : ۳۱۶، بحواله : عالمګيري مصري، کتاب الصوم، باب سابع، ج : ۱، ص : ۱۹۹.

([2]) فتاوی عباد الرحمن، ج : ۳، ص : ۲۳۱، بحواله : ردالمحتار، ج : ۲، ص  ۴۴۴، الدرالمختار، ج : ۲، ص : ۴۴۴.

([3]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٧٥.

([4]) فتاوی محموديه، ج : ۱۰، ص : ۲۲۳، بحواله : بدائع الصنائع، ج : ۳، ص : ۵، فصل شرايط صحته، وکذا فی حاشية الطحطاوي علی مراقی الفلاح، ص : ۷۰۰، باب الاعتکاف، وکذا فی ردالمحتار علی الدرالمختار، ج : ۲، ص : ۴۴۰، باب الاعتکاف.

([5]) فتاوی فريديه، ج : ۴، ص : ۱۹۱، بحواله : البحر الرائق، ج : ۵، ص : ۲۵۱، فصل في احکام المساجد، کتاب الوقف.

([6]) امداد الاحکام، ج : ۲، ص : ۱۳۱، بحواله : عالمګيري، ج : ۲، ص : ۲۱۵.

([7]) آپکي مسايل اور انکا حل، ج : ۴، ص : ۶۲۷ – ۶۲۸، بحواله : الدرالمختار مع الردالمحتار، ج : ۲، ص : ۴۴۷، فتاوی قاضي خان علی هامش الهندية، باب الاعتکاف، ج : ۱، ص : ۲۲۱ – ۲۲۲، فتاوی عالمګيري، ج : ۱، ص : ۲۱۲، باب الاعتکاف.

([8]) امداد الاحکام، ج : ۲، ص : ۱۴۲.

([9]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٧٦.

([10]) فتاوی فريديه، ج : ۴، ص : ۱۹۴، بحواله : ردالمحتار هامش الدرالمختار، ج : ۲، ص : ۱۴۶، باب الاعتکاف، شرح المجلة للاتاسي، ج : ۱، ص : ۵۶، المادة ۲۲.

([11]) فتاوی محموديه، ج : ۱۰، ص : ۲۲۴، بحواله : الدرالمختار، باب الاعتکاف، ج : ۲، ص : ۴۴۰ – ۴۴۱، د ټولو شرعي احکامو لپاره خپل خپل ځای معلوم دی، مګر کله چې محل صالح نه وي نو احکام شرعيه متعذر کيږي، لکه چې د نذري روژه لپاره له رمضان پرته ټول کال صالح دی، مګر که چيرته يو څوک د رمضان په مياشت کې د روژه نذر مني نو دا صحي نه دی، ځکه چې د رمضان مياشت د نذري روژه لپاره محل نه دی، همدا رنګه کله چې په جومات کې د شپې تيرولو اجازه نه وي، نو هغه هم د اعتکاف لپاره محل نه دی، ځکه چې په اعتکاف کې د ورځې په څير د شپې تيرول هم په جومات کې ضروري دي.

([12]) فتاوی محموديه، ج : ۱۰، ص : ۲۲۶، بحواله : روح المعاني، ج : ۲، ص : ۶۸، ابوداؤد، کتاب الصوم، اين يکون الاعتکاف، ج : ۱، ص : ۳۳۴، ردالمحتار، کتاب الصوم، باب الاعتکاف، ج : ۲، ص : ۴۴۱.

([13]) مکشوة المصابيح، حديث نمبر : ۲۰۸۳.

([14]) فتح الباري، ج : ۴، ص : ۲۵۵.

([15]) المجموع شرح المهذب، ج : ۶، ص : ۴۴۷ – ۴۴۸.

([16]) تفسير ابن کثير، ج : ۴، ص : ۵۳۰.

([17]) د همدغه قولونو او د ليلة القدر متعلق د زيات تفصيل لپاره وګوری فتح الباري، ج : ۴، ص : ۲۵۵ – ۲۶۹.

([18]) فتح الباري، ج : ۴، ص : ۲۶۶

([19]) فتح الباري، ج : ۴، ص : ۲۶۴.

([20]) نفحات التنقيح فی شرح مشکوة المصابيح، ج : ۳، ص : ۲۸۶ – ۲۸۸.

([21]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٥٠٣، بحواله : الترغيب والترهيب، ج : ٢، ص : ٩٩، مشکوة المصابيح، کتاب الصوم، باب ليلة القدر، الفصل الاول، ص : ١٨١، مشکوة المصابيح، کتاب الصوم، باب ليلة القدر، الفصل الثالث، ص : ١٨٢.

([22]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٨٠.

([23]) فتاوی عباد الرحمن، ج : ۳، ص : ۲۳۲، بحواله : الهندية، ج : ۱، ص : ۲۱۱، شامي، ج : ۲، ص : ۴۴۱.

([24]) فتاوی فريديه، ج : ۴، ص : ۲۰۲، بحواله : فتاوي عالمګيرية، ج : ۱، ص : ۲۱۲، الباب السابع فی الاعتکاف، الدر المحتار علی هامش الردالمختار، ج : ۲، ص : ۱۴۷، باب الاعتکاف.

([25]) خير الفتاوی، ج : ۴، ص : ۱۳۴.

([26]) معارف القرآن، ج : ۱، ص : ۴۵۶.

([27]) البقرة، آية : ۱۸۷.

([28]) تفسير کابلی، ج : ۱، ص : ۱۴۲، چاپ سعودي عربستان.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close