د روژې مسائل (څلورمه برخه)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

يوه پوښتنه او د هغې ځواب

پوښتنه دا ده چې ټول عبادتونه د الله تعالی جل جلاله لپاره دي، او الله تعالی جل جلاله په هغه باندې اجر ورکوي، بيا د روژې متعلق په ځانګړې توګه داسې ولې وويل شول )الصوم لی وأنا آجزي به(؟.

علماء کرامو د دې مختلف ځوابونه ورکړي، يو دا چې د روژې همدغه خصوصيت يا له دې امله دی چې په دې کې رياء لره هيڅ دخل نشي کيدلای، ځکه چې دا يو داسې عمل دی د کوم علم چې له الله تعالی جل جلاله پرته يوازې روژه دار لره دی، او د نورو خلکو له نظرونو څخه روژه پټه شوې ده، پرته له نورو عبادتونو ځکه چې په هغو کې همدغه صفت نشته دی.

يا دا مطلب دی چې )الصوم أحب العبادات الی وأنا أجزي به، يعنې أنا منفرد بعلم أجره وثوابه بخلاف غيره من العبادات فانه قد يطلع عليها غيري( يعنې دا کنايه ده د اجر او ثواب له زياتوالي څخه، په دې ډول چې د نورو عبادتونو په اجر او ثواب باندې نور خلک خبريږي لکه په همدغه حديث شريف کې ويل شوي چې )يضاعف الحسنة بعشر امثالها الی سبع مائة ضعف( خو د روژې د اجر او د ثواب د اندازې تعين نه دی شوی، يوازې دومره ويل شوي چې )وأنا أجزي به( چې زه د هغې اجر او ثواب ورکوم، مطلب دا ده چې د اندازې (مقدار) له تعين پرته ډير ثواب ورکووم.

يا دا ويل کيږي چې اضافت يوازې د شرافت لپاره دی، که نه نو ټول عبادتونه د الله تعالی جل جلاله لپاره دي، لکه څرنګه چې ټول کورونه الله تعالی لره دي، مګر شرافةً کرامةً کعبې شريفې ته بيت الله ويل شوي دي.

دا هم ويل کيدلای شي چې د جماع، خوراک څښاک پريښودو له امله روژه دار ته له الله تعالی جل جلاله سره ډير مناسبت او مشابهت حاصليدلای شي، په دې ډول لکه څرنګه چې الله تعالی جل جلاله له خوراک څښاک څخه منزه دی، همدارنګه روژه دار هم په ورځ کې خپل ځان له دنيوي خواهشاتو څخه ليرې ساتي، نو له همدې امله )الصوم لی( ويل شوي دي ([1]).

او دا هم ويل شوي دي چې روژه داسې عبادت دی کوم چې د غير الله لپاره نشي نيول کيدای، پرته له نورو عبادتونو چې هغه د غير الله لپاره هم غوره کيدلای شي.

)وأنا اجزي به( که په )أنا أجزي به( کې )أَجْزِي( معروف وويل شي نو مطلب دا ده چې زه د روژې عوض (بدله) ورکووم، او که چيرته )أُجزي( مجهول وويل شي نو مطلب دا ده چې زه په خپله د روژې په سبب د روژه دار لپاره يم، زما خصوصي رضاء هغه ته حاصله شوې کومه چې د حق تعالی جل جلاله په ټولو نعمتونو کې انتهائي عظيم الشان نعمت دی.

)ولخلوف فم الصائم( خلوف د روژه دار د خولې بوی ته ويل کيږي، کومه چې د معدې له امله پيدا شوی وي.

)والصيام جُنة( )الجُنّة( د جيم په ضمه او د نون په تشديد د ډال په معنی سره دی.

يو شمير حضراتو ويلي چې روژه ډال دی له ګناهونو څخه د بچ کيدا لپاره، له دې امله چې روژه په روژه دار شهوتونه پريږدي او هغه کمزوری کوي.

او يو شمير حضراتو ويلي چې روژه ډال دی د جهنم له اور څخه د بچ کيدا لپاره، له دې امله چې د روژې نام )امساک عن الشهوات( دی )والنار محفوفة بالشهوات( ([2]) خو د دواړو قولونو مآل يو دی.

)فلا يرفث( يعنې د روژې په حالت کې دې فحش خبرې نکوي )ولايصخب( د دې معنی دا ده چې نه دې په بيهودګي سره خپل آواز پورته کوي ([3]).

د روژې د ثواب په هکله او د حضرت ابو هريرة رضی الله عنه د دغه روايت شوي حديث په هکله )قال رسول الله  صلی الله عليه وسلم: کل عمل ابن آدم يضاعف الحسنة بعشر امثالها الی سبع مائة ضعف قال الله تعالی الا الصوم فانه لي وانا اجزي به الخ(  ([4]).

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : د بني آدام د هر نيک عمل ثواب زياتيږي په دې ډول چې د يوې نيکی ثواب له لسو نيولې تر اوه سوه پورې وي، او الله تعالی جل جلاله فرمايي مګر روژه : ځکه چې هغه زما لپاره ده او زه د هغې اجر ورکوم الخ، په مظاهر حق کې يې داسې تشريح ليکل شوې :

د نيک عمل د اجر په سلسله کې ادنی (کمه) درجه لس ده، چې نيکي يوه وي مګر ثواب يې لس چنده ورکول کيږي، بيا له دې وروسته د نيک عمل کونکي په صدق او خلوص باندې انحصار دی، چې د هغه رياضت، مجاهده او د هغه خلوص او صدق چې په نيت کې څومره پوخ او پوره وي په هومره اندازه يې په ثواب کې زياتوالی کيږي، تر دې چې په ځينو وختونو کې په يوه نيکي باندې تر اوه سوه چنده ثواب ورکول کيږي، ګوا که دا اخيرنی درجه ده، مګر يو شمير وختونه او ځايونه داسې هم دي چيرته چې د يوې نيکی په کولو سره له دې څخه هم زيات اجر او ثواب ورکول کيږي، چنانچه معقوله ده چې په مکه مکرمه کې د يوه نيک عمل په عوض کې يو لک نيکی ليکل کيږي.

او د حضرت ابو هريرة رضی الله عنه په روايت کې د الله تعالی جل جلاله په دې ارشاد شوي لفظ )الا الصوم( سره د روژې د ثواب، اهميت او فضيلت لوري ته اشاره شوې، چې د روژې ثواب بې انتهاء او لا محدود دی، د کوم په اندازه چې له الله تعالی جل جلاله پرته بل هيڅوک نه پوهيږي.

د روژې دومره ډير فضيلت ولې دی؟ د روژې د ثواب او د هغې د فضيلت او اهميت دوه سببونه دي :

لومړی دا چې روژه د نورو خلکو له نظرونو څخه پټه وي، پرته له نورو عبادتونو چې په هغو کې دا صفت نشته، چې څه ډول عبادت هم وي نو په څه نا څه ډول نورو خلکو ته په نظر ورځي، او روژه يو داسې عبادت دی د کوم علم چې له الله تعالی جل جلاله پرته يوازې روژه دار لره وي، لهذا روژه يوازې د الله تعالی جل جلاله لپاره وي چې په دې کې رياء او نمايش لره هيڅ برخه نه وي، لکه د حضرت ابو هريرة رضی الله عنه په حديث کې د الله تعالی جل جلاله له لوري په ارشاد شوي لفظ )فانه لی( په ذريعه همدې لوري ته اشاره شوې چې روژه خاص زما لپاره ده، ځکه چې روژه صورتاً د خپل ځان لپاره وجود نلري، او نور عبادتونه صورتاً د خپل ځان لپاره وجود لري.

دويم دا چې په روژه کې نفس کشي، د جسم او بدن کمول او نقصان دی، همدارنګه د روژې په حالت کې انتهائي د تکليف صورتونه د لوږې او تندې له امله پښيږي او په هغو باندې صبر کول کيږي، او په نورو عبادتونو کې نه همدومره تکليف شته او نه په خپل خواهش او طبعيت باندې همدومره جبر، په روايت کې په دغه ارشاد )يدع شهوته( سره همدې لوري ته اشاره شوې چې روژه دار خپل خواهش پريږدي، يعنې دروژې په حالت کې چې کوم شيان منع شوي روژه دار له ټولو څخه ځان ساتي.

په روايت کې له )شهوته( څخه وروسته )طعامه( لفط راغلی دا د تخصيص بعد تعميم په ډول دی، يا دا چې له شهوت څخه جماع مراد ده او له طعام څخه له جماع پرته نور هغه شيان مراد دي په کومو سره چې روژه ماتيږي.

د روژه ماتي په وخت کې روژه دار ته خوشحالي له دوو وجهو کيدلای شي، يا له دې امله چې دا هغه وخت وي کله چې روژه دار خپل ځانته د خپل رب العزت جل جلاله حکم او له خپلې ذمه واري څخه خپله ذمه بری محسوسه کړي، يا دا چې هغه د عبادت په توفيق او د هغه په نورانيت سره خپل ځان مطمئن او مسرور (خوشحاله) محسوس کړي، کوم چې ښکاره د خوشحالي سبب دی، له دې پرته په دنيوي او جسماني ډول هم هغه ته خوشحالي محسوسيږي، داسې چې ټوله ورځ له لوږې او تندې وروسته خوراک او څښاک ورته پيدا شي.

د روايت د اخيرنی جملې معنی دا ده چې که چيرته يو څوک روژه دار ته بد رد ويل وغواړي يا له هغه سره جګړه کول وغواړي نو روژه دار ته پکار دي چې همداسې کس ته دې انتقاماً بد رد نه وايي او نه دې له هغه سره جګړه کوي، بلکې روژه دار دې ورته ووايي چې زه روژه دار يم، او دا خبره دې يا په ژبې سره وکړي تر څو چې دښمن له ناپاکو ارادو څخه لاس واخلي، ځکه کله چې روژه دار خپل مقابل ته دا ووايي چې زه روژه دار يم نو د دې مطلب دا ده : دا چې زه روژه دار يم نو له همدې امله زما لپاره روا نه ده چې زه له تا سره جګړه وکړم، او کله چې زه په خپله جګړې کولو ته اماده نيم نو ستا لپاره هم دا مناسب نه ده چې په همداسې صورت کې ته له ما سره جګړې کولو ته اراده وکړې، ځکه چې داسې کول له اصولو خلاف دي، ښکاره ده چې همداسې انداز به دښمن ديته مجبور کړي چې هغه له خپلو غلطو ارادو څخه را وګرځي.

يا د دې معنی دا ده چې زه چونکه روژه دار يم نو ځکه په دې وخت کې ستا لپاره د ژبې اوږدول مناسب نه دي، ځکه چې زه د الله تعالی په ذمه او د هغه جل جلاله په حفاظت کې يم.

يا دا چې په همداسې موقع باندې دې روژه دار په خپل زړه کې دا ووايي چې زه روژه دار يم، زما لپاره دا خبره مناسب نه ده چې زه د روژې په حالت کې له چا سره جګړه وکړم يا په خپله ژبه بد ويل وکړم.

د لفظ )الا الصوم( په سلسله کې حضرت مولنا شاه عبد العزيز دهلوي رحمه الله ليکلي : د حديثو يو شمير شارحينو په دې موقع ويلي مونږ ته دا معلومه نه ده چې د روژې همدغه خصوصيت د کوم لامل له امله دی؟ مګر په مونږ باندې دا خبره واجب او لازمه ده چې پرته له کوم شک (چون چرا) مونږ د دې تصديق وکړو، هو ! يو شمير محقيقينو دهمدغه خصوصيت يو شمير اسباب بيان کړي، لکه يو شمير حضراتو چې ويلي : روژه يو داسې عبادت دی کوم چې د جاهليت په ورځو کې هم د اهل عربو په نزد يوازې د الله تعالی جل جلاله د ذات لپاره ځانګړی وه، يعنې څه ډول چې کفارو او مشرکينو سجده او نور څه له الله تعالی جل جلاله پرته د نورو شيانو لپاره هم کړي وه، همدارنګه هغوی په روژه کې هم له الله تعالی جل جلاله پرته هيڅ شی شريک کړي نه وه، بلکې روژه يې يوازې د الله تعالی جل جلاله لپاره نيولې وه.

همدا ډول د همدغې نکتې په ذريعه د همدغه خصوصيت لوري ته اشاره کيدلای شي چې په اصل حقيقت کې کوم کس چې روژه نيولې وي او يوازې د الله تعالی جل جلاله د رضا او خوشنودي په خاطر يې خپل خوراک څښاک او نور خواهشات پرې ايښي وي نو هغه يو ډول پاکوالی حاصلوي او ګوا که چې په همدې باره کې د باري تعالی په اوصافو او خلق سره مشابهت غوره کوي، په دې ډول لکه څرنګه چې الله تعالی جل جلاله له خوراک څښاک څخه منزه او پاک دی، همدا رنګه دی هم په ورځ کې له خپلو دنيوي خواهشاتو څخه پاک ساتل شوی وي، لهذا په همدې سبب سره روژې ته همدغه خصوصيت حاصل دی ([5]).

([1]) التعليق الصبيح، ج : ۲، ص : ۳۷۱، د زيات تفصيل لپاره وګوری فتح الباري، ج : ۴، ص : ۱۰۷ – ۱۱۰.

([2]) عمدة القاري، ج : ۱۰، ص : ۲۵۷.

([3]) نفحات التنقيح فی شرح مشکوة المصابيح، ج : ۳، ص : ۲۳۷ – ۲۴۱، بحواله : التعليق الصبيح، ج : ۲، ص : ۳۷۳، وغيره کتب.

([4]) مشکوة المصابيح، کتاب الصوم، الفصل الاول، حديث نمبر : ۴.

([5]) مظاهر حق جديد، ج : ۲، ص : ۲۸۵ – ۲۸۶.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close