د روژې مسایل(۳۶مه برخه) – د نفلي روژې ماتولو حکم او د فقهاؤ اختلاف –

حضرت ام هاني رضی الله عنها  فرمايي : کله چې مکه مکرمه فتح شوه په همدغه ورځ حضرت فاطمة رضی الله عنها  راغله او د رسول الله صلی الله عليه وسلم  چپ لوري ته کيناسته، او ام هاني رضی الله عنها  يې ښي لوري ته ناسته وه، په همدغه وخت کې يوې مينزې يو لوښی راووړ په کوم کې چې د څښلو څه شی وو، مينزې هغه لوښی حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته ورکړ، رسول الله صلی الله عليه وسلم  له هغه څخه څه وڅښل او بيا يې هغه لوښی ام هاني رضی الله عنها  ته ورکړ، ام هاني رضی الله عنها  هم له هغه څخه څه وڅښل او وې ويل : يا رسول الله صلی الله عليه وسلم  ! ما خو افطار وکړ، سره له دې چې زه روژه داره وم، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل : آيا تا د رمضان المبارک يا د بلې کومې روژې قضائي روژه نيولې وه؟ هغې رضی الله عنها  ورته وويل : نه ! بلکې نفلي روژه مې وه، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل : که چيرته دا نفلي روژه وه نو بيا کومه خبر نشته، په مسند احمد او ترمذي کې هم همديته ورته يو روايت نقل کړی شوی، او په هغه کې دا الفاظ هم شته چې ام هاني رضی الله عنها  وويل : يا رسول الله صلی الله عليه وسلم  تا ته معلومه وه چې زه روژه داره وم، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل : د نفلي روژې نيونکی د خپل ځان مالک دی، که غواړي روژه دې ونيسي او که غواړي نو ماته دې کړي ([1]).

امام شافعي  رحمه الله ، امام احمد  رحمه الله ، اسحاق  رحمه الله  او سفيان ثوري  رحمه الله  فرمايلي چې نفل روژه ونيول شي نو له عذر پرته يې ماتول روا دي، البته داسې کول غوره نه دي، که چيرته يو څوک نفلي روژه ونيسي او ماته يې کړي نو په هغه باندې يې قضائي راوړل واجب نه دي.

امام ابو حنيفة  رحمه الله  فرمايلي : که چيرته يو څوک نفلي روژه ونيسي نو په هغه باندې يې پوره کول واجب دي، پس که چيرته يوه کس نفلي روژه ونيوله او له عذر پرته يې ماته کړه په هغه باندې يې قضائي راوړل هم واجب دي او ګنهګار هم دی، او که چيرته د کوم عذر له امله يې ماته کړي بيا يوازې قضائي راوړل پرې واجب دي او ګنهګار نه دی.

امام مالک  رحمه الله  او ابو ثور  رحمه الله  فرمايلي : که چيرته له عذر پرته ماته کړی شي نو په هغه باندې قضائي راوړل واجب دي، او که چيرته د کوم عذر له امله ماته کړی شي په دې صورت کې يې قضائي راوړل واجب نه دي ([2]).

د شافعيه ؤ او حنابله ؤ يو استدلال د حضرت ام هاني رضی الله عنها  په همدغه روايت سره دی، په کوم کې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  هغې ته داسې وفرمايل فلا يضرک ان کان تطوعا.

همدارنګه د همدغه حديث په يو شمير روايتونو کې دا الفاظ روايت شوي الصائم المتطوع أمير نفسه ان شاء صام وان شاء افطر ([3]).

د حنفيانو استدلال د قرآنکريم په دې آيت کريمه سره دی وَ لَا تُبۡطِلُوۡۤا اَعۡمَالَکُمۡ ([4]) په دې آيت کريمه کې د عملونو له باطلولو څخه منع شوې، لهذا که چيرته کوم کس نفلي روژه ونيوله او ماته يې کړه نو د قضائي راوړلو په صورت کې د هغې پوره کول پکار دي.

د حنفيانو بل استدلال په دې آيت کريمه سره هم دی وَرَہۡبَانِیَّۃَۨ ابۡتَدَعُوۡہَا مَا کَتَبۡنٰہَا عَلَیۡہِمۡ  اِلَّا ابۡتِغَآءَ رِضۡوَانِ اللّٰہِ  فَمَا رَعَوۡہَا حَقَّ رِعَایَتِہَا ([5]).

په دې آيت کريمه کې د نفلي عبادت له التزام وروسته د هغه په نه رعايت باندې ندامت وارد دی ([6]) لهذا که چيرته يو څوک نفلي روژه ونيسي او ماته يې کړي په هغه باندې قضائي راوړل واجب دي، تر څو چې د هغه د ساتنې او رعايت تلافي وکړی شي.

د حنفيانو استدلال د حضرت طلحه بن عبيد الله په روايت سره هم دی، په دې کې راغلي چې يوه کوچي له رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه د اسلام په هکله پوښتنه وکړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وفرمايل خمس صلوات فی اليوم والليلة، قال : هل علی غيرهن؟ قال : لا ! الا ان تطوع ([7]) په اسثناء کې اصل چونکه اتصال دی، نو له همدې امله دلته هم هغه ته په اتصال باندې عمل کول دي او مطلب يې دا ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل : په شپه او ورځ کې پنځه لمنځونه فرض دي، هغه ورته وويل : له دې پرته نور شيان هم په ما فرض دي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وفرمايل : نه ! مګر دا چې ته نفل شروع کړې نو بيا دا هم په تا لازميږي.

همدارنګه د حنفيانو استدلال په ترمذي شريف کې د حضرت عائشة رضی الله عنها  دا حديث دی :عن عائشة رضی الله عنها  قالت کنت انا وحفصة صائمتين فعرض لنا طعام اشتهيناه فأکلنا منه فجاء رسول الله صلی الله عليه وسلم  فبدرتنی اليه حفصة وکانت ابنة أبيها، فقالت يا رسول الله صلی الله عليه وسلم  ! انا کنا صائمتين فعرض لنا طعام اشتهيناه فأکلنا منه، قال : اقضی يوم آخر مکانه ([8]).

په دې روايت کې د نفلي روژې په ماتولو باندې د وجوب قضاء تصريح شوې، ځکه چې په امر کې اصل وجوب دی ([9]).

همدارنګه له حضرت ام سلمه رضی الله عنها  څخه روايت دی عن ام سلمة رضی الله عنها  انها صامت يوما تطوعا فأفطرت فأمرها رسول الله صلی الله عليه وسلم  أن تقضی يوما مکانه ([10]).

د قرآنکريم دغه آيت کريمه وَلْيُوْفُوْا نذُوْرَهُمْ هم د احنافو دليل دی، که نفلي روژه وي يا لمونځ د هغه شروع فعلي نذر دی، او لکه څرنګه چې د قولي نذر ايفاء واجب ده صيانة لحرمة اسم الله همدارنګه د فعلي نذر ايفاء واجب کيدل هم پکار دي، په قولي نذر کې انسان لله علی کذا وکذا ويلي دي، همدارنګه نفلي لمونځ او روژه هم د الله تعالی لپاره شروع کړی شي، نو د الله تعالی B د نام د ساتنې لپاره په دواړو ځايونو کې ايفاء واجبيږي.

همدارنګه په قياس سره هم د حنفيانو تاييد شوی، داسې چې حج او عمره د نفلو په ډول له شروع کيدا وروسته که چيرته مات کړی شي بالاتفاق يې قضاء واجب ده، همدارنګه نفلي روژه که چيرته ماته کړی شي په هغې کې هم د قضائي راوړل واجب کيدل پکار دي ([11]).

تر کومه ځايه چې د ام هاني رضی الله عنها  د حديث تعلق دی نو هغه په عذر باندې محمول دی، او د نفلي روژه دار لپاره د عذر له امله روژه ماتول زمونږ په نزد هم روا دي، په دې کې د هيچا اختلاف نشته، البته د روژې له ماتلو وروسته په هغه باندې قضاء شته او که نشته؟ نو له دې څخه دا حديث ساکت دی، بلکې د قضاء د نفې په باره کې چې څومره روايتونه وړاندې شوي دي، په هغوی کې د عدم قضاء حکم نشته، او دا هم يقيني امر ده چې چيرته هم د افطار حکم د دې خبرې لپاره نه دی ورکړی شوی چې قضاء واجب نه ده، پرته زمونږ له وړاندې کړی شويو روايتونو څخه چې په هغو کې صراحتا د قضاء ذکر شوی.

همدارنګه د دې خبرې قوي احتمال موجود دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  ام هاني رضی الله عنها  ته د قضاء حکم کړی وو، خو راوي هغه ذکر کړی نه ده، له همدې امله عدم الذکر د عدم الوجود في نفسه لره مستلزم نه دی، او تر کومه ځايه چې د دې حديث الصائم المتطوع أمير نفسه تعلق دی نو د دې ځواب علامه زرقاني  رحمه الله  دا ورکړی ([12]) چې له متطوع څخه مريد التطوع مراد دی، يعنې په پيل کې د نفلي روژې اراده کونکي ته اختيار دی، که يې خوښه وي روژه دې ونيسي او که يې خوښه وي افطار دې وکړي، يعنې له پيل څخه دې روژه نه نيسي، او د همدغې معنی په لحاظ سره په ټولو حديثونو کې تطبيق هم کيدلای شي ([13]).

([1]) مشکوة المصابيح، حديث نمبر : ۲۰۷۹.

([2]) المجموع شرح المهذب، ج : ۶، ص : ۳۹۴.

([3]) سنن الترمذي، ج : ۱، ص : ۱۵۵.

([4]) سورة محمد، آية : ۳۳.

([5]) الحديد، آية : ۲۷.

([6]) بذل المجهود، ج : ۱، ص : ۳۳۴.

([7]) بخاري شريف، ج : ۱، ص : ۲۵۴، کتاب الصوم، باب وجوب صوم رمضان.

([8]) ترمذي شريف، ج : ۱، ص : ۱۵۵.

([9]) شرح الزرقاني، ج : ۲، ص : ۱۹۰.

([10]) عمدة القاري، ج : ۱۱، ص : ۷۹.

([11]) بذل المجهود، ج : ۱۱، ص : ۳۳۴.

([12]) شرح الزرقاني، ج : ۲، ص : ۱۹۰.

([13]) نفحات التنقيح فی شرح مشکوة المصابيح، ج : ۳، ص : ۲۸۳ – ۲۸۶.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close