د روژې مسایل (۳۲مه برخه) – هغه شيان د کومو له امله چې کفاره ساقطيږي –

يوې ښځې قصداً خوراک څښاک وکړ، يا يې په رضا او رغبت جماع وکړه او په همدغه ورځ د هغې د حيض ورځې شروع شوې يا په نفاس کې مبتلاء شوه نو د هغې له ذمه څخه کفاره ساقطيږي، همدارنګه که چيرته يو کس په همداسې ورځ (يعنې چې روژه يې خوړلې وي) په داسې ناروغي يا داسې تکليف کې مبتلاء شي په کوم کې د روژې نه نيول روا دي او د هغه همدغه ناروغي او تکليف قدرتي وي نو کفاره ساقطيږي، د قدرتي قيد ځکه لګول شوی چې فرض يې کړه که يوه کس قصداً روژه ماته کړه او بيا يې خپل ځان داسې زخمي کړ چې په هغه حالت کې د روژې نه نيولو اجازه وي يا يې خپل ځان له کمر (پاڼ) يا چت څخه را وغورځاوه نو ښکاره ده چې په همدې صورت کې هغه همدغه ناروغي او تکليف خپل ځانته په خپله پيدا کړ، په دې صورت کې د علماء کرامو اختلافي قولونه دي، يو شمير حضراتو دا ويلي چې په همدې صورت کې هم کفاره ساقطيږي، او د نورو حضراتو قول دا ده چې کفاره نه لازميږي، او د کمال د قول مطابق مختار او ډير صحي همدا دی چې کفاره نه ساقطيږي.

په جمع العلوم کې نقل شوي چې که چيرته يوه کس د زياتې ګرځيدا يا د کوم کار کولو له امله خپل ځان په تکليف او مشقت کې مبتلاء کړ تر دې چې هغه ته ډيره زياته لوږه او تنده پيدا شول او هغه روژه ماته کړه نو په هغه باندې کفاره لازمه ده، خو يو شمير حضراتو ويلي چې کفاره لازمه نه ده، او همدغه قول بقائي  رحمه الله  هم غوره کړی، لکه څرنګه چې په تاتار خانيه کې منقول دی ([1]).

له ښځې سره د لوبو په وخت کې د انزال په صورت کې يوازې قضاء ده

پوښتنه : که يو کس د روژې په حالت کې له ښځې سره لوبې کوي، يعنې مچو ترې اخلي او لاس ورسره اچوي او په دې وخت کې يې مني خارج شي نو يوازې قضاء به راوړي او که کفاره يې هم لازمه ده؟.

ځواب : په صورت مسئوله کې يوازې د يوې ورځې روژه ساتل (بطور قضاء) فرض دي، په دې کې کفاره نشته ([2]).

([1]) مظاهر حق جديد، ج : ۲، ص : ۳۱۰.

([2]) فتاوى فريديه، ج : ٤، ص : ١٥٨، بحواله : فتاوى عالمګيرية، ج : ١، ص : ٢٠٤، الباب الرابع فيما يفسد وما لايفسد.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close