د روژې مسایل (۳۴مه برخه ) – د ټول رمضان فديه تقريباً په انګريزي سير سره يو نيم من غنم دي –

پوښتنه : يو کس د يوې معتبرې کورنۍ له ډاکټر څخه علاج کوي، او هغه د روژې او د لمانځه پابند او متشرع سړى دى، د همدغه ډاکټر د هدايت له مخې روژه نه ساتي او همدغه ناروغي يې مسلسله ده، اوس د ديرشو روژو فديه څومره اداء کړي؟.

ځواب : که چيرته همداسې ناروغ له روغيدا څخه نا اميده وي نو هغه دې د في روژې په انګريزي سير دوه سيره غنم ورکړي، په همدغه حساب سره د ټول رمضان فديه ٢ + ٣٠ = ٦٠ يعنې په انګريزي من سره يو نيم من جوړيږي ([1]).

که د سختې ناروغى له امله روژه نشي نيولى فديه دې ورکړي

پوښتنه : که يوه ښځه د شوګر په ناروغى اخته وي، په رمضان کې يوه دوه روژې په اسانى سره نيولاى شي، خو د ډيرو روژو نيولو له امله يې شوګر لوړيږي او صحت يې ډير خرابيږي، چې بيا د دوو دريو روژو له کبله لس پنځلس ورځې په پريشاني کې تيروي، نو په شريعت مطهره کې د هغې لپاره حکم څه دى؟.

ځواب : په مذکوره صورت کې د نوموړې ښځې لپاره د فديې ورکولو حکم دى، يعنې د هرې روژې په عوض کې دې کم له کمه يوه فطرانه (تقريباً پوره دوه کيلوغنم) يا د هغو په حساب سره روپۍ غريبانو ته ورکړي ([2]).

که د تيرې روژې قضايي پرې پاته وي او بله روژه ور باندې راشي

پوښتنه : که د تيرې روژې قضايي پرې پاته وي او بله روژه ور باندې راشي نو به څه کوي؟

ځواب : اول دې د همدغې مياشتې روژې ونيسي او بيا دې وروسته د مخکنی روژې قضائي راوړي ([3]).

وار دمخه ورکړى شوى خوراک په کفاره کې نه حسابيږي

پوښتنه : زيد يوه غريب ته له يوه کال راهيسې خوراک ورکوي، اوس مسئله دا ده که چيرته زيد په رمضان کې د روژې په حالت کې کوم داسې عمل تر سره کړي چې له امله يې قضاء او کفاره دواړه لازميږي، مثلا ً قصداً يې خوراک وکړ يا يې جماع وکړه، اوس که چيرته زيد دا نيت وکړي : ما چې کوم خوراک غريب ته ورکړى هغه دې د دوو مياشتو په کفاره کې حساب کړى شي، نو د ده دا نيت صحي دى او که دوه مياشتې به بيا خوراک ورکوي؟.

ځواب : هغه پخوانى ورکړى شوى خوراک په کفاره کې نشي حسابيدلاى، لکه يو څوک چې له حانث کيدو دمخه د يمين کفاره ورکړي هغه معتبره نه دى، د روژې له فاسدولو وروسته د کفارې اداء کول ضروري دي، همدارنګه وروستنى نيت په پخواني عمل کې کافي نه دى، د همدې په ذريعه واجب اداء کيدلاى نشي ([4]).

د رمضان د قضائي لپاره له شپې څخه نيت کول پکار دي

پوښتنه : د يوه کس په ذمه د رمضان المبارک د څو روژو قضائي پاتې ده، آيا د هغو له اداء کولو دمخه نفلي روژې نيولاى شي؟ او آيا دا د هغه نفلي روژې شميرل کيږي او که له رمضان څخه شميرل کيږي؟.

ځواب : په صورت مسئوله کې نفلي روژې کيږي، ځکه چې د رمضان د قضاء شويو روژو لپاره تعين شرط دى، په هنديه کې راغلي (وشرط القضاء والکفارات ان يبيت ويعين) ([5]).

د فديې له ورکولو عاجز بنده دې استغفار وکړي

پوښتنه : يو کس له لسو کلونو راهيسې ناروغ پروت دى، تقريباً د اتيا کلونو په عمر کې دى او ډير سخت غريب دى، د آمدن راتلو هيڅ ذريعه يې نشته، د هغه يواځنى زوى ورځ مزدوري کوي او د پلار په ګډون د خپل اهل عيال کفالت کوي، او ورسره دا چې همدغه کس قرضدارى هم دى، په داسې صورت کې د همداسې کس لپاره فديه څه شى دى؟.

ځواب : که چيرته همدغه ناروغ کوم چې د ډير عمر لرونکى او غريب دى له صحت څخه نا اميده وي نو د هغه لپاره د استغفار کول کافي دي ([6]).

کفاره د رمضان له روژو سره خاص ده

پوښتنه : که چيرته يو کس د رمضان قضاء روژې نيسي، يا د نذر روژې نيسي او بيا يې قصداً ماتې کړي، آيا په هغه باندې له قضائي سره کفاره هم شته او که يوازې قضاء ده؟.

ځواب : د قضاء يا د نذر روژه قصداً ماتول سخته ګناه ده، بيا هم په همداسې صورت کې د کفارې هيڅ حکم نشته، کفاره يوازې په رمضان المبارک کې د فرض روژې په ماتولو سره واجبيږي ([7]).

د روژې په کفاره کې د ديني مدرسې طالبانو ته ډوډۍ ورکول

پوښتنه : په ديني مدرسه کې مقيم طالبانو ته د کومو د خوراک څښاک ذمه واري چې د مدرسې په غاړه ده، هغوى ته د روژې د کفارې ډوډۍ ورکول کيدلاى شي او که نه؟.

ځواب : چې مستحق د زکوة وي نو ورکول کيدلاى شي، خو هغوى به په ناسته خوراک کوي، داسې به نه وي چې دوه ډوډۍ ورکړى شي او ولاړ شي، په ناسته به ډوډۍ خوري، که دوه خوري که کمې خوري او که زياتې ترڅو چې ښه ماړه شي ([8]).

د خوړل شويو روژو قضاء دې راوړل شي او که د مړينې په وخت کې دې وصيت وکړى شي

پوښتنه : که د يوه کس طبعيت کمزورى وي، کله ټولې روژې ونيسي او کله لس پريږدي، تر دې وخته يې اويا روژې خوړلې دي، تل سوال کوي خدايه صحت راکړې چې همدغه خوړل شوې روژې ونيسم، خو که چيرته همدغه روژې ونشي نيولاى نو څه کول ورته پکار دي؟ تر څو چې له ګناه څخه بچ شي؟.

ځواب : کومې روژې چې په ذمه پاتې وي د هغو قضائي راوړل پکار دي، ولو که په وړو (کوچنيو) وروځو کې يې قضائي راوړل شي، خو که چيرته خداى مکړه قضائي يې را نه وړل شي نو بيا د مړينې په وخت کې وصيت کول پکار دي، چې د هغو فديه دې ورکړى شي ([9]).

د ناروغ لپاره فديه، د فديې اندازه او د فديې د وخت مسئله

پوښتنه : زه تقريباً له لسو کلونو راهيسې د جناتو ناروغ يم، لومړى طاقت موجود وو، اوس کمزورى شوى يم، د لوږې او تندې له امله پيوسته د جناتو دورې را باندې راځي او صحت مې خرابيږي، له همدې امله ما دا ځل (٢٦) روژې خوړلې دي، بيا هم په کټ باندې پروت يم، اوس څه وکړم؟.

ځواب : تاسو له ښه کيدو وروسته قضائي راوړى، او د قضائي نه راوړلو په صورت کې فديه ورکړى، د فديې اندازه دوه سيره غنم دي، يا د هغو قيمت دى، او د ورکولو وخت يې د شيخ فاني کيدو وخت دى، يا له ژوند څخه د مايوسه کيدو وخت دى، يا له مرګ وروسته دى ([10]).

که د عذر له امله د خوړل شويو روژو د قضائي راوړلو موقع پيدا نشي

پوښتنه : د سفر، ناروغي، حيض يا د نفاس له امله روژې خوړل شوې دي، اوس که د قضائي له راوړلو دمخه وفات شي آيا ګناه يې شته او که نه؟.

ځواب : که چيرته يې د قضائي راوړلو وخت نه وي پيدا کړى نو دا روژې معاف دي، او که چيرته په حالت اقامت، صحت او طهارت کې د قضائي راوړلو موقع ورته پيدا شوې وي او بيا يې هم نه وي نيولې نو له ترکې څخه د فديې ورکولو وصيت کول واجب دي ([11]).

کفاره څه ته ويل کيږي

د کفارې روژې په څو ډوله دي، دلته مونږ يوازې د رمضان د کفارو بيان کوو، د يوې روژې په کفاره کې د يوه غلام آزادول پکار دي، که چيرته دا ممکن نه وي (که د استطاعت نه درلودو يا په کوم ځاى کې د غلام نه پيدا کيدو له امله وي) نو د شپيتو روژو نيول واجب دي، او که چيرته د کوم لامل له امله شپيته روژې هم نشي نيولاى، نو شپيتو مسکينانو ته د ډوډۍ ورکول واجب دي، او د همدغو شپيتو روژو پيوسته نيول واجب دي، په مينځ کې به خوړل کيږي نه، او که چيرته د کوم لامل له امله وخوړل شي نو بيا به يې له نوي سره نيسي، دمخه نيول شويو روژو لره اعتبار نشته.

هو ! که چيرته ښځې ته حيض راشي، او له همدې امله په مينځ کې روژې وخوړل شي نو دا خوړل معاف دي او له حيض وروسته دې يوازې هومره روژو نيول ضروري دي څومره چې پاتې وي.

بهتره دا ده چې لومړى قضاء شوې روژې ونيول شي او له هغو وروسته د کفارې روژې ونيول شي، او که چيرته کوم کس لومړى د کفارې روژې ونيولې او بيا يې قضاء روژې ونيولې هم صحي ده.

له جماع پرته که چيرته د کوم بل لامل له امله کفاره واجب شوې وي، او تر اوسه يې يوه کفاره نه وي اداء کړې چې په هغه باندې بله واجب شي، نو د همدغو دواړو لپاره يوه کفاره واجب ده، ولو که دواړه کفارې د دوو رمضانونو وي، هو ! د جماع په سبب چې څومره روژې فاسد شوې وي نو د هرې يوې کفاره جلا جلا نيول دي، ولو که دمخه کفاره اداء شوې نه وي.

او که چيرته يو کس د کفارې په دريواړو طريقو باندې قدرت لرونکى وي، يعنې غلام آزادولاى شي، شپيته روژې هم نيولاى شي، شپيتو مسکينانو ته ډوډۍ هم ورکولاى شي، نو په همدغو طريقو کې چې کومه طريقه په هغه باندې سخته تماميږي هغه ته د همغې حکم ورکول پکار دي، ځکه چې په کفارې سره چې کوم زجر، توبيخ او تنبيه مقصود ده دا ښکاره ده چې د آسانه صورت په غوره کولو کې هغه نشته.

صاحب بحر الرائق ليکلي : که چيرته په بادشاه باندې کفاره واجبه شي نو د هغه لپاره د غلام آزادولو، يا شپيتو مسکينانو ته د ډوډۍ ورکولو حکم ورکول نه دي پکار، ځکه چې همدغه شيان هغه ته هيڅ سخت نه دي، او په دې سره هغه ته تنبيه نشته، بلکې د شپيتو روژو حکم ورکول پکار دي، تر څو په هغه باندې سخته تيره شي، او په اينده کې بيا په همدې ډول د رمضان المبارک روژه فاسده نکړي (علم الفقه، ج : ٣، ص : ٤٠).

يو شرط دا هم ده چې شپيتو مسکينانو ته په مړه خيټه ډوډۍ ورکول واجب دي، همدارنګه پکار دي چې هغوى ته په يوه ورځ کې دوه وخته يعنې سهار او ماښام ډوډۍ ورکړي، يا يې دوه ورځې د سهار په وخت کې يا يې دوه ورځې د ماښام په وخت يا يې د ماسخوتن په وخت کې ورکړي، خو شرط دا ده چې کومو مسکينانو ته ډوډۍ ورکړي په دويمه ورځ به يې هم همغو مسکينانو ته ورکوي، لهذا که چيرته يو څوک شپيتو مسکينانو ته ډوډۍ ورکړي او بيا يې په دويم وخت کې له هغو پرته نورو ته ورکړي نو دا نه کافي کيږي، بلکې کفاره په هغه وخت کې اداء کيږي کله چې په همدغو دواړو ډلو کې کومې يوې ته په يوه بل وخت کې دوباره ډوډۍ ورکړى شي، هو ! که چيرته يو څوک يوه محتاج ته پيوسته شپيته ورځې ډوډۍ ورکړي يا پيوسته تر شپيتو ورځو پورې هره ورځ کوم نوي محتاج ته ډوډۍ ورکړي نو په دې کې بيا کومه خبره نشته، په همدې ډول کفاره کيږي، که چيرته يوه کس د يوې روژې شپيتو يا له هغو څخه د کمو د خوراک په اندازه يوه محتاج ته صدقه ورکړه نو په دې سره د هغوى ټولو برخه اداء نشوه، بلکې د يوه اداء شوه، کومو مسکينانو ته چې ډوډۍ ورکول کيږي د هغوى لوږه هم ضروري ده، که چيرته په نس مړو خلکو ته ډوډۍ ورکړى شي نو په دې سره کفاره نه اداء کيږي، بلکې وږيو ته د بيا ډوډۍ ورکول ضروري دي ([12]).

([1]) فتاوى فريديه. ج : ٤، ص : ١٧٨، بحواله : الفقه الاسلامي وادلته، ج : ٣، ص : ١٧٤٣، المطلب الثالث الفدية.

([2]) فتاوى عباد الرحمن، ج : ٣، ص : ٢٠٤، بحواله : سورة البقرة، آية : ١٨٤، التنوير مع الدر، ج : ٢، ص : ٤٢٧.

([3]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٧٣.

([4]) فتاوى محموديه، ج : ١٠، ص : ١٧٤.

([5]) خير الفتاوى، ج : ٤، ص : ٥٨، بحواله : فتاوى هنديه، ج : ١، ص : ١٠٠.

([6]) فتاوى فريديه، ج : ٤، ص : ١٨٠، بحواله : الدرالمختار مع الردالمحتار، ج : ٢، ص : ١٣٠، فصل في العوارض.

([7]) فتاوى عباد الرحمن، ج : ٣، ص : ٢٠٦، بحواله : الهندية، ج : ١، ص : ٢١٥.

([8]) فتاوى محموديه، ج : ١٠، ص : ١٧٤، بحواله : حاشية الطحطاوي علي مراقي الفلاح، ص : ٦٧٠، فصل في الکفارة، وکذا في التاتار خانية، ج : ٢، ص : ٣٨٧، الفصل السابع، الاسباب المبيحة للفطر، وکذا في فتاوى قاضي خان، ج : ١، ص : ٢٠٢، الباب الرابع فيما يفسد وما لايفسد.

([9]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥٩١، بحواله : عالميګري، ج : ١، ص : ٢٠٧، کتاب الصوم، الباب الخامس في الاعذار التي تبيح الافطار.

([10]) فتاوى فريديه، ج : ٤، ص : ١٨١، بحواله : الاختيار لتعليل المختار، ص : ١٧٣، فصل في المرض والمسافر، فتاوى عالمګيرية، ج : ١، ص : ٢٠٧، الباب الخامس في الاعذار التي تبيح الافطار.

([11]) احسن الفتاوى، ج : ٤، ص : ٤٥٧ – ٤٥٨، بحواله : ردالمحتار، ج : ٢، ص : ١٢٧.

([12]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ٤، ص : ٩١ – ٩٢ – ٩٣، بحواله : مظاهر حق جديد، ج : ٢، قسط : ٥، ص : ١٢.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close