د روژې مسایل (۳۷مه برخه ) – داعتکاف بیان –

د اعتکاف لغوي او اصطلاحي معنی

پوښتنه : د اعتکاف لغوي او اصطلاحي معناوې څه دي؟.

ځواب : د اعتکاف لغوي معنی په کوم ځای کې د کيناستلو ده، د قرآن او سنت په اصطلاح کې له يو شمير ځانګړيو شرايطو سره په جومات کې د کيناستو او هلته د قيام کولو نام اعتکاف دی، د لفظ )فِی الْمَسَاجِدِ(  له عموم څخه ثابته شوې چې اعتکاف په هر جومات کې کيدلای شي، کومو فقهاؤ چې دا شرط بيان کړی چې اعتکاف په هغو جوماتونو کې کيدلای شي چيرته چې په جماعت سره لمونځ کيږي، په غير آباد جوماتونو کې په کومو کې چې په جماعت سره لمونځ نه کيږي په هغو کې اعتکاف صحي نه ده، دا شرط په حقيقت کې د جومات له مفهوم څخه مستفاد دی، ځکه چې د جومات جوړولو اصلي مقصد د جماعت لمونځ دی، که نه نو تنها لمونځ خو په هر ځای دکان، کور وغيره کې هم کيدلای شي.

مسئله : د روژې په شپه کې خوراک کول، څښاک کول،له کورودانې سره مباشرت کول ټول بيان کړی شول، په اعتکاف کې د خوراک څښاک هغه حکم دی کوم چې د ټولو لپاره دی، خو له ښځو سره د مباشرت په معامله کې جلا دی، هغه دا چې اعتکاف کوونکي ته په شپه کې هم مباشرت ندی روا.

مسئله : د اعتکاف دويمه مسئله دا ده چې له هغه سره روژه شرط ده، او دا چې په اعتکاف کې له جومات څخه وتل پرته له طبعي يا شرعي حاجت څخه روا نه دي، يو شمير داسې مسايل د اعتکاف له لفظ څخه مستفاد دي او يو شمير نور د رسول الله صلی الله عليه وسلم  له قول او فعل څخه ثابت دي ([1]).

پوښتنه : اعتکاف څه ته وايي؟

ځواب : اعتکاف ديته ويل کيږي چې يو سړی د خدای تعالی په کور يعنې په جومات کې د عبادت کولو په نيت اوسيږي، په داسې جومات کې چې په جماعت سره لمونځ پکې کيږي ([2]).

د اعتکاف پيل

له حضرت بي بي عائشة رضی الله عنها  څخه روايت دی فرمايي : کله به چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  د اعتکاف کولو ته اراده وکړه نو د سهار لمونځ به يې وکړ او له دې وروسته به د اعتکاف ځای ته ور داخل شو ([3]).

د همدغه حديث په ظاهر امام اوزاعي  رحمه الله  او ثوري  رحمه الله  په دې خبره استدلال کړی چې د اعتکاف پيل د رمضان المبارک د يوويشتمې نيټې سهار مهال پکار دی، د حضرت ليث  رحمه الله  يو روايت هم د دې مطابق دی، او د آئمه اربعه ؤ مسلک دا ده چې معتکف ته د رمضان المبارک د شلمې نيټې د لمر له لويدو دمخه جومات ته داخليدل پکار دي.

تر کومه ځايه چې د حضرت بي بي عائشة رضی الله عنها  د حديث تعلق دی نو دوی په هغه کې دا تاويل کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  د اعتکاف له نيت سره د رمضان المبارک په شلمه نيټه د لمر له لويدو دمخه مسجد ته تشريف راوړی وو، ټوله شپه په جومات (مسجد) کې اوسيده، له دې وروسته کله يې چې د سهار لمونځ وکړ نو د خلکو له هجوم څخه جلا شو، د خلوت او آرام لپاره په معتکف کې کيناست، لهذا د رسول الله صلی الله عليه وسلم  د اعتکاف پيل د ماښام په وخت کې شوی وو او په معتکف کې سهار مهال داخل شوی وو.

د جمهورو له لوري دا هم ويل شوي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم  معمول دا وو چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  به په اخيرنی عشره کې اعتکاف کاوه، صحابه کرامو  ته به يې هم د اعتکاف کولو ترغيب ورکاوه، او له عشرې څخه اخيرنی لس ورځې مراد دي، لهذا د يوويشتمې نيټې اعتکاف هم پکې شامل دی، که نه نو د لسو شمير نه پوره کيږي.

همدارنګه د اعتکاف له مهمو مقاصدو څخه د ليلة القدر لټون هم دی، او ليلة القدر کله په يوويشتمه نيټه وي، نو ځکه د اعتکاف پيل له يوويشتمې نيټې څخه پکار دی، تر څو همدغه مقصد فوت نکړی شي ([4]).

د اعتکاف ثواب

که چيرته خالص د الله تعالی  لپاره اعتکاف وکړی شي نو دا ډير لوړ او عظيم الشان عبادت دی، رسول الله صلی الله عليه وسلم  د اعتکاف کولو ډير اهتمام کړی، امام زهري  رحمه الله  فرمايلي : رسول الله صلی الله عليه وسلم  ډير کارونه کله کړي او کله يې پريښي، خو کله يې چې مدينې منورې ته تشريف راووړ تر اخيره پوره يې کله هم د رمضان المبارک په اخيرنی عشره کې اعتکاف نه دی پرې ايښی، اما د حيرانتيا خبره دا ده چې خلک د دې په پوره توګه پابندي نه کوي.

د اعتکاف کونکو متعلق د رسول الله صلی الله عليه وسلم  ارشاد دی :

اعتکاف کونکی له ګناهونو څخه پاکيږي او هغه ته پرته له کولو دومره نيکی ليکل کيږي لکه څومره چې د نيکيو کونکي ته ليکل کيږي (رواه ابن ماجه عن ابن عباس ).

کم له کمه د همدغه ثواب ترلاسه کولو لپاره يوه آسانه طريقه دا ده چې هر کله يو څوک جومات ته د پنځه وخته لمانځه لپاره داخليږي نو د اعتکاف نيت دې وکړي، تر څو پورې چې په جومات کې وي، او که چيرته بيخي چوپ هم کيني نو د اعتکاف اجر ورکول کيږي، او که چيرته د قرآنکريم تلاوت يا تسبيحات وغيره لولي نو د هغو ثواب جلا ورکول کيږي ([5]).

آيا د اعتکاف لپاره د جمعې شرايط ضروري دي

پوښتنه : په کوم کلي کې چې د جمعې شرايط نه وي هلته په اخيرنی عشره کې اعتکاف سنت مؤکده علی الکفايه دی او که نه؟ که چيرته سنت مؤکده وي نو په کوم کلي کې چې د جمعې لمونځ کيږي هلته د جمعې لمانځه ته تللای شي او که نه؟ او د تلو په حالت کې يې اعتکاف فاسديږي او که نه؟.

ځواب : د اعتکاف لپاره د جمعې د شرايطو پيدا کول ضروري نه دي، بلکې په هر ځای کې که ښار وي او که کلی سنت علی الکفايه دی، البته جومات (مسجد) داسې پکار دی په کوم کې چې په جماعت سره لمونځ کيږي، د کلي په خلکو نه جمعه فرض ده نه سنت مؤکده ده، لهذا اعتکاف کوونکي ته د جمعې لپاره ښار ته تګ روا نه ده، او که چيرته ولاړ شي نو اعتکاف يې فاسديږي ([6]).

([1]) معارف القرآن، ج : ۱، ص : ۴۵۶.

([2]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٧٥.

([3]) مشکوة المصابيح، حديث نمبر : ۲۱۰۴.

([4]) نفحات التنقيح فی شرح مشکوة المصابيح، ج : ۳، ص : ۲۹۴ – ۲۹۵.

([5]) مسايل اعتکاف، ص : ۱۴ – ۱۷، بحواله : رمضان کيا هی، ص : ۱۴۴، بحواله : عيني شرح بخاري، ج : ۵، ص : ۳۷۱، وسنن ابن ماجه، ص : ۱۲۸.

([6]) فتاوی محموديه، ج : ۱۰، ص : ۲۲۰، بحواله : الدرالمختار، ج : ۲، ص : ۴۴۰، باب الاعتکاف، کذا فی الفتاوی العالمګيرية، ج : ۱، ص : ۲۱۱، کتاب الصوم، الباب السابع فی الاعتکاف، وکذا فی مراقی الفلاح شرح نور الايضاح، ص : ۶۹۹، باب الاعتکاف، معتکف يوازې د شرعي او طبعي حاجت لپاره وتلای شي، هر کله چې جمعه په هغه باندې فرض نه دی نو د جمعې لپاره وتل له ضرورت (حاجت) پرته وتل دي، او له حاجت پرته په وتلو سره اعتکاف فاسديږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close