د روڼتيا څار بنسټ د کانديدانو په لوړ لګښت اندېښنه ښکاره کړه

روڼتيا څار بنسټ: د کانديدانو لوړ لګښت به هغوی اړ کړي چې خپلې پیسې له غیر قانوني لارو ترلاسه کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷،تله ۱۴)

د افغانستان د روڼتيا څار بنسټ د ولسي جرګې د نويو کانديدانو پر لګښتونو اندېښنه ښکاره کړې په وينا يې د د دوی زيات لګښتونه د دې لامل ګرځي چې هغوی غير قانوني کړنې او فساد وکړي.

د دغه بنسټ غړی ناصر تيموري وايي، د ولسي جرګې لپاره نوماندان ځکه پرانتخاباتي هلو ځلو لوړ لګښتونه کوي چې ډاډه دي که ولسي جرګې ته يې لاره وموندله نو بيرته يې ترلاسه کولی شي.

د تيموري په وينا، په تير کې هم دغه ډول کړنې ترسره شوي او اینده کې به هم وکيلان په غير قانوني لارو لکه له وزيرانو سره معاملې، په عايداتي ادارو کې د نږدې کسانو ګمارل او دغه ډول نورو لارو ترلاسه کوي.

دغه راز د روڼتيا څار بنسټ وايي، دا مهال د ولسي جرګې لپاره داسې کسان هم ولاړ دي چې د بيلابيلو جرمونو پر اساس يې دوسيې په عدلي او قضايي ادارو کې دي او دوی غواړي چې د پارلماني مصئونيت څخه په استفادې خپلې دوسيې له منځه یوسي.

ويل کېږي، د کابل په ګډون د هېواد په بيلابيلو ولايتونو کې کانديدان له خلکو د پيسو او شعارونو په زور رايې اخلي چې د کابل ښاريانو په وينا له کاميابېدو وروسته هومره لاسته راوړنې نه لري لکه څومره چې په خپلو شعارونو کې ليکي.

د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو کانديدانو د کمپاين لړۍ به د تلې مياشتې تر پنځه ويشتمې روانه وي او ټاکل شوې چې د همدې مياشتې په اته ويشتمه ټاکنې ترسره شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close