د رښتيني ډګر امام

کابل ټکی کام ۱۳ زمری ۱۳۹۴ امام ابو حنیفه رحمه الله ، چې د خپل مذهب لپاره کوم سیاسي اصول کېښودلي وه او پر هغوي  باندې ئې خلکو ته دعمل کولو بلنه ورکوله: دخپل وخت دظالمو حکمرانانو په  وړاندې یې هغه په خورا زړورتیا سره بیانول، او وګړي یې   دظالمو حکو متونو په مقابل کې وسله وال جهاد ته دعوت کول: نو پخپله امام عالي مقام یوازې په وینا او خپلې شرعي پالیسۍ  جوړولو بس والی نه وکړی ، بلکې له نورو څخه لومړی پخپله  هغه عمل پرې کړی و او عظیم مجاهد و او خپله وینا یې پخپل عمل کې انځور کړې وه ، چې جوتې بېلګې يې له زید بن علي رضي الله عنه سره په  وسله وال جهاد کې په لس زره درهمو، ورکولو سره برخه اخیستل وو، له محمد نفس زکیه او دهغه له ورور ابراهیم سره د وسله وال جهاد په مهال کې يې  پوره ونډه اخیستې وه، چې له همدې کبله  امام اعظم رحمه الله  دتورې  او قلم ، قول او عمل عظیم مجاهد و او دخپل  مبارک ژوند  تر وروستیو شېبو پورې  يې  خپل قولي او عملي جهاد ته ادامه ورکړې وه ، چې په نتیجه کې یې  د وخت حکومت له پلوه شهید کړای شو هغه هم د اویا کلونو په عمر وه ،  رضی الله عنه . مګر د ډېرې خواشینۍ  خبره  خو داده ، چې زمونږ د هیواد افغانستان ځینې داسې وګړي دي ، چې ځانونه د امام ابوحنیفه رحمه الله د مذهب پیروان ګڼي  ، او په عمل کې دامام عالی مقام دسیاسي تګلارې او کړنچارې  په خلاف رهی دي، چې د دوی دغه اوسنی کړندود په ډاګه پر دې باندې دلالت کوي، چې دوی د حنفي  توب په دعوه کې  دروغجن دي،  ځکه چې دوی نه یوازې دا چې د ظالمانو پلویان دي، بلکې په افغانستان کې دصلیبي یرغلګرو پوځونو ملاتړي دي، او په افغانستان کې د امریکا د تور امپریالیستي استعمار له پلوه د جوړ کړي کفري حکومت مستخدمین دي ، او په دوی کې علماء، روحانیون ، لیکوالان ، ادیبان ، جهادي پروفیسران ، قاضیان ، مفتیان ، پوځي او ملکي مامورین، وزیران ، پارلماني او دسنا غړي او دتعلیمي مراکمزو منسوبین ګرد شامل دی. نو ددې لپاره ما دامام اعظم رحمه الله دسیاسي فقهی په اړه دغه لنډ اودوام داره لیکنه، چې که د افغانستان حنفی مذهب ته منسوب دغه وګړي دامام عالی مقام له سیاسي  شرعي پالیسۍ  څخه  واقف نه وي  ورڅخه خبر شي  او دصلیبیانو له ملاتړ څخه توبه وباسي  او که  نه  نو زمونږ مجاهد ملت  باید  پوه  شي ، چې  دوی  دروغ وايي  حنفیان  نه دي ،  بلکې د ډالرو او اقتدار وږي  او د اسلام دښمنه صلیبیانو غلامان او مینځې دی. اصلی او حقیقي حنفیان هغه دي ، چې د یرغلګرو صلیبیانو او دهغوی د پاټنرانو په خلاف ، ځاني، مالي ، قلمي ، لساني ، سیاسي  او قانوني فی سبل الله جهاد  کوي، په زندانو نو کې پراته دي او له  هېواد څخه  بهر د محرومیتونو شپې ورځې  تېروی او هغه ، چې  خپلو مېړنیو او اتلو غازیانو ته دصلیبی یرغلګرو په مقابل کې د بریا دوعاګانې کوی.  هم دوی دامام ابوحنیفه رحمه الله دسیاست اصلی پیروان او وارثان دی. (إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ)    نور بیا …

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close