د رڼاوو له منارونو یو دنګ منار وکوچید

جمال ایوبي

د اسلام په تاریخ کې په جهادي معرکو کې ډیر نوموتي مجاهدینو د قهرمانۍ او ایثارونو زرین بابونه زیږولي دي
خو له مخکیني عربانو وروسته، افغانانو د اسلام لپاره یوه معجزانه او تاریخي قرباني ورکړیده، چې ددغه شهکارانو له جملي څخه یو مرحوم جلال الدین حقاني صاحب هم وه.
مرحوم حقاني صاحب د افغانستان په سطحه یو له هغه مخکښو مجاهدینو له جملې څخه وه چې د افغانستان قضیه یې د شوروي او امریکایې لښکرو سره په عملي جنګي میدان کې چلینج او فتحه یې معماري کړه.
د دوو جهادونو نوښتګرد لارښود مرحوم حقاني صاحب د شوروي جهاد کې د پکتیا او پکتیکا له غرونو د جهاد زانګو جوړه کړې وه.
کله چې غربي استعمار زموږ په درشل خپل ناپاک قدمونه ښخ کړل او زموږ حریم یې د یو څو اجنټانو په مرسته مستعمره وګرځوه دلته مرحوم حقاني صاحب د هغه امریکا په مقابل کې چې ټوله نړۍ په خدایې(نعوذ بالله)نېولې وه او هم تیرو جهادي رهبرانو غلامۍ ته غاړه ایښې وه خو مرحوم حقاني صاحب هغه غرونه بیرته تاوده وساتل چې شوروي اتحاد یې له زوال سره مخامخ کړی وه
له مادیاتو،اقتدار او له لوکسو محلونو بیزاره حقاني صیب د امریکا په مقابل کې لکه غرونه داسې مظبوط ودرید او د هېواد سنګرونه یې یو وار بیا د غربي استعمار په مقابل کې په تکبیرونه تاوده وساتل.
مرحوم حقاني صاحب په تاریخي لحاظ په افغانه ټولنه کې د شهامتونو ستر تاریخ لري.
که د صحابوو تاریخ ته ژور ننوځو نو د یاسر رضي الله عنه تاریخ یاد تازه کوونکی به مرحوم حقاني صاحب زموږ سترګو ته ودریږي
یاسره رضي الله عنه خپله معززه کورنۍ د شهادت لپاره وقف کړې وه او همداسې مرحوم حقاني صاحب هم خپل څلور نازدانه زامن د هېواد د بچو په څېر د شهادت دنګ منار ته پورته کړل.
مرحوم حقاني صاحب هغه څوک وه چې شوروي او امریکایې لښکرو ته یې اسلامي غرور په عملي بڼه وښوده.
د مرحوم حقاني صاحب مړینه د دې امت او افغان ملت لپاره ستره ضایع وه
الله تعالی دې د محترم حقاني صاحب قربانیانې په خپل دربار کې قبولې کړي.
حقاني د حقانیت په سمه لار لاړ.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close