د زابل د والي پر موټريز کاروان وسله وال برید شوی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۳۰)

د زابل د والي پر موټريز کاروان وسله وال بريد شوی چې نوموړی له دغه بريده روغ وتلی خو ساتونکی وژل شوی دی.

د زابل والي رحمت الله زيارمل وايي، تيره ورځ ميزانې ولسوالۍ ته د امنيتي حالت د اروزنې لپاره تللی و چې د دغه ولسوالۍ په يوه غرنۍ سيمه کې يې موټريز کاروان تر بريد لاندې راغی.

د زيارمل په وينا، مرکز کلات ته د بيرته ستنېدلو پر مهال هم د طالبانو له کمين سره مخ شوی چې خپله پکې بچ شوی خو یو ساتونکی يې وژل شوی دی.

طالبانو د بريد مسئوليت منلی، رسنيو ته يې په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي د والي پر کاروان لومړی بريد د ارغنداب په دوراهي سيمه کې شوی، دوهمې ځلې بريد د کلات مرکز د ميزانې ولسوالۍ پر سړک پرې وشو چې په ترڅ کې يې د والي ساتونکی وژل شوی دی.

د يادونې ده، چې د زابل ولايت زياته برخه خاوره د طالبانو تر حاکميت لاندې ده او وخت ناوخت د دولتي ځواکونو په پوځي مرکزونو او د هغوی په لويو پوځي کارونونو بريدونه کوي چې هغوی ته پکې درنه مرګ ژوبله اوړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close