د زابل چاروکو د پنځو پوليسو وژنه تايید کړه!‎

کابل ټکی کام ۱۶سنبله/۱۳۹۴

راپور: انصار

د زابل ولایت څخه په تر لاسه شوي راپورونو کې ويل شوي چې د کجير خېلو د امنيتي پوستې پنځه تنه په مرموز ډول وژل شوي.

په راپو کې ويل شوي چې د شاجوی ولسوالۍ د کجير خېلو پوستې د پنځو تنو وژنه ولایتي چارواکو هم تأييد کړې ده.

په راپور کې دا نه ده څرګنده چې، پنځه پوليس د خپلو ملګرو او که د طالب وسلوالو لخوا وژل شوي، خو د شاجوی ولسوالۍ امنيتي مسؤولين وايي چې، په دې اړه يې يو پلاوی سيمې ته لېږلی، تر څو پېښه تر څېړنې لاندې ونيسي.

خو د شاجوی ولسوال رسنيو ته ويلي چې، له پېښې څخه وروسته له پوستې څخه وسلې هم وړل شوي او دوه تنه ژوندي پوليس هم بې درکه، خو څرګنده نه ده چې کوم لور ته بېول شوي دي.

د يادونې وړ ده چې، هلمند، زابل او نورو ولایتونو کې دا ډول پېښې تر دې مخکې هم شوي دي او د پوستو پوليس په مرموز ډول وژل شوي دي.

دولتي چارواکو له هرې پېښې وروسته سيمې ته پلاوي لېږلي، خو په نتيجه کې حقيقت لاس ته نه دی راغلی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close