د زرمت د یوه زخمي ماشوم فریاد!

 م. حمد الله دانشمند

اې د کعبې امامه! اې د سعودې په شهوت او هوس کې را ګیر خېټورو مشرانو! اې په پاسته پلاو تېروتو راغلو مپتیانو!

 غربي ځناورو او د هغوی لاسپوڅو ته مو زموږ د وژنې، ځورونې په کامله توګه زمینه برابره کړه! هغوی زمونږ له سوو کړیکو او آهونو نه خوند اخیست؛ هغوی زمونږ وړو – وړو سلګیو او اسوېلیو ته په کتو په کړس – کړ              س خندل، د ویاړ په توګه به یې ویل: نوره ستاسو وژنه د نړۍ مخکښو مپتیانو!، آن د کعبې امام را بښلې؛ طالب فتنه ده، جګړه یې فتنه ده، که هغه په هر کلي کې یواځې تېر هم شو؛ نو د ټول کلې له منځ نه وړل، سوزول او ورانول راته روا شوي، نور به مو په وینو او غوښو د بهرنو دوستانو سپي مړوو!

په زړه کې ښه بیدار وم؛ خو شونډو مې د وینو او ګرځونه پتري نیولې و؛ وړې خورکۍ مې راته څېرمه سلګۍ وهلې؛ له پر هرونو نه یې غوټۍ – غوټۍ وینه راتله، په خوله بیداره وه؛ کله به پرې بې سدې او بې هوښي راتله، وړه د ناز ژبه یې خوځوله، د مورکۍ نارې یې وهلې: مورې! آا مورې! ډېره تږې یم، که یو غوړف اوبه دي راکړې.

مور مې سلګیو اخیستې وه، په لړزانده، مینناکه ژبه یې ویل: لورکۍ! لاسونه مې غبرګ تر دیواله لاندې دي! کوښښ کوم، که لاس مې وژغورل، ستا وړې شونډې به په اوبو خړوبې کړم! درز شو بل راکیټ مو څنګ ته ولګېد! نعره مې کړه: وه مورکۍ د ناترسه زامن مو بیا وُلي؛ خو د مورکۍ آه تر خوله ووت؛ نور یې غږ تت شو!

په پرهر اړخ مې زور وکړ، سترګې مې د مورکۍ پر لور کږې کړې؛ و مې لیدل، چې د ګرانې مورکۍ یواځې د سر پړونی ښکارېده؛ نوره ټوله له دېوال او لوټو نه لاندې وه! له مانه کشر ورور ته مې ور غږ کړ: احمدا!، احمدا! د مورکۍ له تنې نه لوټې لرې کړه؛ خو غږ یې را و نه کړ، تر پښو مې وړه – وړه خرا ده، په ډېر تکلیف مې سر ور جګ کړ، هغه احمد دی؛ پر سپین مخ یې ګلورینه وینه را ماته ده، لکه مړاوی ګلاب ترې ګلګونه وږمې ورېږې!

زړه مې وار را نه کړ، مشر ورور ته مې ور غږ کړ: حنیف ورورکه! وا حنیف ورورکه! زرشه د مورکۍ له تنې نه لوټې بېرته کړه. هغه راته کړه درځم، جان محمد اکا او د کلي نور مشران رانه سپینه څېره غواړي، هغه لټوم ترڅو پرې د بابا جان زنه غوټه کړي! نا څاپه د چاپې عسکر پرې را و ګرځېدو، په لویه ناره سره یې وویل: زرګله، زرګله یو پنجابی دادی ومې موند. هغه ورته کړه: لا ورته ګورې ضربه یې کړه· په همغه ځای یې حنیف هم راته شهید کړ!

  درد مې هېر شو، سوو اسوېلو واخیستم! پرهر لاسونه مې د کائناتو مالک ته لپه کړل! په ژړا – ژړا مې ویل: اې زما په درد او غم خبره ربه! چاچې زما د وژنې د جواز فتوا ورکړې، ته یې کورنۍ زما د کورنۍ په څېر لولپه کړي. د درد، غم او کړاو په ټغر یې کېنوه! امین

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close