د زنجبیل (سونډ) چای د خولې بد بوی لیرې کوي: څېړنه

په یوه تازه ترسره شوې څېړنه کې ثابته شوې چې له زنجبیل (ادرک / سونډ) جوړ شوی چای د نورو ګټو درلودلو تر څنګ د خولې بد بوی هم لیرې کوي.

دا څېړنه، چې د میونیخ په ټکنیکل پوهنتون کې ترسره شوي، وايي چې په ادرک کې د جنجرول په نوم یو ډول کېمیايي ماده شتون لري، چې د ادرک خوند یې ترش کړی دی. دا کېمیايي مواد خولې ته تر ننوتلو وروسته هغه مواد ختموي چې له امله یې ساه او خوله بد بوی کوي.

د خولې بد بوی، چې په طبي اصطلاح ورته halitosis  ویل کېږي، په خواړو کې د شته ځینو مرکباتو له امله پیدا کېږي.

د څېړنې پر مهال، تحقیق کوونکو ته معلومه شوه چې د ادرک (سونډ / زنجبیل) چای په څښلو سره ډېر ژر هغه مواد ختمېږي چې د خولې او ساه بدبويي پیدا کوي.

د دې څېړنې مشر وايي چې ښايي تر دې وروسته ځینې روغتیايي شرکتونه له ادرکه جوړ شیان تولید کړي.

سرچینه
ډېلي مېل

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close