د زور انتخابات او د نومليکنې مرګونې پروسه؟

راپورتاژ: الماس خدرخېل — د ټاکنو خپلواک کمېسيون او يو شمیر کارپوهان وايي، نا امنیو، د نومليکنې په مرکزونو کې د چاودنو او په انتخاباتو د خلکو بې باورۍ  د نومليکنې بهير کې د خلکو ګډون پيکه کړی دی.

وړمه ورځ په خوست کې د نومليکنې مرکز ته نږدې چاودنه وشوه چې په ترڅ کې يې د ټاکنو کمېسيون د کارکوونکو په ګډون اوولس کسان چې ډیری يې د نومليکنې لپاره ورغلي و ووژل شول او له دېرشو زيات ټپيان شول.

نږدې دوه اوونۍ وړاندې د بغلان په مرکز پلخمري کې د نومليکنې په يوه مرکز کې چاودنې دولس کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

دغه راز له هغې څو ورځې مخکې د کابل په دشت برچي سيمه کې د نومليکنې په يوه مرکز کې چاودنې اووه پنځوس کسان ووژل او له سلو زيات يې ټپيان کړل چې د چاودنې مسئوليت داعش ډلې په غاړه واخيست.

همدارنګه تېره ورځ په لوګر مرکز پل علم کې د نومليکنې يو مرکز په بمونو والوزول شو.

د نومليکنې پروسې له پيل څو ورځې وروسته د کندهار امنيه قوندان جنرال رازق په خلکو باندې د رايه ورکونې کارت اخيستل جبري کړل او ويې ويل د هغه چا عريضه او نور دولتي کارونه به تر هغې نه اجرا کېږي ترڅو چې يې تذکیره او د نومليکنې کارت نه وي اخيستی.

په ورته وخت کې د هلمند والي حيات الله حيات په دغې ولايت کې ټولو دولتي مامورينو ته د ولسمشر د لارښوونې په اساس خبرداری ورکړی ويلي يې دي چې ټول مامورين دې په ټاکنو کې د ګډون لپاره نومليکنه وکړي او که چا نومليکنه ونه کړه نو د حاضرۍ پر وخت به هم غير حاضر شي.

يواځې دا نه بلکې په کابل او نورو ولايتونو کې د دولتي ادارو کارمندان په زوره د ټاکنو لپاره د نومليکنې پروسه کې د کارت اخيستلو ته مجبور شوي دي.

همدارنګه پرون د هلمند د والي وياند عمر ځواک وويل، د ناوې په ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو قومندان عبدالودود او عسکرو يې د دغې ولسوالۍ له خلکو په زوره د يوه کانديد په ګټه تذکيرې ټولې کړي او چې خلکو نه دي ورکړي نو ډیری خلک يې وهلي او زورولي دي.

ويل کېږي، چې د کندهار په ژيړۍ ولسوالۍ کې يوه چارواکي د مين پاکۍ د مؤسيسې له ټولو کارکوونکو غوښتي چې د رايه ورکولو لپاره د تذکيرو ټولې کاپيانيان ده ته ورټولې کړي او که چا يې مخالفت وکړ نو د کار څخه به يې ليرې کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مالي او ادارۍ مرستيال معاذالله دولتي هم د نومليکنې مرکزونو امنيت ته اندېښنه ښيي په خبره د مرکزونو امنيت خوندي نه دی نو ځکه ډیری خلک دغې مرکزونو ته له ورتګه ډډه کوي.

شنونکي او د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د غړو په باور، د زور انتخابات او د نومليکنې مرګونې پروسه او په نومليکنه کې د خلکو کمرنګه ګډون هغه څه دي چې د راتلونکو ټاکنو مشروعيت به زيانمن کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close