د زړه پلازمېنه – عرفان الله عرفاني

عرفان الله عرفاني

 

د زړه پلازمېنه کې مې غم ویده دی

ژړاندو سترګو کې مې نم ويده دی

 

ګلاب د هیلو مو له تندې نۀ مري

د اغزي، غېږه کې شبنم ویده دی

 

چې د رقیب په بمبار نشو خبر

طالب، جانان څومره مَحکم ویده دی

 

چیغې وهم خو څوک غږ نه اوري

جهان شو کوڼ که ټول عالَم ویده دی

 

کفر به راج خود په نړۍ چلوي

هلته عرب، دلته عجم ویده دی

 

چې پَرکالۍ ته چې موږ نه پرېښودو

هغه تر ټولو مُقدم ویده دی

 

اوس پراُفُق ُ، سپېدی نۀ راخېږي

د سهار غېږه کې تورتم ویده دی

 

په نیمائي کې ترې غزل پاتې شو

د (عرفاني) لاس کې قلم ویده دی

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close