د زکات مسائل (۷۹مه برخه) – فقیر، مسکین او د زکات مستحق څوک دی ؟ –

لیکوال : م، نجم الرحمن فضلي

د فقير پيژندنه

پوښتنه : زيد د حنفي او شافعي اصولو له مخې د نصاب څښتن نه دی، په زيد باندې زکوة واجب نه دی، زيد ته د زکوة اخيستل روا دي او که نه؟ که چيرته روا وي نو د زيد شمار په کومه ډله کې کيږي؟ که چيرته له مسکينانو څخه وي نو د مسکين تعريف او تشريح څه ده؟.

ځواب : کوم کس چې د نصاب په اندازه د دوه پنځوس نيمو توله سپينو څښتن نه وي هغه د زکوة مستحق دی، داسې کس ته شرعاً فقير ويل کيږي، ځينو د مسکين همدا تعريف کړی ([1]).

د مسکين پيژندنه

پوښتنه : د مسکين تعريف څه دی؟.

ځواب : له کوم سره چې هيڅ نه وي، د خوراک او ځان پټولو لپاره هم سوال کولو ته حاجت لري )مسکين من لا شئ له، فيحتاج الی المسألة لقوته وما يواری بدنه الخ( (الدرالمختار والشامي) ([2]).

د زکوة مستحقين

پوښتنه : کومو کومو خلکو ته د زکوة ورکول روا دي او کومو ته يې ورکول نه دي روا؟.

ځواب : خپل مور پلار، او خپل اولاد ته د زکوة ورکول نه دي روا، همدا رنګه ښځه او ميړه يوه او بل زکوة نشي ورکولای، کوم خلک چې په خپله د نصاب څښتنان وي هغوی ته يې ورکول هم نه دي روا، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  خاندان (هاشمي حضراتو) ته د زکوة ورکولو حکم نشته، بلکې که چيرته هغوی ضرورتمند وه نو له زکوة پرته له هغوی سره مرسته کول ضروري دي، خپل ورور، خور، تره، وراره ته د زکوة ورکول روا دي، د زيات تفصيل لپاره دې کتابونه وکتل شي ([3]).

د زکوة مستحق څوک دی

پوښتنه : خيرات اخيستل، ورکول او د خيرات غوښتلو حق د چا دی؟.

ځواب : هر څوک له خپل حيثيت سره موافق خيرات کولای شي، د وجوب زکوة لپاره د دوه پنځوس نيمو توله سپينو يا د اوه نيمو توله سرو نصاب شرط دی، له دې څخه په کمو زکوة نشته، او کوم کس چې د نصاب څښتن نه وي هغه ته خيرات، زکوة او وغيره ورکول صحي دي، او د نفلي صدقه ورکول صاحب نصاب ته هم روا دي، له چا سره چې د يوې ورځې خوراک موجود وي هغه ته خيرات غوښتل او سوال کول روا نه دي، البته که چيرته د يوه وخت خوراک هم نه وي نو هغه ته بيا سوال کول صحي دي، په دې شرط چې په ګټه کولو باندې هم قادر نه وي ([4]).

د زکوة صحي مصرف

پوښتنه : آيا د زکوة او عشر روپۍ په ملکي دفاع باندې مصرف کيدلای شي او که نه؟ .

ځواب : زکوة د فقيرانو او مسکينانو لپاره دی، په قرآنکريم کې چې (في سبيل الله) ذکر شوی په هغه کې فقر د شرط په توګه ملحوظ دی، يعنې کوم مجاهد چې نادار وي د هغه د ضرورياتو لپاره زکوة ورکول کيدای شي، د کوم چې هغه مالک جوړ شي، مطلقاً په ملکي دفاع، تعليم، صحت او عام المنفعة کارونو باندې د زکوة روپيو مصرفول صحي نه دي، او کومو خلکو چې دا ډول فتوی صادره کړې د هغو په نظر په زکوة او ټيکس کې کوم فرق نشته دی ([5]).

تر ټولو بهتر د زکوة مصرف

پوښتنه : د زکوة روپيو تر ټولو بهترين مصرف څه دی؟ آوريدل کيږي چې زمونږ په زمانه کې په ديني تعليم او خپرولو کې يې مصرف کول بهتر دي، دا خبره تر کومه ځايه صحي ده؟.

ځواب : د زکوة بهترين مصرف خپل ديندار اقرباء (خپلوان، دوستان) دي، کله چې هغوی د زکوة مستحق وي، له همدې سره سره که چيرته هغوی په دين کې مشغول وه نو په دې کې د خپلوي او ديني تعليم رعايت شوی دی، فاسقانو او فاجرانو ته له ورکولو څخه په ديني تعليم کې مشغولو ته يې ورکول په هر حال کې بهتر دي ([6]).

غريبې کورنۍ ته د کور جوړولو لپاره زکوة ورکول

پوښتنه : که يوې غريبې کورنۍ ته وويل شي چې کور تاسو جوړ کړی بيل يې زه ورکوم، نو په دې سره زکوة اداء کيږي او که نه؟.

ځواب : هو ! چې کار وکړي او بيا د بيل اداء کولو لپاره هغوی ته د زکوة روپۍ ورکړي نو زکوة اداء کيږي ([7]).

مسکين ته د زکوة په روپيو کور جوړول

پوښتنه : يو کس غريب دی، هغه ته زيد د زکوة په روپيو د يوه کور جوړول غواړي، آيا په همدې ډول د زکوة په روپيو د کور جوړول روا دي او که نه؟ کله چې فقهاء کرامو رحمهم الله دا مسئله هم ليکلې چې يوه کس ته دومره زکوة ورکول چې هغه سمدستي د نصاب څښتن شي مکروه دي؟.

ځواب : که چيرته روپۍ مسکين ته ورنکړي، بلکې په همدغو روپيو باندې په خپله کور جوړ کړي نو په دې کې کراهيت نشته، ځکه چې په دې سره مسکين د نصاب څښتن کيږي نه، دويم صورت دا کيدلای شي چې د کور د تعمير لګښت مسکين ته په يوه وار ورنکړی شي، بلکې يو څه برخه ورکړی شي، هر کله چې هغه په تعمير باندې مصرف کړی شي نو بيا يو څه نورې ورکړی شي، په همدې ډول دې جوړ کړی شي ([8]).

د چا ضرورت چې په تنخوا سره نه پوره کيږي هغه هم د زکوة مستحق دی

پوښتنه : يو کس د ديني مدرسې يا جومات خادم دی، د هغه ضرورتونه د هغه په تنخوا سره نه پوره کيږي، په همداسې صورت کې همدغه کس زکوة اخيستلای شي او که نه؟.

ځواب : اخيستلای يې شي، مګر د خدمت معاوضه به نه وي ([9]).

هغه چا ته زکوة ورکول چې خواري مزدوري نکوي

پوښتنه : که چيرته يو کس ځوان وي، مګر ګټه نکوي، سره له دې زمکه هم لري، مګر د نقد په صورت کې روپۍ ورسره نشته، آيا همداسې کس ته زکوة ورکول کيدلای شي او که نه؟.

ځواب : که چيرته له هغه سره دومره ماليت نه وي چې په هغه باندې زکوة واجبيږي، نو هغه ته د زکوة ورکول صحي دي، مګر همداسې کسانو ته په خپل محنت سره ګټه کول پکار دي ([10]).

که له وکيل سره د زکوة روپۍ ضايع شي

پوښتنه : زيد خالد ته د زکوة روپۍ کوم مسکين ته د ورکولو لپاره ورکړې وې، کومې چې له خالد سره ضايع شوې، په داسې صورت کې د زيد په ذمه چې کوم زکوة واجب الاداء وه هغه اداء کيږي او که نه؟ که چيرته نه اداء کيږي نو آيا د خالد په ذمه زيد ته د همدغو روپيو ورکول واجب دي او که نه؟.

ځواب : د زيد زکوة نه اداء کيږي، که چيرته خالد د روپيو په ساتنه کې غفلت نه وي کړی نو خالد د همدغو روپيو ضامن نه دی ([11]).

وکيل ته د زکوة په روپيو کې رد بدل کول

پوښتنه : يوه کس بل کس ته د زکوة يا د نورو واجبو صدقو له روپيو څخه يو څه روپۍ مسکينانو ته د ورکړې لپاره ورکړې، همدغه وکيل همدغه روپۍ بدلې کړې، د بيلګې په توګه د لسو لسو نوټونه يې ځينې واخيستل او د سلو نوټ يې پکې کيښود، آيا داسې کول روا دي او که ناروا؟ او که کومې روپۍ چې ورکړی شوې دي مسکينانو ته د همغو ورکول ضروري دي؟.

ځواب : زکوة بهر حال اداء کيږي، البته د تبديل جواز په دې باندې موقوف دی چې د موکل له لوري د تبديل اذن صراحتاً يا دلالةً وي، په موجوده عرف کې د دې اجازه شته، له همدې آمله صراحتاً اذن ته ضرورت نشته، سره له دې بيا هم صراحتاً اجازه اخيستل بهتر دي ([12]).

وکيل ته د زکوة په روپيو د کوم شي اخيستل

پوښتنه : آيا وکيل د زکوة په روپيو کوم شی لکه جامه، پيزار او داسې نور اخيستلای شي او که نه؟.

ځواب : دا هم د موکل په اذان باندې موقوف دي، که چيرته د هغه له لوري صراحتاً يا دلالةً د دې اجازه وه نو روا دي او که نه وه نو نه دي روا ([13]).

د غير مسلم په ذريعه د زکوة اداء کول

پوښتنه : يو مسلم د غير مسلم په ذريعه زکوة ورکولی شي او که نه؟.

ځواب : د زکوة اداء کولو لپاره د اعتماد وړ غير مسلم وکيل جوړول هم صحي دي، مګر يوازې وکيل ته په حواله کولو سره زکوة نه اداء کيږي، تر څو يې چې هغه مستحق ته ونه رسوي، د فرايضو په اداء کولو کې ډير احتياط کولو ته ضرورت شته دی ([14]).

([1]) فتاوی محموديه، ج : ۹، ص : ۵۱۶، بحواله : ردالمحتار، ج : ۲، ص : ۳۳۹، باب المصرف.

([2]) فتاوی محموديه، ج : ۹، ص : ۵۱۷، بحواله : الدرالمختار، ج : ۲، ص : ۳۵۴، باب المصرف.

([3]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۱۴۳، بحواله : الدرالمختار، کتاب الزکوة، باب المصرف، ج : ۲، ص : ۳۴۶، هداية، ج : ۱، ص : ۲۰۶، عالمګيري، ج : ۱، ص : ۱۸۹، کتاب الزکوة، الباب السابع، الدرالمختار، ج : ۲، ص : ۳۵۰، باب المصرف، عالمګيري، ج : ۱، ص : ۱۸۹، کتاب الزکوة، الباب السابع فی المصارف.

([4]) فتاوی محموديه، ج : ۹، ص : ۵۱۷- ۵۱۸، بحواله : ردالمحتار، کتاب الزکوة، باب المصرف، ج : ۲، ص : ۳۵۴ – ۳۵۵، الفتاوی العالمګيرية، ج : ۱، ص : ۱۸۹، الباب السابع فی المصارف، وکذا فی خلاصة الفتاوی، ج : ۱، ص : ۲۴۲، وکذا في فتح القدير، ج : ۲، ص : ۲۷۸، باب من يجوز دفع الصدقة اليه الخ.

([5]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۱۴۷، بحواله : عالمګيري، ج : ۱، ص : ۱۷۰، کتاب الزکوة، عالمګيري، ج : ۱، ص : ۱۸۸، کتاب الزکوة، الباب السابع فی المصارف.

([6]) فتاوی محموديه، ج : ۹، ص : ۵۱۸، بحواله : ردالمحتار، ج : ۲، ص : ۳۴۶، باب المصرف، وکذا فی الفتاوی العالمګيرية، ج : ۱، ص : ۱۹۰، وکذا فی البحر الرائق، ج : ۲، ص : ۴۲۵، باب المصرف.

([7]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۱۴۹، بحواله : هداية، ج : ۱، ص : ۲۰۵، البحر الرائق، ج : ۲، ص : ۲۶۰، کتاب الزکوة، باب المصرف، عالمګيري، ج : ۱، ص : ۱۸۹.

([8]) احسن الفتاوی، ج : ۴، ص : ۳۰۰.

([9]) فتاوی محموديه، ج : ۹، ص : ۵۲۵ – ۵۲۶.

([10]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۱۵۹، بحواله : عالمګيري، ج : ۱، ص : ۱۸۹.

([11]) احسن الفتاوی، ج : ۴، ص : ۲۹۹.

([12]) احسن الفتاوی، ج : ۴، ص : ۲۹۹ – ۳۰۰.

([13]) احسن الفتاوی، ج : ۴، ص : ۳۰۰.

([14]) فتاوی محموديه، ج : ۲۲، ص : ۳۱۳، بحواله، مراقی الفلاح، ص : ۵۸۸، کذا فی الدرالمختار مع هامش الشامي ومراقی الفلاح والطحطاوي، ص : ۵۸۸، حاشية الطحطاوي علی مراقی الفلاح، کتاب الزکوة، ص : ۷۱۵.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close