د زکات مسائل (۸۰ مه برخه) – ګدا ګرو (سوالګرو) ته زکوة ورکول ! –

لیکوال : م، نجم الرحمن فضلی

ګدا ګرو (سوالګرو) ته زکوة ورکول

پوښتنه : په کليو کې چې کوم فقيران ګرځي او خير غواړي، نه لمونځ کوي، نه روژه نيسي، آيا همداسې خلکو ته د زکوة يا بل شي ورکول صحي دي او که نه؟.

ځواب : که چيرته هغوی د نصاب څښتنان نه وي نو هغوی ته يې ورکول صحي دي ([1]).

د تراويحو په اجرت کې زکوة ورکول

پوښتنه : په يو شمير سيمو کې ځينې حافظان په جوماتونو کې په اجرت تراويح ورکوي، او يو شمير حافظان همدغه اجرت ناروا ګڼي، اوس که چيرته لمونځ کونکي هغوی ته د صدقه فطر يا زکوة څه روپۍ ورکوي نو هغوی ته يې اخيستل روا دي او که ناروا؟.

ځواب : کوم حافظان چې په اجرت باندې تراويح ورکوي هغوی ته د زکوة او فطره په ورکولو سره واجب له ذمه څخه نه ساقطيږي، ځکه چې د زکوة او فطره ورکول مجاناً ضروري دي، او دلته په اجرت کې ورکول کيږي، البته کوم حافظان چې په اجرت تراويح نه ورکوي، بلکې دا اجرت ناروا ګڼي نو که چيرته هغوی فقيران وي د نصاب څښتنان نه وي نو هغوی ته د زکوة او فطره روپۍ ورکول روا دي، مګر په دې تصريح کول پکار دي چې دا تا ته په اجرت کې نه درکول کيږي او نه دا ستا کوم حق وه، يوازې په دې خاطر درکول کيږي چې ته غريب او بې وسه يې، همدا رنګه کله چې له همدغو حافظانو سره د نصاب په اندازه روپۍ جمع شي نو له دې وروسته دې هغوی ته زکوة او فطره نه ورکول کيږي، که نه نو واجب نه اداء کيږي، )الا ان يکون مديونا بقدر ما يحيط بماله فيصح فافهم( ([2]).

د زکوة په روپيو کوم مستحق ته واده کول

پوښتنه : آيا يو کس د خپل وراره په واده د زکوة روپۍ مصرف کولای شي او که نه؟.

ځواب : که چيرته له همدغه هلک سره يا د هغه له والدينو سره دومره روپۍ نه وي چې د هغه واده پرې کولای شي نو د زکوة په روپيو د هغه واده کول روا دي، مګر بهتر صورت دا دی چې له يو چا څخه قرض واخلي او د واده مصارف پرې وکړي، وروسته د زکوة په روپيو د هغه قرض اداء کړی شي ([3]).

په توبې سره واجب شوی زکوة نه ساقطيږي

پوښتنه : د توبې په صورت کې آيا د تيرو شويو کلونو زکوة هم اداء کيدلای شي؟.

ځواب : په توبې سره تير واجب شوی زکوة نه ساقطيږي، حسب استطاعت د هغه اداء کول لازمي دي ([4]).

د واده کولو لپاره چنده غوښتونکي ته د زکوة ورکول

پوښتنه : يو کس خپل زوی ته د واده کولو لپاره چنده کوي، اوس که چيرته همدغه کس کوم چې چنده کوي د چنده کولو له امله د نصاب څښتن شو، يا له مخه د نصاب څښتن وه، مګر بيا يې هم د واده کولو لپاره چنده غوښتله، نو داسې کس ته د زکوة روپۍ ورکول صحي دي او که نه؟.

ځواب : همداسې کس ته د چنده غوښتل او نورو ته په همداسې حالت کې هغه ته زکوة ورکول صحي نه دي )لانه ليس بمصرف للزکوة کما فی کتب الفقه( ([5]).

امام ته زکوة ورکول

پوښتنه : د جومات امام ته د زکوة ورکول روا دي او که نه؟.

ځواب : که چيرته هغه محتاج او فقير وي نو روا دي، او که نه وي بيا نه دي روا، يوازې د جومات امام کيدو له امله د زکوة مستحق کيږي نه، د امامت د اجرت په ډول د زکوة ورکول هم صحي نه دي ([6]).

همدا رنګه ليکل شوي :

اګر که له امام صاحب سره دا خبره نه وي شوې چې د زکوة له روپيو به تنخوا ورکول کيږي، مګر چونکه د (المعروف کالمشروط) اصولو مطابق کوم شی چې له اول څخه په ذهن کې فيصله شوی وي هغه داسې دی لکه چې د هغه شرط لګول شوی وي، نو کله چې د امام صاحب او زکوة ورکونکي په ذهن کې دا خبره له پخوا څخه وي چې د امام تنخوا دې نه مقرره کيږي او هغه ته به د زکوة روپۍ ورکول کيږي، لهذا د زکوة له روپيو څخه د تنخوا يا په بل عبارت د امامت اجرت ورکول روا نه دي، البته که چيرته د امامت اجرت جلا وه، بيا د غربت او محتاجي له امله هغه ته زکوة ورکړی شي نو صحي دی ([7]).

همدا رنګه ليکل شوي :

پوښتنه : له تنخوا پرته د کليو امامانو ته کليوال په يوه ځای زکوة او صدقه فطر په دې نيت ورکوي چې هغه لمونځ ورکوي، آيا په همداسې صورت کې زکوة او صدقه فطر اداء کيږي او که نه؟.

ځواب : دا د امامت معاوضه دی، په دې سره نه زکوة اداء کيږي او نه صدقه فطر ([8]).

همدا رنګه ليکل شوي :

د جومات امام که مالدار وي او که غريب، د اجرت په توګه هغه ته زکوة، عشر او صدقه ورکول روا نه دي، لهذا ځايي خلکو ته پکار دي چې هغه ته جلا (مستقله) تنخوا مقرره کړي، که نه نو د هغوی زکوة او وغيره نه اداء کيږي، البته که چيرته امام غريب وي او د امامت د اجرت په توګه نه ورکول کيږي بلکې د همدردي او احسان په توګه هغه ته زکوة او وغيره ورکول کيږي نو دا له شک پرته روا دي ([9]).

د عالم اولاد ته زکوة ورکول

پوښتنه : زيد يو عالم دی، د هغه بالغ اولاد ته د زکوة اخيستل روا دي او که نه؟ په داسې حال کې چې اولاد يې په خپل ځان مصرف کوي؟.

ځواب : که چيرته يې اولاد د زکوة مستحق وي نو اخيستل يې ورته روا دي ([10]).

اقرباؤ (خپلوانو) ته زکوة ورکول

پوښتنه : که چيرته د يو چا حقيقي ورور دومره غريب وي په څومره غريب کيدو باندې چې ورکړه روا دی، نو آيا ورور ته هم زکوة ورکول کيدلای شي او که نه؟ او که چيرته يې ورکول روا نه وي نو په خپله پلرنې کې يې کومو کومو خلکو ته ورکولای شي؟.

ځواب : ورور ته د زکوة ورکول روا دي، کله چې هغه مستحق وي، او له اصولو فروعو او زوجينو پرته ټولو خپلوانو ته زکوة ورکول صحي دي، کوم وخت چې هغوی د زکوة مستحق وي ([11]).

مسکين رشته دار ته زکوة ورکول ډير ثواب لري

پوښتنه : د يوه سړي ورور ډير بې وسه او ناروغه دی، د هغه هيڅ آمدن هم نشته، هغه ته د زکوة ورکول څرنګه دي؟.

ځواب : هغه ته يې په ورکولو کې ثواب ډير دی، مګر په يوه وار دې دومره روپۍ نه ورکوي چې هغه فقير او محتاج د نصاب څښتن شي، يو څه روپۍ دې ورکړي، کله چې هغه ختمې شي نورې دې ورکړي، البته که چيرته هغه عيالدار هم وه نو په يوه وار دومره ورکولی شي که په ټولو افرادو باندې وويشل شي نو له يوه سره هم نصاب نه پوره نشي ([12]).

ورور ته زکوة ورکول

پوښتنه : که چيرته د يو چا سکنی ورور معذور او ناروغه وي، او د آمدن ذريعه يې هم نه وي، آيا هغه ته بل ورور زکوة ورکولای شي او که نه؟.

ځواب : خور، ورور او تره ته د زکوة ورکول روا دي ([13]).

همدا رنګه ليکل شوي :

هو ! خور ته زکوة ورکول روا دي، په دې شرط چې هغه د زکوة مستحق وي ([14]).

همدا رنګه ليکل شوي :

پوښتنه : که د يو چا خور کونډه وي، او هغه له خپل زوی سره اوسيږي، آيا هغې ته د علاج لپاره د زکوة روپۍ ورکول کيدلای شي او که نه؟.

ځواب : خور ته د زکوة روپيو ورکول روا دي ([15]).

همدا رنګه ليکل شوي :

غريب ورور ته زکوة ورکول صحي دي، بلکې د نورو په مقابل کې ورور ته يې ورکول بهتر دي، د فقه په کتابونو کې دا مسئله ذکر شوې، او يوه مستحق ته په دومره اندازه زکوة ورکول چې هغه د نصاب څښتن شي مکروه دي ([16]).

تره ته زکوة ورکول

پوښتنه : که په چا باندې زکوة فرض شوی وي او هغه غواړي چې د زکوة روپۍ خپل تره ته ورکړي، آيا خپل تره ته د زکوة روپۍ ورکول کيدلای شي او که نه؟.

ځواب : تره ته د زکوة ورکول روا دي، او چا ته چې زکوة ورکول کيږي هغه ته دا ويل ضروري نه دي چې دا د زکوة روپۍ دي، يوازې د زکوة نيت کول کافي دي ([17]).

([1]) فتاوی محموديه، ج : ۹ ، ص : ۵۲۷ – ۵۲۸، بحواله : العالمګيري، الباب السابع فی المصارف، ج : ۱، ص : ۱۸۹.

([2]) امداد الاحکام، ج : ۲، ص : ۴۶.

([3]) آبکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۱۴۹، بحواله : البحر الرائق، ج : ۲، ص : ۲۶۰.

([4]) فتاوی محموديه، ج : ۲۲، ص : ۳۲۰ – ۳۲۱، بحواله : الجامع لاحکام القرآن للقرطبي، التحريم، ۸ : ۱۸ / ۱۲۸، الدرالمختار، کتاب الحج، باب الهدی، ج : ۲، ص : ۶۲۲، منحة الخالق علی البحر الرائق، کتاب الحج، باب الاحرام، ج : ۲، ص : ۵۹۴.

([5]) فتاوی محموديه، ج : ۹، ص : ۵۲۸، بحواله : الدرالمختار، ج : ۲، ص : ۳۵۴، باب المصرف.

([6]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۱۶۴، بحواله : عالمګيري، ج : ۱، ص : ۱۸۷، کتاب الزکوة، الباب السادس فی زکوة الزرع والثمار.

([7]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۱۶۵، بحواله : عالمګيري، ج : ۱، ص : ۱۹۰، کتاب الزکوة، الباب السابع فی المصارف.

([8]) فتاوی محموديه، ج : ۹، ص : ۵۳۲، هی تمليک جزء مال عينه الشارع من مسلم فقير غير هاشمي ولا مولاه مع قطع المنفعة عن المملک من کل وجه الله تعالی، الدرالمختار، ج : ۲، ص : ۲۵۸، کتاب الزکوة.

([9]) فتاوی عباد الرحمن، ج : ۳، ص : ۱۳۱، بحواله : الهندية، ج : ۱، ص : ۱۸۹ – ۱۹۰.

([10]) فتاوی محموديه، ج : ۹، ص : ۵۲۹.

([11]) فتاوی محموديه، ج : ۹، ص : ۵۳۸، بحواله : ردالمحتار علی الدر المختار، ج : ۲، ص : ۳۴۶، باب المصرف، وکذا فی خلاصة الفتاوی، ج : ۱، ص : ۲۴۲، الفصل الثامن في اداء الزکوة، وکذا فی التاتار خانية، ج : ۲، ص : ۲۷۱، من توضع الزکوة فيه، وکذا فی فتح القدير، ج : ۲، ص : ۲۷۰، باب من يجوز دفع الصدقة اليه ومن لايجوز.

([12]) احسن الفتاوی، ج : ۴، ص : ۳۰۲، بحواله : ردالمحتار، ج : ۲، ص : ۷۵.

([13]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۱۵۲، بحواله : عالمګيري، ج : ۱، ص : ۱۹۰.

([14]) فتاوی عباد الرحمن، ج : ۳، ص : ۱۲۹، بحواله : البحر الرائق، ج : ۲، ص : ۲۴۳، شامي، ج : ۲، ص : ۳۴۶.

([15]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۵۳، بحواله : عالمګيري، ج : ۱، ص : ۱۹۰.

([16]) فتاوی محموديه، ج : ۲۲، ص : ۳۳۰، بحواله : البحر الرائق، کتاب الزکوة باب المصرف، ج : ۲، ص : ۴۲۵، حاشية الطحطاوي علی مراقی الفلاح، کتاب الزکوة، ص : ۷۲۱، الدرالمختار مع ردالمحتار، کتاب الزکوة، باب المصرف، ج : ۲، ص : ۳۵۳.

([17]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۱۵۳ – ۱۵۴، بحواله : عالمګيري، ج : ۱، ص : ۱۹۰، الاشباه والنظائر مع شرح الحموي، ج : ۱، ص : ۲۲۱.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close