د زکوة مسائل (دولسمه برخه)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

کوم غني چې زکوة نه ورکوي د هغه حکم

پوښتنه : له عمر سره دومره روپۍ دي په کومو چې زکوة واجب کيږي، مګر هغه نه زکوة ورکوي او نه خيرات کوي او ډير کنجوس دى، له ده سره څنګ په څنګ يو ګاونډي اوسيږي کوم چې ډير غريب دى، بلکې يو دوه وخته په هغه باندې لوږه تيريږي، عمر ته د هغه همدغه حالت ښه معلوم دى، مګر له هغه سره هيڅ ډول مرسته نکوي، په عمر کې يو خراب عادت دا دى چې هغه لمونځ او روژه هم نه اداء کوي، هر کله چې معلومه شي چې عمر همداسې کړي نو د هغه لپاره شرعي حکم څه دى؟.

ځواب : هغه ډير سخت ګنهګار دى ([1]).

همدا رنګه په نفحات التنقيح کې ليکل شوي :

له حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روايت دى فرمايي : کله چې )والذين يکنزون الذهب والفضة( آيت کريمه نازل شو او په مسلمانانو باندې سخت تمام شو نو حضرت عمر رضی الله عنه وفرمايل چې زه ستاسو مشکل حل کوم، نو هغه رضی الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم حضور ته تشريف ور وړو او عرض يې وکړ چې همدغه آيت کريمه په صحابه ؤ رضی الله عنهم باندې پوره سخت او ګران دى، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : الله تعالى جل جلاله زکوة د دې لپاره فرض کړى دى چې ستاسو پاتې مال پاک کړى شي او ميراث د دې لپاره ضروري ګڼل شوى چې له تاسو وروسته کوم خلک پاتى شي هغه د هغوى حق شي، حضرت عمر رضی الله عنه له خوشحالي څخه تکبير (الله اکبر) وويل، بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : آيا زه تاسو ته يو داسې بهترين شى در ونه ښايم کوم چې انسان له خپل ځان سره وساتي او خوشحاله شي؟ او هغه نيکه ښځه ده کوم وخت چې ميړه هغې ته وګوري نو خوشحاله کيږي، چې حکم ورته وکړي نو اطاعت کوي، او کله يې چې ميړه نه وي نو هغه خپله آبرو او د ميړه د مال او اسبابو ساتنه کوي ([2]).

صحابه کرامو رضی الله عنهم په لومړي سر کې د همدغه آيت کريمه مطلب دا ګڼلى وه چې له ضرورت څخه د زيات مال جمع کول مطلقاً بد دي او په شريعت کې دا سخت جرم دى، له کوم څخه چې همدغه آيت کريمه خبردارى ورکوي، نو هر کله چې حضرت عمر رضی الله عنه د صحابه کرامو رضی الله عنهم همدغه کيفيت وليدلو نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې عرض وکړ، رسول الله صلی الله عليه وسلم وضاحت وکړ چې له ضرورت څخه د زيات مال جمع کول مطلقاً بد نه دي، بلکې بد په هغه وخت کې دي کله چې د هغه حقوق اداء نکړى شي.

که چيرته مطلقاً د مال جمع کول بد واى نو الله تعالى جل جلاله به نه زکوة فرض کړى وه او نه ميراث، د زکوة او ميراث فرض کيدل د دې خبرې دليل دى چې په روا طريقو د مال جمع کول بد نه دي، هو ! دومره خبره ضرور شته چې د هغه مال حق (يعنې د زکوة او صدقه) اداء کول پکار دي ([3]).

همدا رنګه له حضرت ابو هريرة رضی الله عنه څخه په يوه اوږده روايت کې روايت شوي فرمايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : کوم کس چې د سرو او سپينو د شرعي نصاب مالک (څښتن) شي او د هغه حق (يعنې زکوة) ورنکړي نو د قيامت په ورځ به د هغه لپاره د اور تختې جوړې کړى شي (يعنې تختې به د سرو او سپينو وي، مګر هغه به په اور سره دومره ګرمې کړى شوى وي ګوا که چې د اور تختې به وي، نو له همدې امله رسول الله صلی الله عليه وسلم د اور تختې وويلې) همدغه تختې به د دوزخ په اور سره ګرمې کړى شوې وي او په همدغو تختو سره به د همدغه کس اړخونه، تندى او شا داغل کيږي، بيا به همدغه تختې د هغه له بدن څخه جلا کړى شي، په اور کې به ګرمې کړى شي او بيا به راوړل شي (يعنې کله چې همدغه تختې يخې شي نو هغه به بيا د ګرمولو لپاره په اور کې واچول شي او له هغه ځاى څخه به بيا راوويستل شي او د همدغه کس بدن به پرې داغل کيږي) او د همدغې ورځې اندازه په کومه کې به چې همدغه سلسله په همدې ډول جاري وي د پنځوسو زرو کلونو هومره ده، تر دې چې د بندګانو حساب کتاب ختم کړى شي، او همدغه کس به د جنت يا دوزخ لوري ته خپله لار وويني ([4]).

د قيامت د ورځې اندازه د پنځوسو زرو کلونو برابر ښودل شوې، مګر د دې تعلق له کافرو سره دى، يعنې د قيامت ورځ به کافرانو ته د پنځوسو زرو کلونو په اندازه درازه معلوميږي، پاتې نورو ګناهګارانو ته به د هغوى د ګناه په اندازه درازه محسوسيږي، که چيرته د يو چا ګناه کمه او سپکه وي نو هغه ته به همدغه ورځ په همدې اعتبار سره کمه درازه محسوسيږي او که چيرته د يو چا ګناه ډيره او سخته وي نو هغه ته به په همدې اعتبار سره ډيره درازه محسوسيږي، تر دې چې د خداى تعالى جل جلاله نيکو بندګانو يعنې کامل مؤمنانو ته به پوره ورځ يوازې د دوه رکعتونو د لمانځه اداء کولو په اندازه معلوميږي، ګوا که چې په څومره ځنډ سره دوه رکعته لمونځ کيږي نو هغوى ته به همدغه ورځ يوازې د همدومره وخت په اندازې سره معلوميږي.

پاتې شوه دا خبره چې هغوى به د جنت يا دوزخ لوري ته خپله لار وويني : د دې مطلب دا دى چې که چيرته د همدغه کس په اعمال نامه کې له ترک زکوة (د زکوة نه ورکولو) پرته نور ګناهونه نه وي او په مذکوره عذاب په کوم کې چې هغه مبتلاء شوى وي نو له هغه څخه به همدغه عذاب ليرې کړى شي او له دې وروسته به هغه جنت ته ولاړ شي، او خداى مکړه که چيرته د هغه په اعمال نامه کې د ترک زکوة له ګناه پرته نور ګناهونه هم وي، يا دا چې له مذکور عذاب وروسته بيا هم له هغه څخه د ترک زکوة عذاب ليرې نکړى شي نو بيا به هغه دوزخ ته داخل کړى شي.

له خلکو سره به حساب کيږي : په دې کې دې خبرې ته اشاره ده چې د قيامت په ورځ په ميدان حشر کې به د خداى تعالى جل جلاله نور مخلوق په حساب کتاب کې مشغول وي، مګر هغه خلک کومو چې زکوة نه وي ورکړى هغه به په عذاب کې اخته (مبتلاء) وي ([5]).

يوه پوښتنه او د هغې ځواب

پوښتنه : الف …….. زيد لمونځ کوي، مګر د زکوة په فرضيت باندې قايل نه دى، بلکې د زکوة ورکول حماقت ګڼي، او بکر يې فرضيت مني، مګر د نصاب مطابق برخه نه ورکوي، مسلمانانو ته د همداسې خلکو په باره کې څه ډول فکر ساتل پکار دي؟.

ب ……… د يوه مسلمان په بل مسلمان باندې په حديث شريف کې حقوق راغلي، مثلا : په جنازه کې يې ګډون کول، د ناروغ پوښتنه کول، آيا يو مسلمان د زيد او بکر په مسلمان ګڼلو سره همدا حقوق اداء کولاى شي؟.

ج ……… زيد او بکر د زامنو او لوڼو ودونه، نور رسمي رواجونه ډير اوږده او په ډير شان او شوکت سره نمانځي او له مسلمانانو څخه اميد لري چې هغوى ګډون پکې وکړي او د هغه شان او شوکت نور هم لوړ کړي، په داسې صورت کې آيا د هغه اميد لرل او په همداسې دعوتونو کې ګډون کول ضروري او واجب دي او که نه؟.

د …….. د زيد او بکر نږدې دوست عمر د ديني عالم په حيث يادونه هم ورته کړې، مګر د عمر خبره هغوى داسې آوريدلې لکه چې نه يې ده آوريدلې، نو له همدې امله د نارضايت له امله عمر د هغوى په دعوتونو کې هيڅکله هم ګډون نکوي، آيا عمر لره حق شته دى چې همداسې وکړي؟ او که عمر ګنهګار دى؟.

ر ……. د زيد او بکر نور خپلوان کوم چې د زکوة قائلين دي، د هغوى طرز عمل له زيد او بکر سره څه ډول پکار دی؟.

ځواب : الف ……. د اسلام بنياد چې په کومو شيانو باندې شوى په هغوى کې زکوة هم دى ([6]) د زکوة فرضيت په قطعي نص سره ثابت دى ([7]) له دې څخه انکار کول له قطعي نص څخه انکار دى، د کوم له امله چې د ايمان سلامت پاتې کيدل ګران دي ([8]) په فرضيت باندې عقيده لرل او د هغه نه اداء کول دا لوى معصيت دى ([9]) لکه څرنګه چې د هغه چا لپاره سخته ګناه ده کوم چې د لمانځه په فرضيت باندې قائل وي مګر اداء کوي يې نه، همدا رنګه د زکوة نه ورکونکى هم سخت ګناهګار دى، که چيرته په خپل وخت سره اداء نکړى شي نو هغه دې اداء کړى شي، که نه نو د هغه وبال په دنيا کې هم شته دى او په آخيرت کې هم شته دى ([10]).

ب ……… زيد د خپل جهل له امله د زکوة له فرضيت څخه انکار کوي، مګر بيا هم د ضرورت په وخت کې دې د هغه پوښتنه هم وکړى شي، او هغه ته دې نصيحت هم وکړى شي، د زکوة اهميت دې هم ورته بيان کړى شي، آيا بعيده دى چې الله تعالى جل جلاله هدايت ورته وکړي؟.

ج …….. که چيرته په دعوت کې د کلمه حق ويلو موقع وي او د اصلاح توقع وي نو ګډون کول پکې صحي دي.

د …….. که چيرته په ګډون کولو سره د اصلاح اميد وه نو ګډون کول پکې پکار دي، او که چيرته د ګډون په نکولو سره او د نارضايت په ښکاره کولو سره د اصلاح اميد وه نو بيا پکې ګډون نکول او د نا رضايت ښکاره کول صحي دي.

ر ……. هغه دى کوم چې پورته بيان کړى شول ([11]).

د زکوة اهميت ته په کتلو سره فقهاء کرامو فرمايلي چې له زکوة او د هغه له فرضيت څخه انکار کونکى کافر دى او له اسلام څخه بالکل وتلى.

په همدې سلسله کې امام نووي رحمه الله فرمايلي چې که چيرته يو داسې کس کوم چې تازه ايمان راوړى وي، يا له اسلامي ماحول څخه ليرې چيرته په ځنګل کې را لوى شوى وي او هغه د زکوة له فرضيت څخه انکار وکړي او هغه يې نه اداء کوي، نو هغه ته دې لومړى د زکوة د فرضيت لاملونه او د هغه اهميت بيان کړى شي، که چيرته د همدې باوجود هغه په خپل انکار باندې ټينګار کوي او په خپل انکار باندې ټينګ ولاړ وي نو د هغه د کفر حکم دې ولګول شي، مګر که چيرته کوم کس په مسلمانه ټولنه کې اوسيږي او هغه ته د زکوة په فرضيت باندې علم هم وي خو سره له دې بيا هم له زکوة څخه انکار کوي نو هغه کافر دى او په هغه باندې د مرتد احکام جاري کيږي، يعنې لومړى دې هغه ته د توبه ويستلو وويل شي او د توبه نه ويستلو په صورت کې دې هغه ووژل شي، ځکه چې د زکوة په فرضيت باندې علم ضروري دى، او د همدغه علم با وجود له زکوة څخه انکار کول د الله تعالي جل جلاله او د هغه جل جلاله د رسول صلی الله عليه وسلم تکذيب دى.

لنډه دا چې له زکوة څخه د انکار کونکو په باره کې ښکاره شرعي حکم موجود دى، په کوم باندې چې اجماع هم دى ([12]).

([1]) فتاوى محموديه، ج : ٩، ص : ٣٠٩، بحواله : سورة التوبة، آية : ٢٤، صحيح البخاري، ج : ١، ص : ١٨٨.

([2]) مشکوة المصابيح، حديث نمبر : ١٧٨١، اخرجه ابو داؤد في سننه، ج : ١، ص : ٢٣٤، کتاب الزکوة، باب حقوق المال.

([3]) نفحات التنقيح في شرح مشکوة المصابيح، ج : ٣، ص : ١٤٤ – ١٤٥، بحواله : الطيبي، ج : ٤، ص : ١٨.

([4]) مشکوة المصابيح، حديث نمبر : ١٧٧٣، الحديث اخرجه مسلم في صحيحه، ج : ١، ص : ٣١٨، في باب اثم مانع الزکوة.

([5]) مظاهر حق جديد، ج : ٢، ص : ١٦٩ – ١٧١.

([6]) عن ابن عمر رضي الله تعالي عنهما قال : قال رسول الله صلی الله عليه وسلم : بني الاسلام علي خمس، شهادة ان لا اله الا الله وان محمد عبده ورسوله، واقام الصلوة، وايتاء الزکوة، والحج وصوم رمضان، صحيح البخاري، کتاب الايمان، باب قول النبي صلی الله عليه وسلم ….. ١، ص : ٥، وصحيح مسلم، کتاب الايمان، باب بيان ارکان الاسلام، ج : ١، ص : ٣٢، ومشکوة المصابيح، کتاب الايمان، الفصل الاول، ص : ١٢.

([7]) قال الله تعالي )واقيموا الصلوة واتو الزکوة وارکعوا مع الراکعين( (البقرة، آية : ٤٣).

قال الله تعالي )واقيمو الصلوة واتو الزکوة وما تقدموا لانفسکم من خير تجدوه عند الله ان الله بما تعملون بصير( (البقرة، آية : ١١٠).

قال الله تعالي )واقيمو الصلوة واتو الزکوة واقرضوا الله قرضا حسنا( (المزمل، آية : ٢٠).

([8]) واما صفتها فهي فريضة محکمة، يکفر جاحدها، ويقتل مانعها، الفتاوى العالمګيرية، کتاب الزکوة، الباب الاول، ج : ١، ص : ١٧٠، وهي فريضة محکمة لايسع ترکها، ويکفر جاحدها، مجمع الانهر، کتاب الزکوة، ج : ١، ص : ٢٨٤، واجمع المسلمون في جميع الاعصار علي وجوب الزکوة، واتفق الصحابة رضی الله عنهم علي قتال مانعيها، فمن انکر فرضيتها کفر وارتد ان کان مسلما ناشئا ببلاد الاسلام بين اهل العلم، الفقه الاسلامي وادلته، الباب الرابع، الفصل الاول، المبحث الاول، ثالثا، فرضية الزکوة، ج : ٣، ص : ١٧٩٢.

([9]) منها عد منع الزکوة کبيرة، هو ما اجمعوا عليه، الزواجر عن اقتراف الکبائر، کتاب الزکوة، الکبيرة السابعة والثامنة والعشرون بعد المائة، ترک الزکوة وتاخيرها، ج : ١، ص : ٢٨٧، الکبيرة الخامسة : منع الزکوة، الکبائر، ص : ١٦.

([10]) قال الله تعالى )وَالَّذِیۡنَ یَکۡنِزُوۡنَ الذَّہَبَ وَ الۡفِضَّۃَ وَ لَا یُنۡفِقُوۡنَہَا فِیۡ سَبِیۡلِ اللّٰہِ ۙ فَبَشِّرۡہُمۡ  بِعَذَابٍ اَلِیۡمٍ ﴿ۙ۳۴﴾ یَّوۡمَ یُحۡمٰی عَلَیۡہَا فِیۡ نَارِ جَہَنَّمَ فَتُکۡوٰی بِہَا جِبَاہُہُمۡ وَ جُنُوۡبُہُمۡ وَ ظُہُوۡرُہُمۡ ؕ ہٰذَا مَا  کَنَزۡتُمۡ  لِاَنۡفُسِکُمۡ فَذُوۡقُوۡا  مَا کُنۡتُمۡ  تَکۡنِزُوۡنَ( التوبة .

([11]) فتاوى محموديه، ج : ٢٢، ص : ٢٨٨ – ٢٩٠.

([12]) مسائل زکوة، ص : ٢٢، بحواله : المجموع، ج : ٥، ص : ٣٣٤، فقه الزکوة، ج : ١، ص : ١٢٠، کتاب الفقه، ج : ١، ص : ٩٥٩.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close