د زیتون پاڼو له حيرانوونکو روغتايي ګټو خبر ياست؟

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۹)

د نويو څېړنو له مخې، د زيتون پاڼې د اوليوروپين په نامه ځانګړي کيمياوي مواد توليدوي چې د زخمونو د پړسوب او پوستکي د خارښ مخنيوي تر څنګ د زړه د ناروغيو، د مثانې سرطان، تور زېړي، ټيټ فشار او يو شمير نورو ناروغيو لپاره ګټور دي.

په نيويارک کې د چارلس پاسلر په نوم يو ډاکټر وايي، د زیتون پاڼې (ويټامين ای، ويټامين بي- ۹) توليدوي او آنتي اکسيدان ماده هم لري چې د ګڼو رنځونو لپاره ګټور دي.

د روغتياپالو په وینا، د زيتون پاڼې د پوټکي د خارښت ختمولو، د پړسوب د رغولو او د مثانې سرطان په مخنيوي کې هم مهم رول لرلای شي.

د wellandgood په نوم د طبي ويب پاڼې په راپور کې راغلي، د زیتون پاڼو کې شته کيمياوي مواد هغه علتونه له منځه وړي چې د عقلي او ذهني ځواک د کمزوري کولو لپاره رامنځته کېږي زياتوي که چايو پر ځای استعمال شي صحت ته ډيره فايده کوي وايي چې دغه پاڼې (اوليانولیک اسيد) هم لري چې انسان ته انرژي او قوت ورکوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close