د سالنګونو د ساتنې او څار اداره: ډېر ژر به د سالنګ لویه لاره د ترافیکو پرمخ خلاصه شي

کابل ټکی کام ۱۰سلواغه/۱۳۹۴، فرید احمد
پرون د سالنګ لویه لاره د وارو د ورښت له کبله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه چې په اړه یې د سالنګونو د ساتنې او څار ادارې مشر جنرال رجب پرون رسنیو ته وویل، واوره او توپانونه د کمېدو په حال کې دي، که چیرې د واورې توپانونه زیات نشي نو کېدای شي ډېر ژر به لاره د ترافیکو پرمخ خلاصه شي.
رجب وايي ټول ولاړ موټر د لارو څخه ایستل شوي دي، یوازينۍ کار د واورو صفا کول دي چې ژر تر ژره به سرته ورسیږي.
دی وايي چې اته ټيمونه یې د سالنګ په دواړو غاړو کې په کار بوخت دي، چې کېدای شي په دوه ورځو کې کار تمام شي، او لاره مصئونیت پیدا کړي.
نوموړی زیاتوي پرون پدې لاره یوازې درې کسان د ترافیکي پېښې له امله ټپيان شوي دي.
د یادولو ده چې د سالنګ لویه لاره د هېواد شمالي ولایتونه له پایتخت سره نښلوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close