د سترې محکمې د رئیس ۹۰ کلن پلار د نا مالومو وسله والو له لورې تښتول شوی

کابل ټکی کام ۰۹حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د ننګرهار ولایت دولتي چارواکو ویلي دي، چې د سترې محکمې د رئیس پلار د دغه ولایت په مرکز جلال اباد کې د نامالو وسله والو له لورې تښتول شوی دی.
د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي هم رسنیو ته تأیید کړې ده، چې د سترې محکمې د رئیس سید یوسف حلیمي پلار سید حسن تېره اونۍ تښتول شوی دی.
خوږياڼي وویل، د حلیمي پلار سید حسن چې ۹۰ کاله عمر یې درلودو، د نا مالومو وسله والو له لورې تښتول شوی دی.
د ننګرهار ولایتي شورا او امنیتي ځواکونو د حلیمي د پلار په اړه څېړنې پیل کړي دي، تر څو یې د تښتوونکو له منګولو څخه ازاد کړي.
حلیمي چې د سترې محکمې رئیس دی، د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې په پلازمینه کابل او د ننګرهار ولایت مرکز د جلال اباد ښار په میوې منډوی سیمه کې هم کور لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close