د ستونزو په وړاندی کم حوصله نشئ

عزیر اسدخیل
په ژوند کې ستونزی او مشکلات د سړی ذهن او فکر ته وده ورکوی، با عزمه او با اراده خلکو نه پیاوړی قوی او غښتلی خلک جوړوی.
مګر پاتی او ټیټ خلک بیا له پښو غورځوی، چه له ژوند څخه نا امیده کیږی او بالآخره مرګ غوره ګڼی.
هوښیار خلک همیشته ستونزو ته لومړی د حل لاري پیدا کوی او بیا د حل په اسانه لار عمل کوي.
ریښتیا هم چې ژوند بیدون له ستونزو او مشکلاتو څخه امکان نلری. که هر څومره مو په ژوند کی ستونزی ډیری وي نو معنی داده چه خوشحالی به هم ډیری وی. که څوک ووایی چه فلاني په ژوند کی هیڅ خفګان ندی لیدلای، دا داسی معنی لری چه هیڅ خوشحالي یی نده لیدلی. ځکه د خفګان نه وروسته ډیره وړه خوشحالی هم ډیره مزه داره او خوندوره وی.
که د خوشحالیو یوه لړۍ شروع شی نو د خوشحالی ارزښت ورځ تر بلی کمیږی. ډیر ځله یوه خوشحالی د یوه خفګان تر شا پرته وی، که خفګان واقع نشی نو خوشحالی هم نه واقع کیږی.
هیله ده چه په ورځینی ژوند کی د ستونزو په وړاندی کم حوصله نشئ، ستونزی دایمی نه وي. که خدای مه کړه کله راپیښه شي نو د حل لپاره یی په عقل، پوهی او جرات سره لاس په کار شئ.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close