د سرپل ولایت په زندان کې یو بندي پولیس ځان غرغره کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۴) زرغون خوږیاڼی

په سرپل ولایت کې یوه بندي پولیس خپل ځان په رسۍ کې ځوړند کړی، چې د زندان امنیتي پولیسو مړ موندلی دی.

ویل کیږي چې نن سې شنبه د مرغومی په ۱۴ نیټه د سرپل ولایت په نوي زندان کې د عبدالغفور په نامه یوه بندي پولیس سهار وختي خپل ځان غرغره کړی دی.

د معلوماتو له مخې ویل شوي، ځانوژونکی پولیس تر دې وړاندې په سرپل ولایت کې د عامه ساتنې د پولیسو په لیکو کې دنده اجرا کوله، چې  په خپله دنده کې د سرغړونې له کبله په یوه کال بند محکوم شوی و.

د عامه ساتنې پخوانی پولیس د سرپل ولایت د بغاوي ولسوالۍ اوسیدونکی و، د پیښې انګیزه نه ده څرګنده شوې؛ خو خبري سرچینو ویلي چې په دې اړه امنیتي پولیسو پلټنې پیل کړي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close