د سرچپه حکومت سرچپه فارمولې

خالد رعد

زمونږ يو ملګری په کيوبا کې بندي و (اوس راخلاص دی) د بند په مهال يو بل ملګري په خوب ليدلی و چې واسکټ/سدرۍ يې په چپه خوا اغوستې وه، پوښتنه يې ترې کړې وه چې قاري صاحب دا ولې؟ قاري صاحب ځواب ورکړی و، چې حکومت سرچپه دی. دا کيسه مې د کابل حکومت د چارواکو تر استعفاګانو او برطرفي راياده شوه.

هسې خو له ۲۰۰۱ نه مشاهده کوو چې حکومت سرچپه دی. د نورو جمهوري هيوادونو ولسونه د حکومت جوړولو واک لري، خو دلته بالعکس د حکومت جوړونې واک له پرديو، هغه هم اشغالګرو سره دی، له بې واکه رئيس او اپوزيسيون نه نيولې آن تر ولسوالانو او ډلو ټپلو پورې ټول د يرغلګرو لخوا په اقتدار راوستل کيږي، عزل کيږي او له مرکزي دولت سره د ټيټ پوړو چارواکو د مقابلې پشتيباني کيږي.

دغه راز وينو چې د دې سرچپه حکومت ملي او نړيوالې سياسي فارمولې هم يو په بل پسې سرچپه راخيژي. يوازې د ننني بې واکه ملي وحدت حکومت(!؟) په دننه کې دا حال نه دی، بلکې د کرزي د دورې له پيل څخه تر اوسه پورې همدا حال روان دی او هيڅ فارمولې يې مثبته نتېجه نه ده ورکړې، خصوصا د طالبانو په وړاندې.

د اشرف غني حکومت په منځ کې خو له لويه سره امريکايي جانکيري درځ رامنځته کړی، چې له امله يې ګرد حکومت تر نن ورځې ځوريږي. څو ورځې وړاندې يو ځل بيا د ګډوله رژيم ډنډ د استعفاګانو زلزلې وچړپاوه او د جاسوسانو، نامسؤوله وسلوالو او داعشيانو سالار خو يې بيخي څادر پرې ټک واهه.

دا ټول هغه څه و چې دوی يې د طالبانو په ليکو کې په لټه و او هر وخت په دې هڅه کې و چې څنګه به د طالبانو متحد صف ټوټه ټوټه کړي،  تر څو دوی په نتيجه کې په ازاده سياسي فضا کې خپلې غلامې، بې واکې او بلواکې ادارې ته پايښت ورکړي.

په دې خبره د دوی د امنيت رئيس معصوم ستانکزي هم اعتراف وکړ. په يو موثق خبر کې مې وليدل چې نوموړي په يو شخصي مجلس کې ويل: له کلونو راهیسې مو هڅې کولې چې طالبان کمزوري او تقسيم کړو، خو د حکومت خپلمنځي ناندريو او بهرنيو مداخلو مو هڅې په پر له پسې توګه وګواښلي او دا دی زموږ فارمولې سرچپه وختې، بلکې هغه څه چې موږ په طالبانو کول، پر موږ وشول.

لنډه دا چې حکومت سرچپه روان دی، ډير نژدې ده چې پاتې ګډوله به يې هم وپاشل شي او دا مظلوم هيواد او ولس به يې له قساوت او ظلمونو نجات ومومي.

مشران وايي د ظلم کاسه نسکوره ده. د امريکا پر اوږو سپاره راغلي دولتيان او ټوپکيان هغه د نړۍ په کچه قساوتګر، فاسد او ظالم چارواکي دي چې مثال يې يوازې په ميانمار کې ليدلی شو. دوی هماغسې ظلمونه په افغان ولس وکړل لکه د ميانمار بودايانو چې د هغه هيواد په بې ګناه او بې دفاع مسلمانانو وکړل، که هغوی د پټرولو په اور کې مسلمانان لولپه کړل، دوی يې د امريکايي بمونو په توسط غوښې پاش پاش او لوګی لوګی کړې.

نو ځکه يې د تشکيلي اډانې په پاشل کيدو سره دولتي بېړۍ په چپه کيدو ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close