د سر درد دوام ټول بدن ناارامه کوي

ډاکټر فصیح الله عمرزی

 د انسان په بدن کې ډول ډول ناروغۍ سر راپورته کوي. ځینې یې په طبیعي شکل په ډېره کمه درملنه لمن ټوله کړي او ځینې یې انسان دومره له ستونزو سره مخ کړي چې ‌طبیبانو ته د زیات ورتګ له امله یې له هغوی سره دوستي جوړه  شي او کور یې بې درملو نه وي.

 سردرد هم له هغو ناروغیو څخه دی چې هیڅ یو انسان ترې په امن نه دی. خو ځینې وخت پخپله انسان د بې احتیاطۍ له امله ځان په سردرد اخته کړي — هغه دا چې له څه څخه سردرد راپیدا کیږي له هغې ځان نه ژغوري.

د دوبي موسم پای ته ورسېد او ژمنۍ هوا ولګېده. روغتیا پوهان وايي، د دوبي په نسبت په ژمي کې سردرد زیات وي، او ځینې انسانان چې ځانونه له یخې هوا، نه ساتي، په وار وار په سردردۍ اخته کیږي، چې له زیاتې سردردۍ د نورو هغو مرضونو شونتیا راولاړه شي چې درملنه یې ستونزمنه وي.

که په یخه هوا کې خوله، سر، تندی او سینه پټه ساتل وشي، تر ډېره حده به له سردرده په امن وي.

 په سلو کې شپېته کسان د دماغي  ناارامیو له امله په سردرد اخته کیږي. په سلو کې شل د یخې هوا او نامناسب خوراک له امله په سردرد اخته کیږي، او نور هغه کسان چې تر خپل وسه لوړ سوچونه کوي، لومړی لږ او د وخت په دوام له زیات سردرد سره مخ کیږي.

لومړی باید د ډاکټر له مشورې پرته هیڅ درمل استعمال نه کړل شي. ځینې درملنې د یوه مرض لپاره ګټورې وي، خو دوامداره استعمال یې د انسان د بدن پر نورو برخو بد اغېز کوي، چې د ډاکټر په مشوره د دې ستونزې مخه نیول کېدای شي. بله دا چې، ځینې درمل که په دوامداره توګه وخوړل شي، نو پر معده بد اغېز کوي او سردرد ترې پیدا کیږي، چې د سردرد سره بیا ټول بدن ناارامه وي.

هغه سردرد چې له زکام سره راپیدا شي، هغه ژرښه کیږي، خو که یې په وخت درملنه ونه کړل شي، له زکامه راپیدا شوی سردرد بیا په اسانۍ سره نه ښه کیږي. باید د زکام پر مهال د خپل بدن زیات خیال وساتل شي څو په سردرد یې ټول بدن ناارامه نه شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close