د سعودي اعتراف: خاشقجي مونږ وژلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۸)

په داسې حال کې چې سعودي تل د عرب خبریال  خاشقجي د وژل کیدو تردید کاوو،  اوس یې د لومړي ځل لپاره منلې چې خاشقجي د ترکیې په استانبول ښار کې د سعودي په کونسلګرۍ کې د ننه د ‘فزیکي شخړې’ له امله وژل شوی.

د سعودي د لوی څارنوال مرستیال ویلي، خاشقجي په کونسلګرۍ کې دننه له سعودي دیپلوماتانو سره فزیکي شخړه کړې چې په پایله کې یې خاشقجي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
څارنوال ویلي، د خاشقجي په قضیه کې یې ۱۸ تورن کسان نیولي چې تحقیقات ترې دوام لري.
نوموړی وایي“له ټولو ښکېلو کسانو سره به حساب او کتاب وشي او عدالت ته به وسپارل شي“
په یوه بل اقدام کې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د سعودي د استخباراتو د مرستیال مشر “احمد العسیري“ د لرې کولو حُکم کړی دی.

دغه راز د باچا سلمان په امر د شاهي دیوان لوی سلاکار سعود القحطاني او یو شمیر نور جګپوړي امنیتي افسران هم له دندو شړل شوي دي.

داپه داسې حال کې ده چې د ترکیې حکومت تیره ورځ یوځل بیا د سعودي قونسلګرۍ تلاشي کړه او د یادې قونسلګرۍ له چارواکو یې تحقیقات وکړل.
ترکیه وایي، خاشقجي لومړی وژل شوی ، بیا ټوک ټوک شوی او په مخفي توګه له هیواده ایستل شوی دی.
باید وویل شي، چې امریکایي ولسمشر په دې قضیه کې د سعودي ننګه کوله خو اوس یې ویلي چې، سعودي د خاشقجي د مړینې په اړه د سعودي اعلان ښه او لوی ګام دی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close