د سعودي جیټ الوتکو د پاکستان یوه کښتۍ ویشتلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۳) زرغون خوږیاڼی

د سعودي عربستان جیټ الوتکو د یمن په ساحل د پاکستان یوه کښتۍ ویشتلې ده.

د پاکستاني رسنۍ( the news) په وینا، د پاکستان یوه کښتۍ د یمن د ټایز سنډی ښار په ساحل کې د سعودي عربسان جیټ الوتکو په توغندي سره ویشتلې، چې په کې شپږ تنه پاکستاني ماڼوګان وژل شوي دي.

د سرچینې په وینا په کښتۍ کې ۱۲ تنه پاکستاني ماڼوګان شامل و، چې شپږ ته یې وژل شوي.

د یمن پخواني ولسمشر هادي ویلي، چې سعودي عربستان غوښتل په سیمه حوثیان په نښه کړي، خو دوی د پاکستاني ماڼوګانو کښتۍ وویشتله.

یو ژغورل شوي ماڼو کبیر خادم ویلي، د توغندي په لګیدلو سره ده له کښتۍ سمندر ته ټوپ کړل او په لامبو یې حدیده بندر ته ځان رسولی. نوموړی تراوسه د یمن په یوه روغتون کې دی.

خادم ویلي، چې د سهیل احمد په نوم یو بل کښتۍ چلوونکی هم په همدې روغتون کې بستر دی، نوموړي د خپلو نورو ملګرو په اړه ناخبري ښودلې او له پاکستاني سفارته یې غوښتي چې خپل کورته د تللو لپاره ورته ترتیب جوړ کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close