د سعودي ستره محکمه: د پنجشنبې په ماښام د اختر میاشتې لیدلو په صورت کې اطلاع راکړئ

د سعودي عربستان سترې محکمې له خپلو هېوادوالو غوښتي چې د راتلونکې پنجشنبې (۲۹مې روژې) په ماښام د میاشتې لیدلو په صورت کې نږدې محکمې ته خبر ورکړي.

د العربیه ټلوېزون د راپور له مخې، د سعودي عربستان د میاشتې لیدلو او فلکیاتو ادارې غړي وايي چې د پنجشنبې په ماښام تر لمر پرېوتلو ۴۲ دقیقې وړاندې به نوې میاشت راپیدا شي، که فضا پاکه وه نو د پنجشنبې په شپه د اختر د میاشتې (شوال المکرم) لیدلو ښکاره امکان شته.

د سعودي عربستان د هواپېژندنې چارو پوه، عبدالعزیز الحسیني، څو ورځې وړاندې ویلي و چې ښايي سږ کال روژه ۲۹ ورځې شي او اختر به د راتلونکې جمعې (۱۵ جون) په ورځ وي.

د میاشتې لیدلو د اعلان لپاره دوو معتبرو شاهدانو شتون ضروري دی او د دوی تر ګواهي ورکولو وروسته د نوې قمري میاشتې پیل اعلانېږي.

په ټولو اسلامي هېوادونو کې د میاشتې لیدلو (رؤیت هلال) کمېټې او یا له دیني علماوو جوړې ادارې د معتبرو شاهدانو د ګواهي ورکولو په بنسټ د میاشتې د لیدل کېدو اعلان کوي.

د افغانستان او پاکستان اختر به کله وي؟

د افغانستان روژه او اختر د سعودي عربستان له اعلان سره یوځای پیل کېږي.

دا ځل د پاکستان، سعودي عربستان او ګڼو نورو هېوادونو روژه په یوه ورځ پیل شوه، له همدې امله کېدای شي د دې هېوادونو اختر هم په یوه ورځ ولمانځل شي. خو د پاکستان د میاشتې لیدلو کونسل اعلان کړی چې کوچنی اختر به د راتلونکې شنبې (۱۶ جون) په ورځ وي. که داسې وشي، پاکستان به د پخوا په څېر له نورو هېوادونو یوه ورځ وروسته اختر اعلان کړي او ۳۰ روژې به پوره کړي.

سرچینه
العربیه ټلوېزون
ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close