د سعودي مفتي اعظم د مینا پېښه د انسانانو له توان نه وتلې پېښه وبلله

کابل ټکی کام ۰۵میزان/۱۳۹۴

راپور: حماس افغان

د سعودي عربستان لوی مفتي، شیخ عبدالعزیز بن عبدالله آل الشیخ ، د مینا خونړۍ پېښه د انسانانو له کنټرول څخه وتلې پېښه وبلله “ له قضا او قدر “ څخه  ژغورنه ناشوني وي .

دغه وینا د سعودي عربستان لوی مفتي ښاغلي عبدالعزیز عبدالله آل الشیخ، تېره ورځ د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن نایف بن عبدالزیز سره د کتلو په مهال وکړه .

یاده خونړۍ پېښه مینا کې په ۲۴ د دسپټمبر هغه مهال رامنځته شوه کله چې د حاجیانو ټېل ماټېل جوړ شو او د سلګونو زیارت کوونکو  د مرګ ژوبلې لامل شو .

ولیعهد له نوموړي مفتي سره د کتنې پر مهال وويل، چې دوی به د حاجیانو  هر اړخیزه امنیت او نظم ترتيب ته دوام ورکوي او د خپل توان مطابق به د خطرنو او امنیتي پېښو د مخ نيوي لپاره مقابله کوي او دا يې یوه دیني وجیبه او دنده ده .

دغه راز د شاهي کورنۍ د احترام لپاره چې تېره ورځ د سعودي عربستان لوی مفتي ملاقات په مخه ورغلی وو، له ولیعهد سره یې د خبرو پر مهال په اشارې سره وويل چې هو! شته یو شمېر اسلامي هېوادونه چې نه غواړي عربستان سعودي یو پرمختللی اقتصاد او ښه امنیت ولري، نو له همدې امله تبلیغات کوي «قضااو قدر » د الله جل جلاله له لورې ټاکل شوي وي بدلېدونکي نه وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close