د سعودي په زندان کې دوهم ستر دیني عالم سفر الحولي هم وفات شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۶)

په سعودي کې رسنیو خبر خپور کړی چې د سعودي ستر دیني عالم الشیخ سفر الحولي د سعودي په زندان کې له بد روغتیایی حالت وروسته حپل روح حق ته سپارلی دی.

الشیخ الحولي د زندانی کیدا له لومړۍ ورځې له ناروغیو کړیدو چې د حالت د خرابیدا له امله یو ځل له زندان څخه شفاخاني ته هم لیږدول شوی و.

د الشیخ حولي د حالت خرابیدل ناڅاپی نه وو بلکې د زنداني کیدا پر مهال هم له ډیرو ناروغیو کړیدو چې تر ټولو ستره ناروغي یې د بډوډي کار پریښودل وو.

سعودی امنیتي ځواکونو یاد دیني عالم هغه مهال ونیو چې د هغه یو کتاب (مسلمانان او غربي فرهنګ) خپور شو، چې پکې د یو زیات شمیر دیني عالمانو او سعودي حاکمانو د کورنۍ د مشرانو نصیحتونه شامل وو، او هم یې د سعودي لخوا د امریکا ولسمشر ته د ملیاردونو ډالرو په ورکړې انتقاد کړی و.

الشیخ حولي یو له هغو لسګونو فعالو دیني عالمانو او داعیانو له جملې څخه و چې شپه او ورځ یې د دین د ښیرازتیا لپاره کار کاوه چې له تیر یوه کال راهیسې یې د سعودي حکومت لخوا د نیولو او زنداني کولو لړۍ پیل شوه چې زیاتره یې په زندانونو کې له سختو نارغیو او بدو شرایطو سره لاس او ګریوان دي له بد چلند سره مخ او سخت تعذیبول کیږي.

له دې مخکې یو بل دیني عالم الشیخ سلیمان الدویش هم په زندان کې د سختو تعذیبونو له کبله وفات شوی و.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close