د سعودي-یمن پر پوله د امریکایي کمانډویانو پټ علیات

نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی چې د امریکا د ځانګړو ځواکونو ۱۲ کمانډویانو د سعودي پر پوله پټ عملیات د دې لپاره ترسره کړي څو په یمن کې د حوثي یاغیانو د بلاستیکي توغندیو د نصب ځایونه په ګوته او له مینځه یوسي.

ورځپاڼې تیره پنجشنبه لیکي چې د امریکایی مسؤلینونو او اروپایی ډپلوماتانو نه په ترلاسه شویو معلومات کې ویل شوی چی امریکایی یاده ډله د یمن سره په لګیدلې د سعودي پر پوله د 2017 کال په دیسمبر میاشت کې وروسته له هغې ځای پر ځای شوي چې حوثی یاغیانو یو بالاستیکي توغندی د سعودی پر پلازمینې وتوغاوه.

د حوثیانو بالیسټیک میزایل

ورځپاڼې څرګنده کړې چې یاد کوماندویان له سعودي ځواکونو سره د حوثی یاغیانو د هغو بالاستیکي توغندیو د پټځایونو د موندلو او ویجاړونو په عملیاتو کې مرسته کوي چې د سعودي پر پلازمینه او نورو ښارونو توغول کیږي.  

پنټاګونو د دغې امریکایی ورځپاڼې د خبر په تعقیب ویلي چې په سعودي عربستان کې پراته امریکایی ځواکونه د دغه هیواد د پولو په ساتنه کې مرسته کوي.

 

نیویارک ټایمز زیاته کړې چې د یادو کمانډویانو د مرستو دا طریقه د پنټاګون د هغو څرګندونو سره په ټکر کې ده چې ادعا لري د امریکا فوځ د یمن پر ضد جنګیدونکي اېتلاف یواځې ټانکونو ته یواځې د تیلو برابرولو او لوجستیکي مرستې او استخباراتي معلوماتو تبادله کولو کار په غاړه لري.  

ورځپاڼې د امریکا دا ډول پټ عملیات چې تر ننه یې پټ ساتلي وو په سیمه کې د امریکا د پټو روانو جنګونو د پراخولو نه پرده پورته کوي.

ورځپاڼې دا هم ویلي چې امریکایی کومانډویان سعودي ځواکونه د دې لپاره ر وزي څو خپلې پولې وساتي، همدا راز د سعودي په نجران ښار کې چې د حوثی یاغیانو له لوري څو څو ځله په توغندیو ویشتل شوی د امریکا د استخباراتي شنونکي مرسته کوي څو د حوثي یاغیانو د توغندیو ویشتلو ځایونه په ګوته کړي.  

د امریکا د نړیوال امنیت د دفاع د وزیر معاون روبروت کارم د تیر اپریل په ۱۷مه د ولسي جرګې د بهرنیو چارو کمیتې ته ویلې چې د امریکا نږدی ۵۰ امریکایی نظامیان په سعودي کې د حوثي یاغیانو د بلاستیکي توغندیو د خطر د مخنیوي په موخه په سعودی کې میشت دي.    

د الجزیرة نه په منني

عزیر اسدخیل

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close