د سلفو زرينې ویناوې

 حامد افغان

(1)

عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه وایي: که په سکروټه خوله ولګوم تر څو مي په خوله کې سړه شي دا کار له دې خبرې غوره بولم چې د یوه شي پریکړه الله کړې وي او زه ووایم: کاش داسي نه وی شوي. لأَنْ أَعُضَّ على جَمْرَة حتى تَبْرُدَ أَحَبُّ إليّ من أن أقول لِشيء قد قَضاه الله:لَيْتَه لم يَكُن.

أبو داود في الزهد١٢٨.

(2)

امام الشعبي رحمه الله وایي: په خپل ځان او کوروالو نفقه کول له هغې صدقې نه شمیرل کیږي چې ثواب یې اووه سوه چنده زیاتیږي. إنَّ من النَّفقة التي تُضاعف بسبعمئة ضِعْفِ نَفَقَةِ الرَّجُلِ على نفسه وأهل بيته. المصنف لابن أبي شيبة ٢٧١٧٨.

(3)

محمد بن سيرين رحمه الله وایي: موږ به ویل چې تر ټولو خطاکار انسان هغه دی چې د خلکو عیبونو شمیرلو ته یې ځان فارغ کړی وي. كنا نحدث أن أكثر الناس خطايا ، أفرغهم لذكر خطايا الناس .الصمت لابن أبي الدنيا ١٣٧.

(4)

حسن البصري رحمه الله وایي: د ماخستن او سهار لمونځ په جمعه سره کول د ټولې شپې له ویښې تېرولو غوره بولم. لأَنْ أَشْهَدَ العِشاء وَالْفَجْرَ في جماعَة أَحَبُّ إلَيَّ من أَنْ أُحْيِيَ ما بَيْنَهُما. ابن أبي شيبة في المصنف٣٣٨٠.

(5)

حسن البصري رحمه الله خپلې لور ته ورغی او هغې ژړل، ده ورته وویل: لورې ولې ژاړې؟ د هغې ژړا لازیاته شوه او زياته یې کړه: پلار جانه! په ځواني مي ژاړم چې تیریږي خو د الله په عبادت نه مړبږم.

(6)

فضيل بن عياض رحمه الله وایي: قران د دې له پاره نازل شوی و چې عمل پرې وکړل شي، خو خلکو یې لوستل عمل وګرځاوه! . إنما أنزل القرآن ليُعمل به فاتخذ الناس قراءته عملا ! أخلاق حملة القرآن للآجري [ ٣٧ ] .

(7)

أبو وائل شقيق بن سلمة رحمه الله وایي: د خلکو د راکړو له لسو دراهمو نه د تجارت له لارې ترلاسه شوی یو درهم ښه او راته ګران دی. الدرهم من تجارة أحب إلي من عشرة من عطايا .ابن أبي الدنيا في إصلاح المال ٢١٦.

(8)

کله به چې ژمی رانږدې شو عبيد بن عمير رحمه الله به ویل: ای د قران والو! د لمانځه له پاره شپه ا.وږده شوه، او د روژې له پاره ورځ لنډه شوه نو غنیمتونه ترلاسه کړئ. يا أهل القرآن طال الليل لصلاتكم وَقَصر النَّهَار لصيامكم فَاغتنموا. ابن أبي شيبة في المصنف٩٨٣٦.

(9)

سعید بن جُبیر رحمه الله ته چا وویل: په خلکو کې څوک ډیر عبادت کوونکی دی؟ هغه ورته وویل: هغه څوک چې کومه ګناه یې کړې وي، کله چې هغه ګناه وریاد شي خپل عمل سپک ورته ښکاره شي او الله ته عاجزه شي. البدایه والنهایه 99/9.

(10)

ویل کیږي وتلی عالم معروف الکرخي رحمه الله یوه ورځ په بغداد کې د دجلې سیند په غاړه ناست و، په یوه وړه کشتۍ کې څو ځوانان ناست وو موسیقي یې غږوله او شراب یې څښل د ده مخته تیر شول، ده ته خپل یوه ملګري وویل: ته په دې اوبو کې دا خلک وینې چې د الله په سرکشي او ګناه لګیادي ښيرا ورته وکړه، معروف الکرخي رحمه الله لاسونه پورته کړل او ویې ویل: ای الله! لکه څرنګه چې دي دوی په دنیا کې خوشاله کړي دي زارۍ درته کوم چې په اخرت کې یې هم همداسي خوشاله کړه.

ملګري یې ورته وویل: موږ درته وویل ښيرا ورته وکړه، د دعا مو نه دي درته ویلي او ته دعا ورته کوي! معروف الکرخي رحمه الله ورته وویل: په اخرت کې چې الله خوشالي ورکوي د دې مطلب دا شو چې په دنیا کې به د توبې توفیق ورکړي، او که دوی توبه وکړي او جنت ته ولاړ شي تاسو ته هیڅ ضرر نه رسوي. (طبقات الاولياء لابن الملقن 1/47) .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close