د سوبو کال

عمر عمري

 

له جنګه ستړَی په بد حال دی انتظار یې کوئ

نور د کفري نړۍ زوال دی انتظار یې کوئ

 

حوصله و نه بایلې لوی الله ﷻ دې مل دی یاره

طالبه دا د سوبو کال دی انتظار یې کوئ

 

جانانه ستا به کړي نصرت الله!که هرڅو دښمن

ښه په درنو وسلو سمبال دی انتظار یې کوئ

 

بری د ستاسو دی که تاسې کړئ نېتونه صفا

دا فرمان کړی ذوالجلال دی انتظار یې کوئ

 

لاندې ټانګونه پاس یې جېټې بیا هم ځغلي درنه

نوره بایللی یې مورال دی انتظار یې کوئ

 

دښمن دِ ولیدو چې مات شو اوس د روغې جوړې

درته یې کړی ګوره سوال دی انتظار یې کوئ

 

طالب به ښکاري د ولس غېږ کې دا خَلْک به وایي

چې رڼو ستورو کې هلال دی انتظار یې کوئ

 

دغه یو زېری کړي پرتاسو (عمري) له وړاندې

چې ټغر ټول نور د اشغال دی انتظار یې کوئ

 

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close