د سوریایي کډوالو څخه ۱۵ کسان له لوږې مړه شول

آصف الله آصفي

د سوریې له کډوالو نه ۱۵ کسان چې زیاتره یې تنکي ماشومان دي مړه شول، دې کډوالو د اسد رژیم او د هغه د ائتلافیانو د سختو بریدونو له کبله چې ژوند پرې تریخ شوی و خپل کورونه پریښي او د اردن خواته ته د تښتیدو له کبله د سوریې – اردن پر پوله د اردن د ممانعت له امله بند پاتي وو، کډوالو د سختو بمباریو او بریدونو له کبله چې لس ورځې مخکې پیل شوي وو له مرګه تښتیدلي وو.
ویل کیږي چې له دغو ۱۵ مهاجرینو څخه چې د سوریې له جنوبي ښار درعا څخه د اردن د پولو پر لور مهاجر شوي وو ځینې یې مارانو او لړمانو چیچلي، ځینو له لوږې او ځینو نورو د ککړو اوبو د څښلو له امله خپل روحونه خپل پاک الله ته سپارلي دي.
راپورونه وایې چې د ۱۵ کسانو له جملې نه ۱۲ تنکي ماشومان، دوه میرمنې او یو سپین ږیری دی.
د مهاجرتونو دا لړۍ له هغه مهال پیل شوه چې د اسد رژیم او حامیانو یې (ایراني ملیشو) په دغو سیمو کې د خپلو مخالفینو پر ضد ګڼ عملیات په لاره واچول.
له څو ورځو راهیسې یادو مهاجرینو د سختو ګرمو طوفانونو، دوړو، ګردونو او سختې ګرمۍ چې ۴۵ سانتي ګریډ درجو ته رسیږي، له خیمو او هستوګنځایونو او د څښلو صحي اوبو درلودلو پرته په بیدیا پراته دي.
د روان جون میاشتې له ۲۰ نیټې څخه سوریاې رژیم د ایراني پلویانو او ملاتړو په مرسته د سوریې پر درعا ولایت ګڼ ځمکني او هوایی سخت بریدونه او یرغلونه پیل کړي چې پر عامو خلکو یې د ظلم او وحشت تاړاک راکوز کړی دی چې اسلامیت خو پریږده آن بشریت ورباندې شرمیږي.
ملګروملتو د اسد رژیم او ایرانیاني ملیشو له لورې د روانو عملیاتو له کبله د ۷۵۰ بیګناه ملکي خلکو پر وژل کیدا سخته اندیښنه ښکاره کړې ده.
په سیمه کې د ګڼو اوسختو بریدونو له کبله تر اوسه نږدې ۱۵۰زره کسان اړ شوي څو د اردن او اسرائیلو د پولو لوري ته په کډه کولو مجبور شي، خو اردن چې یو مسلمان هیواد دی خپلې پولې د یادو مهاجرینو پر مخ تړلي دي، او له سعودي عربستان پرته چې د بشري مرستو لړۍ یې ورپیل کړې ده نورو ټولو هیوادونو پرې خپلې سترګې ړندې او غوږونه کاڼه کړې دي. حسبنا الله و نعم الوکیل نعم المولی و نعم النصیر، الله دې خپلې مرستې ورواستوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close