د سوریې درعا ښار کې د جګړې دوام او د دوه نیم لکو کډوالو تریخ ژوند

”د توپونو لګښتونه د مذاکراتو د غونډو له لګښتونو سره هیڅکله هم برابر نه دي.“

دا هغه جمله ده چې د سوریې د ځینو ښارونو او کلیو، لکه درعا، د حال په ژبه ویل کیږي.

د سوریې د درعا ښار پر عامو بې ګناه خلکو د سوریې رژیم او ملاتړي یې (روسانو) ورباندې له دوه اونیو راهیسې پراخه یرغل پیل کړی.

مخالفین وایی چې د دوي په ډزو د سوریې رژیم زیات شمیر نظامي سامان آلات ویجاړ شوی او د ځواکونو نږدې 50 کسان یې د جنګ په مختلفو هغو جبهاتو کې وژل شوي چې د جنګونو شاهد دي.

د جنګونو دغه سیمې چې هیڅ ډول د اوربند څرک پکې نه لیدل کيږي یو هم د درعا ښار دی.

د اسد رژیم رسمي آژانس سانا وایی چې د سوریی رژیم هوایی ځواکونو (د دوه په قول) د ترهګرو ګوندونو پر تم ځایونو یو زیات شمیر هوایی بریدونه کړی.

له بلې خوا هغه غونډې چې د شام په بصرې ښار کې د مذاکراتو په موخه روانې وې یو ځل بیا له روسانو سره له سره پیل شوی څو خپل نظامي هغو بریدونو ته د پای ټکی کیږدي چې زیاته بیه یې یواځې ملکي خلک پرې کوی او د تسلیمې له شرطه پرته باید نور روسان دا بریدونه ودروي.

د اسد رژیم وایی چې دوی توانیدلی څو وروسته له هغې د بصری الشام ښار له جنګه وژغوري چې جنګې قومندانان له روسانو سره په فردي توګه یوې موافقې ته ورسیدل.

سیمه ایز مشران هڅه کوي څو مخالفې ډلې او چارواکې دې ته ورته نورو مذکراتو ته هم هم وهڅوي چې له روسانو سره یې ترسره کړي څو ټولې جنګي خواوې دې ته اړباسي چې جګړه ودروي ځکه چې نږدې دوه 250000 سوریایان له خپلو کلیو او ښارونو نه په کډوالۍ مجبور شوي چې له درعا ښار نه د اردن او غصب شوي جولان پولو ته تللې او هلته په بیدیا کې میشت دي دا هغه ارقام دي چې د ملګرو ملتو لخوا اعلان شوي.

دې کډوالو ته د مرستو یو کاروان اوس هم انتظار باسي څو د اردني چارواکو څخه اجازه ترلاسه کړي چې کاروان ته اجازه ورکړي څو اړو کډوالو ته ور ورسیږي او وکولای شي د دې مرستو په ترلاسه کولو سره یې د ژوند کړمې یو څه راکمي شي، ځکه چې د جګړې د دریدلو هیڅ درک نشته او د جګړې دریدل د ګڼو هیوادونو موافقې ته اړتیا لري، چې تر اوسه یې څرک نه معلومیږي.

آصف الله آصفي

د الجزیرة نه په مننې

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close