د سوریې رژیم په حمص ښار باندې د توپونو ورولو ته دوام ورکوي

 

د الجزیرة نه په مننې

عزیر اسدخیل

د سوریې رژیم ځواکونه د لبنان د حزب الله شیعه ملیشو په ملاتړ وروسته له هغې چې د مخالفینو له لورې د دمشق د وادي بردی دره کلابند شوه د توپونو داومداره ډزې پیل کړي، د فتح الشام جبهې چې مخکې النصرة نومیده اعلان وکړ چې د دوی ځواکونو د حکومت په لسګونو سرتیري په هغه برید کې وژلي او ټبیان کړي چې د حمص ـ السلمیة  تر مینځ په پرته لاره باندې چې د حمص شمال ته موقعیت لري په دوه نظامي کمربندونو برید وکړ.

د الجزیرة خبریال محمد الجزائري له دمشق نه وایی چې د رژيم او حزب الله لخوا د توپونو ډزې لا هم د نن ورځې د سهار نه په جنوبې پولو کې په وادی بردی باندې روانې وې چې د عامو خلکو هستوګن ځایونه او د مخالفینو مورچلې دواړه یې هدف ګرځولې وې.

سیمه ییزو سرچینو الجزیرة ته ویلي دي چی د سوریې رژیم او حزب الله ملیشو د وادي بردی کلي د سنوکر او هاوان توپونو په واسطه  تر اور نیولي دي، په داسی حال کی چی فعالان وايي د ځمکې نه ځمکې ته په لسګونو توغندي په سیمه باندې په یوځل لګیدلي دي.

سرچینو الجزیرة ته دا هم وویل چی د سوریې مخالفو وسله والو د سوریې رژیم او حزب الله ملیشو په الحسینیة ، عین الفیجة ، کفیرالزیت ، بسیمة کلیو کې چې دا ټول په وادي بردي دریه کې پراته دي د یوه قوي یرغل مخه نیولې ده.

د سوریې رژیم اړوند میډیا تیره ورځ یکشنبه وویل چې د وادي بردي ډزبندي پای ته رسیدلی ده، دا خبر وروسته له هغی خپور شو چې مخالفو وسله والو د روسیی هغه وړاندیز رد کړ چې پکې غوښتنه شوې وه چې د عین الفیجة د چینو سیمه دې د رژیم ځواکونو په واک ورکړل شي دا هغه مهمه سیمه ده چې پلازمینې دمشق ته له دغه ځایه اوبه رسول کیږي.

په داسی حال کې چې سیمه ییزو ټولنو او خیریه مؤسساتو په وادي بردي کې د یوې سترې فاجعې د پیښیدو خبرداری ورکړی دی او ویلي یې دي چی کیدای شي ملیونونه ښاريان په وادي برمیل او دمشق کې د رژیم او شیعه ملیشو د سخت هوایی او ځمکني یرغل لاندې راشي.

د دې تر څنګ د مخالفو وسله والو سرچینو پرون دوشنبه اعلان وکړ چې د سوریې رژیم یو شمیر سرتیری یی وژلي او ټپیان کړي دي، او یو شمیر عراده جات یې له مینځه وړي دي او د توغندیو له فابریکې سره چې د حزرما په ښار د دمشق له ختیځ کې موقعیت لري پرمختګ کړی دی دا پرمختګ یې وروسته له هغې وکړ چې پر دغه سیمه یې لومړی ولکه ټینګه کړه.

په یو بل پرمختګ کې د الجزیرة خبریال د ریف دمشق نه وویل چې وسله والو مخالفینو او د رژیم ځواکونو په ګډه د کناکر په ښار کې چې د دمشق لویدیځ کې پروت، د تسوية په نوم یوې موافقې ته سره رسیدلي دي.

هغه موافقه داده چې وسله مخالفین به د سوریې شمال ته وروسته له هغې په  شاه کیږي چې خپلې وسلې به تسلیموي او د ښار اداره به حکومت ته سپاري، او دواړه لوري به د دې تضمین ورکوي چې هغه چاته چې په دغو ذکر شويو سیمو کې په خپله خوښه پاتې کیږي نه به د حکومت لخوا زورول کیږي او نه د وسله والو مخالفینو لخوا.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close