د سوریې له درعا ښار نه تښتیدونکي 66 زره کډوال د تیښتې لار نلري

آصف الله آصفي

ملګرو ملتو پر اردن غږ کړې څو د هغو سوریایانو پر مخ خپلې پولې پرانیزې چې پدې ورځو کې د سوریې د جنوبي ښار درعا له سختې بمبارۍ څخه د تیښتې په حال کې دي، ځکه چې نه عاجلې مرستې ور رسیږي او شمیر یې ورځ تر بلې زیاتیږې، او ټول د سوریې–اردن پر پوله اردن ته د تیریدو انتظار باسي.
د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن الصدفي تیره پنجشنبه په نیویارک کې په یوه منطبوعاتي غونډه کې د ملګرو ملتو مشر انتونیوګوتیریش ته په خطاب کې وویل چې د سوریې په جنوب کې وضعیت تر ټولو سخت حالت غوره کړی، او اشاره یې وکړه چې هیواد یې د اوربند په راوستو کې خپلې هلې ځلې پیل کړي دي، او هیواد کې یې د کډوالو شمیر له حده زیات شوی نو باید نور هیوادونه او خیریه مؤسسات هم د سوریایانو په مرسته کې خپل رول ولوبوي څو په خپله خاوره کې یې ژوند تامین کړای شي.
ملګرو ملتو پرون وویل چی د وروستیو پیښو له کبله د درعا ښار له جنوب ختیځ نه د اردن پولو ته نږدې ۶۶ زره کډوال رسیدلي دي، خینې سرچینې بیا دغه شمیر له دې نه هم زیات بولي.
په سوریه کې د ملګرو ملتو د بشري فعالیت مشر ایګلانډ په جنیوا کې ویلي دی دوی اردن تشویقوي څو خپلې پولې پرانیزي، او هغه بشري ناورین ته باید د پای ټکی کیښودل شي چې کډوال له اردني پولو نه بیرته سوریې ته مایوسه راستنیږي، هغه وویل چې د وروستیو سختو جنګونو له کبله د اردن دغه پوله تړل شوې او د سخت جنګ له کبله د کډوالو کاروانونه بلې یوې خواته هم حرکت نشي کولای.
ویل کیږي چې د سوریې آزاد فوځ او روسیې ۱۲ ساعته اوربند باندې سره صلاح شوی دی، چې د تیرې شپې له نیمایي نه په درعا ښار کې پیل شوی دی، دغه موافقه د اردن په پلازمینه عمان کې د اردنیانو په منځګړتوب ترسره شوې ده.
د سوریې د جنوب په قنیطره او درعا ولایتونو کې چې د مخالفو وسله والو په لاس کې دې نږدې 750 زره انسانان ژوند کوي چې 70٪ یې د تیښتې په حال کې دي او په سختو شرایطو کې دغو پولو ته په زرګونو نور خلک هم د تیښتې په حال کې دي.
د روسیې په ملاتړ د تیر جون له 19 مې څخه د سوریایی رژیم او ملاتړو له لورې د برید له پیل نه په لسګونو ملکي خلکو په درعا ښار کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
پدې ورځو کې د جنګي الوتکو لسګونه پروازونه د بصري، شام، حراک، او کرک پر ښارونو ترسره شوي چې زیات شمیر خلک یې کډه کولو ته اړویستلي دي، ځکه چې الوتکې یواځې هستوګنې سیمې په نښه کوي او د بمبارۍ ترکیز ټول د عامو خلکو پر میشت ځایونو دی، نو ځکه د کډوالو شمیر ورځ تر بلې زیاتیږي، او هم زیات ملکي خلک وژل کیږي. د المان د بهرنیو چارو وزارت د سوریایی رژیم پر دې وحشیانه کړونو سخته اندیښنه څرګنده کړې ده او ویلي دي چې د حلب، حمس او غوطه شرقیه شاوخوا ویروونکی وحشیانه انځورونه تکراریږي، چې سخت خطرونه یې پیښ کړي، او سخت انساني ناورین به رامینځته کړي، او ویې ویل چې د اسد رژیم په عمدي توګه روغتونونه ، ښوونځي، په خپلو وحشیانه بریدونو کې شاملوي چې هیڅ ډول رحم نلري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close